Homeخبرونهپه ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۰مه』د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، چې نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۸۷ ولسوالیو په کچه د پولیو واکسین درېم فرعي کمپاین پیل شو.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل زیاتوي چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

نوموړی وایي په دې موده کې به کابو ۷.۳ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیق شي.

امرخېل له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمو له نفوذ لرونکو کسانو وغوښتل، چې له واکسین کوونکو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو د واکسین په ښه‌ تطبیق سره د پولیو ناروغي مخنیوی وشي.

شرافت زمان همدا راز وویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره له ساري ناروغیو سره مبارزه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...