جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیوه اوونۍ کې پر رېللار ۱۰۳ زره مټریک ټنه راکړه ورکړه شوې

یوه اوونۍ کې پر رېللار ۱۰۳ زره مټریک ټنه راکړه ورکړه شوې

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳۰مه』په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان پر رېللار تر ۱۰۳ زره مټریک ټنه ډېره راکړه ورکړه شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس وايي په یاده موده کې په ټولیز ډول ۱۰۳ زره ۴۶۶ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

حق‌ شناس وايي، د حیرتان بندر له لارې ۷۵ زره ۴۹۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸ زره ۷۲۶ ټنه، د تورغونډۍ له لارې۱۲ زره ۲۲۷ ټنه او د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې ۶ زره ۹۷۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې انتقالاتو کې، نفتي، غیر نفتي او نور سوداګریز توکي شامل دي.

د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو انتقالاتو څخه ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات هم شوي، چې ډېره برخه یې وچه میوه او د انارو جوس جوړوي.

اقتصاد پوهان له نورو هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتېده د هېواد په خیر بولي خو ټینګار کوي، چې باید د وارداتو په نسبت د صادراتو زیاتوالي ته پام ډېر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب