پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد روسیې تاتاران خپل حقونه په افغانستان کې له مېشتو تاتارانو سره...

د روسیې تاتاران خپل حقونه په افغانستان کې له مېشتو تاتارانو سره پرتله کوي

د منځنۍ ولګا تاتاران افغانستان ته ګوري، چیرې چې د دوی ملت ته د “دولت‌جوړ‌وونکي قوم” حیثیت ورکړل شوی

لیکنه: پال ګوبل

(سرچینه: milliard.tatar)

ډېر تاتاران لا هم له دې امله په غوسه دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوازې روسان د روسیې فدراسیون “دولت‌جوړ‌وونکی قوم” ګڼلی دی. خو اوس دوی ته دا فرصت برابر شوی چې د کرملین پر دې پرېکړه په یوه غیرمنتظره ډول اعتراض څرګند کړي: د افغانستان له هغې غونډې ملاتړ وکړي چې تاتارانو ته داسي حیثیت ورکړل شوی، چې په روسیه کې یې نه لري.

د افغانستان د تاتارانو اتحادیه وایي چې ډېر ژر به د تاتاري ژبې او کلتور د ژغورنې په هدف یوه نړیواله علمي غونډه په افغانستان کې جوړه شي – هلته چې تاتارانو ته د “دولت جوړوونکي ملت” حیثیت ورکړل شوی دی.

ذبیح‌الله نادري تاتار وایي چې د افغانستان تاتاران پر دغه حیثیت ویاړي، او دا موضوع په خپلو پاسپورتونو او د زیږون په اسنادو کې هم ښکاره کوي. دی زیاتوي:

“زموږ ماشومان په ښوونځیو کې تاتاري ژبه لولي، او موږ د تاتار کلتور د ژغورنې لپاره سیالۍ جوړوو.”
همداراز، په افغانستان کې تاتاري سوداګر د یو بل ملاتړ کوي.

رستم خبیبولین، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د روسي سوداګرۍ مرکز مشري کوي، تأیید کړې چې دغه غونډه به ډېر ژر جوړه شي. نوموړی وایي چې اوس مهال د کابل او د تاتارستان د علومو اکاډمۍ ترمنځ رسمي اړیکې جوړې شوي او دا همکاري ورځ تر بلې پراخېږي.

د پوتین دا پرېکړه چې یوازې روسان د روسیې “دولت جوړوونکي قوم” دی، اوس ښایي معکوسه نتیجه ورکړي – او هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې کرملین ‌یې تمه نه درلوده. دا نه یوازې د منځنۍ ولګا تاتاران هڅوي چې دغه حیثیت ته لاسرسی وغواړي، بلکې هغوی به دې ته هم وهڅوي چې له یو اسلامي هېواد سره په ګډه کار وکړي تر څو دا هدف عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...