تاند – د افریقا په لویه وچه کې یو ستر درز په رامنځته کېدو دی چې د ځمکې دا دوهمه ستره قاره په دوو برخو وېشي. د ځمکې دننه بدلونونه د نړۍ د نقشې د اساسي بدلون سبب کېږي، او وروستۍ څېړنې ښيي چې افریقا به، په یوه داسې سناریو کې چې د ساینس فیکشن کیسو ته ورته ده، په دوو برخو ووېشل شي.
د بریتانیايي ورځپاڼې دیلي مېل له راپور سره سم، دا مهال د افریقا له شمال ختیځ څخه تر جنوبي برخې پورې یو ستر درز غځېدلی، چې ښيي دا وچه به په راتلونکې کې په دوو برخې ووېشل شي. دا بدلون به د افریقا نقشه د تل لپاره بدله کړي.
په یوه نوې څېړنه کې، ساینسپوهانو دا موندلې چې په ایتوپیا کې د ځمکې له ژورو څخه لاوا یا مذاب مواد په منظما ډول سطحې ته راپورته کېږي.
د سوانسي پوهنتون څېړونکي وایي، دا مواد به د افریقا لویه وچه ورو ورو سره جلا کړي او یو نوی سمندر به جوړ شي.د دې څېړنې مشره ډاکټره اما واټس، وایي: «دا درز نور هم پراخېږي.»
ساینسپوهان زیاتوي چې دا وېش لا دمخه پیل شوی، او اوس هر کال له ۵ تر ۱۶ میلیمتره پورې پراخېږي، خو دا پروسه به میلیونونه کاله وخت ونیسي.
ډاکټره واټس او همکاران یې د عدن خلیج ته اشاره کوي، چې افریقا له یمنه بیلوي.
دوی باور لري چې دا درز د تدریجي وېش پیل دی، او ورو ورو به جنوب ته وغځېږي.
کله چې درز بشپړ شي — چې احتمالاً به له پنځو تر لسو میلیون کلونو پورې وخت ونیسي — افریقا به په دوو بېلو وچو بدله شي. لوړه وچه به په لوېدیځ کې وي، چې اوسني اکثره ۵۴ افریقايي هېوادونه به پکې شامل وي، لکه مصر، الجزایر، نایجېریا، ګانا او نامیبیا. په ختیځه خوا کې به، چې کوچنۍ وچه به وی، کینیا، سومالیا، تانزانیا، موزمبیق، او د ایتوپیا یوه لویه برخه شامله وي.
ډاکټره واټس وایي: «د ختیځې برخې مساحت چې جلا کېږي، نژدې یو میلیون مربع میله دی، او پاتې لویه برخه به شاوخوا لس میلیون مربع میله پراخوالی ولري.»
د څېړنې لپاره، څېړونکو د افریقا په ختیځ کې د عفار له سیمې څخه تر ۱۳۰ زیاتې آتشفشاني ډبرې راټولې کړې. هلته درې تکتونیکي تختې سره یوځای کېږي: د ایتوپیا، سور سمندرګي، او عدن خلیج قشرونه. دا تختې له یو بله ورو ورو لیرې کېږي.
کارپوهان د دې ډبرو تر څنګ له موجودو معلوماتو او پرمختللي احصایوي ماډلسازۍ څخه استفاده کوي څو د ځمکې د قشر او مانتل (mantle) جوړښت وڅېړي. مانتل، د ځمکې تر ټولو غټه طبقه ده، چې عمدتاً له جامدو ډبرو جوړه ده خو د سرښناکې مایع په شان چلند کوي. د تکتونیکي تختو جلا کېدا د دې لامل کېږي چې دا طبقه پاس ته خوځېږي.
ډاکټره واټس وایي: «موږ وموندله چې تر عفار لاندې مانتل یوشان ولاړ حالت نه لري، نه هم ثابت، بلکې پړکېدونکی دی.» نوموړې زیاتوي: «دا پورته ختونکي پلسونه له نیمه مذاب مانتل څخه د پاسنیو سوریو تختو له خوا هدایتېږي.»
د میلیونو کلونو په لړ کې، کله چې دا تختې له یو بله لیرې شي، قشر نری او کش شي، تر دې چې جلا شي او یو نوی سمندر وزېږوي.