جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهرویټرز: د ټرمپ تر ټویټ مخکې اماراتو د افغانانو لېږل پیل کړي

رویټرز: د ټرمپ تر ټویټ مخکې اماراتو د افغانانو لېږل پیل کړي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د جولای ۲۱مه، راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ، مخکې لا ځینې کډوال افغانستان ته بېرته استولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه افشا شوی سند ښيي چې لږ تر لږه ۲۰ نور افغان کډوال د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د “Just the News” په نوم خبري وېبپاڼې هم راپور ورکړی چې د محتحده عربي اماراتو چارواکي غواړي یو شمېر افغان کډوال طالبانو ته وسپاري.

د دې راپورونو له خپرېدو وروسته، ټرمپ په یوه ټویټ کې وویل چې “همدا اوس” پر دې کار کوي چې بند پاتې کسان وژغوري.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي سلاکار سعید الزعابي امریکايي چارواکو ته ویلي چې د جولای په پیل کې دوې افغانې کورنۍ “په بریالۍ او خوندي توګه” افغانستان ته بېرته استول شوې دي. خو رویټرز دا هم راپور ورکړی چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت پر دغو کورنیو فشار راوړی و چې یا “په خپله خوښه د ستنیدو” سند لاسلیک کړي یا زنداني شي.

ګومان کېږي چې شاوخوا ۱۷ زره افغان کډوال متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي وو. دا مهال، په ابوظبۍ کې تر ۳۰ زیات پناه غوښتونکي لا هم نامعلوم برخلیک لري. له بلې خوا، د بایډن د حکومت پر مهال شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي وو، خو ویل کېږي له کله چې ټرمپ بېرته واک ته رسېدلی، دا بهیر درېدلی دی.

دې وضعیت د افغان کډوالو د امنیت او بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د اجباري ستنېدو په برخه کې. بشري بنسټونو او نړیوالو څارونکو د بیړني اقدام غوښتنه کړې څو په زوره د ایستلو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب