Homeخبرونهپاکستان وايي، د کورنیو چارو وزیر یې له حقاني سره د ټي...

پاکستان وايي، د کورنیو چارو وزیر یې له حقاني سره د ټي ټي پي په اړه خبرې کړي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) پاکستاني رسنۍ د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کابل کې د خپل هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې د ورځې کتنه مهمه بللې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ له خپل افغان سیاري سراج‌الدین حقاني سره په دې کتنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د پیاوړتیا، پر دیورند کرښه د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي او د د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو له لوري د متوجې ګواښ په ګډون، پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وکړ.

کله چې نقوي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته ورسېد، هلته یې د وزیر حقاني له لوري تود هرکلي وشو. دواړو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې. د دواړو لوریو تر منځ د نشه‌يي توکو د قاچاق، پر دیورند کرښه د تګ راتګ د غیر قانوني حرکتونو، او په پاکستان کې د د بې اسناده افغان وګړو د بېرته ستنولو پر موضوعاتو هم بحث وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو ایستل مایوسوونکی عمل دی

د پاکستاني رسنیو پر اساس، د دواړو هېوادونو استازو د سوله‌ ییز ګډ ژوند او متقابلې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. دواړه خواوې په خپل منځ کې د امنیت د ښه‌والي او د ترهګرۍ د ګواښونو د له‌ منځه وړلو لپاره د همغږۍ د زیاتېدو پر اړتیا سره سلا شوې.

وزیر نقوي وویل: “ترهګرې ډلې په سیمه کې ګډوډي او بې‌ثباتي را منځ ته کوي. پاکستان او افغانستان باید یو موټی شي څو دغه ګواښ ته ماتې ورکړي.”

نقوي له افغانستان سره د ورورولۍ او اوږدمهاله اړیکو ژمنه تکرار کړه او یادونه یې وکړه چې پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی. هغه زیاته کړه: “زموږ دروازې د افغان وګړو لپاره د قانوني تګ راتګ په برخه کې پرانیستې دي.”

پاکستان او افغانستان د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن شول

په دې ناسته کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر، د پاکستان لپاره د ځانګړي استازي محمد صادق، د کورنیو چارو فدرالي سکرتر خرم آغا، او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی و.

له دې وړاندې، وزیر نقوي کابل ته د خپل یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېد، چې هلته د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري او نورو لوړپوړو افغان چارواکو یې هرکلی وکړ.

د نقوي سفر څو ورځې وروسته تر هغه ترسره کېږي، چې د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و. ډار هم په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر حقاني سره د سیمې د امنیت او د سرحدي مدیریت په اړه مفصلې خبرې کړې وې.

دواړو خواوو د سیمې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو پر ارزښت او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پر نژدې همکارۍ ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...