د مرحوم مطیع الله تراب په اړه کمه لوستل شوې اوږده لیکنه!
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې لېکنه کې، د شور له منځه د مرحوم مطیع الله تراب، په لوړ غږ خبرې، د وسپنو او ټکو جوړول، نابللې موسکا، اسویلي او د فلزکارۍ دوکان ته د ورغلي لیکوال عظم احمد د سترګو لیدلی حال او نقل شوي یادښتونه لولئ!
دا لیکنه د ۲۰۱۲ کال په اګسټ میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپره کړې ده. عظم احمد هغه مهال په خوست کې د مرحوم مطیع الله تراب ورکشاپ (دوکان) ته ورغلی و او هلته یې د ده د ژوند د یوې ورځې، مُشت نمونه يي خروار، حال راخیستی.
ژباړه: امان الله زړور
شاعر په احتیاط سره یوه فلزي نرۍ ټوټه د فولادو په یوه زاړه کټر (اوسپنې پرې کوونکي) کې واچوله. هغه له دې فلزي ټوټې پړک وهونکي مثلث شکلونه پرې کړل او په درانده غږ، په فرش باندې را وغورځېدل.
فضا ټوله د کار له شور او غږونو ډکه ده: یو طرف ته د ارې او د یو چالان جرنیټر زوږ دی او بل لورته د یوې غټې ولاړې ډیزلي چالان لارۍ انجن لوړ غږونه دي. دې مغزو خوړونکي شور او غږونو د افغانستان د پښتو ژبې نامتو او مشهور شاعر مطیع الله تراب په خپل ګراج ډوله دوکان کې محاصره کړی دی، چیرته، چې هغه د ورځې لارۍ ترمیموي. تر څو د خپلې کورنۍ لپاره د یوې کپلې مړۍ غمه وخوري. خو کرۍ شپه همدا د ورځې شور خوړلي ماغزه بیا له داسې سختو ټکو شعرونه جوړوي، لکه څنګه چې د خپل کار په وخت کې د ورځې په دوکان کې کلک فلزي توکي کاروي. کله چې شعر لیکي، نو د طبیعت، سرو شونډو، نرۍ ملا، تورو زلفانو او مجازي عشق په اړه نه غږیږي.
«د شاعر کار دا ندی، چې د مینې په اړه لیکل وکړي» د کار ځای کې شور زیات وو، نو هغه دا خبره په جیګ او زورور غږ وکړه. «د شاعر کار دا ندی، چې د ګلانو په اړه ولیکي، بلکې د ولس درد او ستونزې دې بیان کړي!».
څلور-څلویښت کلن تراب د زړه له تله او په قوي الفاظو د هغو افغانانو په اړه راته راغږېدو، چې د جګړې له امله تریخ او له ستونزو ډک ژوند سره مخ دي. هغه نومونه یې هم راته واخیستل، چې د روان وضیعت لپاره یې تراب مسوولین بولي. امریکا، ط.البان، افغان حکومت او پاکستان.
ښاغلی تراب باور لري، چې جنګ تجارت ګرځېدلی دی، په سرونو سودا کیږي، د خلکو مړه کول عادي شوی دی، او هغوی چې د وژلو لپاره تول کوي، نو اول یې وینه څکي او بیا یې د وژلو قیمت ټاکي.
لیکوال لیکي، د ښاغلي تراب ثبت شوي شعرونه، په ځانګړې توګه د پښتون قوم ترمنځ ډېر زیات مشور دي، هغه قوم، چې دی (ښاغلی تراب) یې په ډېر افتخار غږ پورته کوي. خو دې قوي، قومي تړاو ځینو تاجک او هزاروو اوریدونکو ته د دې احساس ورکړی، چې ګني دوی یې له پامه غورځولي دي. د دې تر څنګ له حزب اسلامي سره د هغه نږدې اړیکې، چې یو اسلامي سیاسي ګوند او یو وخت وسله واله ډله وه، یو شمېر نور خلک هم ناراضه کړي دي.
د نیو یارک ټایمز ورځپانې کامرې ته د مرحوم تراب د شعر، لیکنۍ بڼه:
ستړی د خپل ژوندون له باره، بلا ستړی یمه
زما د ګناه پیټیه خرواره، بلا ستړی یمه
تږی مزله تر منزله شاید ډیره لار وي
لاس راکوه لوېږم په لاره، بلا ستړی یمه
لیونو راشئ ګریوانونو کی مو زړونه تنگ دي
درسره اوځم له دی ښاره، بلا ستړی یمه
د ستنو سیمی د بڼو زخې ته نه ودریږي
زما د نظر ویشتونکیه تاره، بلا ستړی یمه
زه په ړندو سترگو تر شا درپسې ډیر لاړمه
زما رهبر زما سالاره بلا ستړی یمه
د مظلومانو خدایه تاته مو زولۍ نېولې
ته مو کړې خلاص له دی ښاماره، بلا ستړی یمه
خدای خبر ګرانه ته بیا چرته او زه بیا چرته یمه
ای دبګرام جیل کی ایثاره بلا ستړی یمه
((مطیع الله تراب))
سره له دې چې د ښاغلي تراب ټولنیزې اړیکې محدودې دي او قومي تړاو لري، خو بیا یې هم زښت زیات خلک خوښوي. هغه له هغو عادي افغانانو سره ډېره زړه خواله او خواخوږي ښکاره کوي، چې د تېرو لسو کلونو روان بد حالت له وجې یې ژوند تنګ شوی دی او له شته فساده دوه سوږمو ته راغلي دي.
د خلکو باور دا دی، چې تراب د شعر په ژبه سپېنې خبرې کوي او د حکومت، سیاسیونو، مذهبي مشرانو او رسنیو له لوري د هغو دروغجنو کېسو پر مخ څپېړه ور تمبوي، چې عام ولس او افغانان پرې غولول کیږي. تراب په شاعرانه ژبه کې هغو نړیوالو سیاسي لوبغاړو باندې غږ کوي، چې ځانونه د نړۍ مشران بولي او ورته وایي: ای د نړۍ بیرغ والو، تاسو خو موږ د امنیت په نوم ښه ډېر وځورولو، هلته د سولې او امنیت چغې وهئ، او هلته ټوپکې او مرمۍ را لیږئ…
ښاغلی تراب په یوه ساده چوکۍ ناست وو، زیږ – بیږ، جامې یې په ګریسو ککړې -پکړې وې، پکول یې لږ په سر کوږ راچولی وو، او له خپل کوچني کانکریټي ورکشاپ (دوکان) یې د تت ماښام ننداره کوله. شاوخوا یې زړې ټوټې، پتري، تارونه او خزلې پرتې وې. ګردجنه او خړه ګرمه هوا چلېده او د موټر له بیټرۍ څخه تړل شوی یو پکی چالان وو. باندې یو سړی لګیا وو، او د یخ کونده یې میده کوله، چې د لارۍ ډریوران یې ورڅخه وپیري.
په دې وخت کې ښاغلي تراب وویل: «په افغانستان کې ریښتینی سیاستوال نشته» او په نابللي ډول لږ ورسره مسکی شو. بیا وایي «یره زه خو چې څومره پوهېږم، یو سیاستوال باید د ولس (خلکو) ملاتړ ولري، خو زموږ هیڅ سیاستوال دا ملاتړ نلري. زما لپاره خو دوی داسې ښکاري، لکه د یو کاروبار شریکان، یوازې د خپل ځان او خپل جیب غم ورسره دی، نه د خلکو». ښاغلی تراب لګیا وو خبرې یې کولې، او ویې ویل: «ط.البان هم حل لاره نه ده. اوس هغه زوړ وخت ندی، چې د حکومتولۍ زَړه طریقه کار وکړي».
لیکوال وایي، تراب دا نه خوښوي، چې خلک او یا خپله دی نمایشي، دروغجن او مصنوعي ډوله کارونه وکړي، بلکې ساده، رښتیني او غوڅې خبرې، چې حقیقت ولري، زیات خوښ دي. تراب د حکومت د چارواکو په دروغجنو او درغلیو ډکو څېرو سترګې ور خښي وي او هیڅ بریک پرې نه نیسي. کله – کله ان ټوکې هم ور پورې کوي او وایي، چې چارواکي باید خپلو واسکټونو کې درې – درې جیبونه جوړ کړي. یو د افغانیو لپاره، بل د ډالرو او درېیم د کلدارو لپاره، چې ټول رشوتونه پکې واچولی شي.
د داسې سختو نېوکو او خبرو اسره – سره، تراب یو خوږ سړی دی او ان هغه چاته هم ګران دی، چې د سختو ټکو جوړ شوي درانده ګوزارونه یې پرې کړي دي. هغه وخت تازه ولسمشر کرزي ولسمشرۍ ماڼۍ ته بلنه ورکړې وه. تراب وویل، ولسمشر زما شاعري خوښه کړې ده او ماته یې وویل، «ډېر ښکلی غږ لرې. خو زه (تراب) نه پوهیږم، چې ولې؟ ځکه ما خو په هغه (حامد کرزي) باندې سختې نېوکې هم کړې دي او بیا یې هم زه خوښیږم!».
که څه هم د ښاغلي تراب دا خوښیږي، چې خپل کور ته وخت ورکړي او په خوست کې پاتې شي، خو سفرونه یې دا ښیي، چې هغه د نورو عادي وسپنه کارانو سره توپیر لري. خلک د تراب مشاعرې ته په ډېره مینه راځي. کله یې چې کوم شعر یا نظم په یوټیوب کې خپور شي، نو ډېر ژر د زیاتو خلکو له لوري کتل کیږي.
لیکوال لیکي: د پیژندل شویو افغان شاعرانو له منځه ښاغلی تراب یو نوی نوم دی، چې ډېر افغانان یې خوښوي. د دې مشهورو شاعرانو له ډلې مولانا جلال الدین بلخي (رومي) هم دی. مولانا یو صوفي شاعر وو، چې د میني او ایمان په تار تړلي شعرونه یې ویل او تر نن ورځې د دنیا په ګوټ – ګوټ کې لوستونکي لري. په افغانستان کې شاعرانه معقولې د خلکو د ورځني ژوند خبرو برخه ده. د کابل په ځینو سیمو کې ان دا عادي خبره ده، چې نارینه سره راټول وي او یوه بل ته د موبایل بلوتوت له لارې د شعرونو ویډیوګانې او نظمونه ولیږي را ولیږي.
د شعر او شاعرۍ مینوال ډېر دي، خو په شعر ویلو او لیکلو کې ډېرې پیسې نه ګټل کیږي. یوازې یو څو شاعران ځینو ځایونو کې دولتي دندې لري، او ټاکلي معاش یې د ورځني ژوند چاره روانه کړې وي. خو ښاغلی تراب لا هم د خوست په یوه څنډه کې له خړو دوړو ډک، توره تیاره دوکان کې نفقه ګټي.
لیکوال لیکي، چې تراب راته وویل: «زما ژوند همدغه دی، چې ته یې دلته ویني: اوسپنه وټکوه، لنډه یې کړه، اوږده یې کړه. یره زه خو ځان شاعر نه بولم!».
یوه خبره، چې آن ښاغلي تراب هم نه غوښتل پرې ډېر وغږیږي: تراب تقریباً بې تعلیمه دی. چاپ شوي لیکل یو څه لوستلی شي، خو د بل چا د لاس لیکل نشي لوستلی او نه هم خپله لیکل کولی شي. شاعري په ذهن کې جوړوي او په ذهن کې یې ساتي. بیا نو که چېرته چا ولیکله، خو ښه ده.
ښاغلی تراب د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په یو کوچني کلي کې را ستر شوی دی. یوه داسې غریبه کورنۍ چې آن له عامو افغانانو یې هم غریب ژوند درلود. د تراب پلار یو دهقان وو او همدومره یې یو څه پیدا کول، چې فقت ژوند پرې تېر کړي. که څه هم تراب د خپل ماشومتوب ژوند کې ډېر څه نه لرل، خو خپل تېر ژوند په ښو ټکو یادوي او ورته یادیږي. هغه د ځوانۍ هغه ورځو سره لا هم مینه لري، چې ده په کلي کې له یو شاعر څخه د شعر زده کړه کوله او د هغه له ایماندارۍ، نیغو، درندو او غوڅو خبرو متاثره شوی وو.
د نیو یارک ټایمز ورځپانې کامرې ته د مرحوم تراب د شعر، لیکنۍ بڼه:
…
ای ګاونډیانو د الله په خاطر
بس مونږه پریږدئ، سوله مه راولئ
آ لمبردارو د نړۍ په سطحه
ډېر مو لوټلي دي د امن په نوم
یو خوا د سولې امن چغې وهئ
بل خوا وسلې او مهمات را درومي
هلته حقوق د بشریت غواړئ
نو بیا بشر په بشر ولې وژنئ
بشر دوستانو قناعت غواړم
سنګه ونه چووم، سنګه اور وانخلم
کله چې په ۱۹۷۹ کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، نو ښاغلی تراب لا هم ځوان وو او له خپلې کورنۍ سره مهاجر شو. له شاوخوا شل کلن مهاجرت وروسته بیرته له یو کسب، یوې مېرمنې او د شاعر په توګه، چې یو څو مینوال یې هم پیدا کړي وه، بېرته خپل ځای ته راستون شو. تر راستنېدو وروسته یې خپل هنر لا پسې پیاوړی کړ او ډېر زیات اورېدونکي یې وموندل. د ط.البانو د لومړۍ دورې پر مهال یې د خپلو شعرونو یو کتاب هم چاپ کړ، خو خبر نه وو، چې دا اسانه او ارزانه پرېکړه نه وه.
«ط.البانو سخت ووهلم» تراب دا خبره وکړه بیا لږ مسکی شو او سر یې یو طرف – بل طرف وزنګاوه. بیا یې وویل: «وروسته زه پوه شوم، چې کتاب چاپ کول زما لپاره تاواني وه».
لیکوال وایي، که څه هم ط.البان تر ډېره په خټه پښتانه دي او ښاغلی تراب له پښتنو سره زښته ډېره مینه لري، خو تراب هغه خلک نه خوښوي، څوک چې وېره خپروي. تراب وویل، ط.البان هم د خپل ولس نه ناخبره دي او هغه حکومت، چې د غرب په پښو ولاړ دی، هم له خپل ولس نه ناخبره دي.
د دوکان مخې ته پر پروت سرک یې یوې او بلې غاړې ته نورو خلکو هم ځیني شیان، لکه واوره او مېوه خرڅول. د امریکایانو کاروان شو، چې د شور او زوږ له وجې یې دا ټول افغاني چاپیریال نارامه کړ. دې وخت کې ښاغلي تراب وویل: «ځیني وخت بیخي حیران شم او وایم، چې دا هېواد لا هم ندی نړېدلی!». دواړه لاسونه یې پر یو بل تکیه کړي وو او د امریکایانو حضور او روان جنګ ډېرې ناخوالې یې بیان کړې. بیا بله خبره وکړه او ویې ویل: «خو بیا چې فکر وکړم، وایم ځه! یو ملت دلته شته، که یو سم حکومت هم نه وي، نو دا وطن د خدای په فضل روان وي او ساتل کیږي».
د مقالې په وروستۍ برخه کې لیکوال وایي،که څه هم هغه لګیا وو د امریکا د اشغال پر وړاندې یې نیوکې کولې، خو دا یې هم وویل چې کمو او تون پرمختګ هم راغلی دی، لکه سړکونه، برېښنا او ښوونځي. خو د تراب اندېښنه ډېره وه. ویل یې چې دا غربي کلتور او دیموکراسي به زموږ ماغزه را وخوري، د ښکلي فرهنګ بیړه به را غرقه کړي. تراب همداسې خبرې کولې او ویې ویل: «ډیموکراسي، چې د دې ټولنې د رغولو لپاره کوم دارو جوړ کړي، په درد نه دوا کیږي».
درنښت
امان الله زړور
سلامونه،
ایکاش دا لیکنه همهاغه ۲۰۱۲ کي ترجمه (ژباړل سوی وای ) او د ارواښاد تراب ساب په ژوند خلکو او خپله دهء لوستې وای!
افغان /پښتون خدای زده چې په سل او زر کاله کې بل د ده غوندې سپیڅلی بلبل پیدا کړي!
طوبی لهم و حُسن مآب!