تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې له نن څخه به په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل شي.
دا کمپاین وروسته له هغه اجرا کېږي چې په وروستیو کې دوې نوي مثبتې پېښې ثبت شوې.
له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۰مه (جولای ۲۰مه) یې خپره کړې، دا کمپاین به د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه (جولای ۲۱مه) رسماً پیل شي.
دې ادارې له ټولو والدینو غوښتنه کړې چې خپل ماشومان واکسین کړي، څو له پولیو څخه خوندي پاتې شي. تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي او کوم ولایتونه به پکې شامل وي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، تازه په بادغیس او هلمند ولایتونو کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د واکسین دا کمپاین د پولیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو حیاتي ګام بلل شوی او د عامو خلکو همکاري به یې د بریا لپاره ډېره مهمه وي.