تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۹مه』د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وایي، چې د شاوخوا ۸۷ زره راستنو شوو کډوالو کورنیو ته یې د ځمکو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده.
د یاد وزارت سرپرست نن (یک شنبه) په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د تېر ۱۴۴۶ سپوږمییز کال د حساب ورکولو پر مهال ویلي چې، دغه ځمکه یې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې کړې، چې عملا یې د وېش لړۍ روانه ده.
حقاني دغه راز زیاته کړې چې په ۲۵ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته ۳۵ ښارګوټي پلان کړي، چې د ۲۱ ښارګوټو تفصیلي پلان ترتیب او د ۱۳ نورو پر ترتیبولو کار روان دی.
د طالبانو دغه وزارت داسې مهال کډوالو ته د ځمکو د ورکړې د لړۍ پیل خبر ورکوي، چې تازه هره ورځ په لسګونه زره کډوال له ایران او پاکستانه په جبري ډول را شړل کېږي.
تازه ایراني چارواکو د هغه مهالوېش موده وغځوله چې له مخې یې باید بې سنده افغان کډوال له دغه هېواده ووځي.
دوی خبرداری ورکړی، که څوک د سپتمبر تر شپږمې (د سنبلې ۱۵مه) وروسته پاتې شي، باید د پاتې کېدو جریمه ورکړي.
دا خبره ایراني رسنیو اعلان کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خراسان رضوي د څانګې مشر، احمد معصوميفر، ویلي هغه افغان اتباع چې قانوني اسناد نه لري، باید تر یادې نېټې مخکې په خپله خوښه له ایرانه ووځي.