جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ وايي،. په متحده عربي اماراتو کې له بندو پاته افغانانو سره...

ټرمپ وايي،. په متحده عربي اماراتو کې له بندو پاته افغانانو سره مرسته کوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۰ مه) د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې له خپلې خاورې تر وتلو وروسته د متحده عربي اماراتو په توقیف کې کلونه تېر کړي دي.

ټرمپ، چې په ځلونو یې په امریکا کې د کډوالو پر منل کېدو انتقادونه کړی، د ولسمشرۍ د دورې له پیل سره سم د کډوالو د بیا میشتولو پروګرام ځنډولی و.

د ټرمپ حکومت په اپرېل میاشت کې، په متحدو ایالتونو کې د زرګونو افغانانو د موقتي خوندیتوب پروګرام لغوه کړ.

د ده دا پرېکړه ۱۱۷۰۰ افغانان له امریکا څخه د وتلو له خطر سره مخامخوي.

ټرمپ په “ټروت سوشیال” کې د توقیف شویو افغانانو په اړه لیکلي:
“زه به هڅه وکړم چې دوی وژغورم، له همدا اوس نه مې پیل کړی.”

متحده عربي اماراتو، چې د امریکا نژدې امنیتي شریک هېواد دی، په ۲۰۲۱ کې موافقه وکړه چې څو زره هغو افغانانو ته د لنډې مودې لپاره ځای ورکوي چې د طالبانو له‌ خوا د امریکا د پلوي حکومت د پرزېدو پر مهال له کابل څخه ایستل شوي وو.

کانادا په ۲۰۲۲ کې ومنله چې د امریکا په غوښتنه به نژدې ۱۰۰۰ افغانان، چې لا هم په اماراتو کې بند پاتې دي، بیا میشت کړي. لا هم دا روښانه نه ده چې څومره کسان هلته پاتې دي.

د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې له هغه وروسته چې د امریکا پوځیان له کابل څخه په بیړه ووتل، نژدې ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته انتقال کړي دي.

په دې کډوالو کې د افغان ـ امریکایي سرتېرو د کورنیو غړي، هغه ماشومان چې له والدینو سره د یو ځای کېدو اجازه لري، له مخکې څخه منل شویو افغانانو خپلوان، او لسګونه زره هغه کسان شامل دي چې د امریکا له حکومت سره یې په شل کلنه جګړه کې همکاري کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...