Homeخبرونهسبا دوشنبه افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

سبا دوشنبه افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

تاند『یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۹مه』سبا د هېواد په ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې ويلي، چې دغه کمپاین به سبا د دوشنبې په ورځ پیل شي.

د سرچینې په وینا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي دې پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

دا کمپاین داسې مهال پیلېږی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ هم چټکه شوې او د ګوزڼ د لا پراخېدو وېره شته.

د پولیو بېړني مرکز په وار-وار له پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق کړي.

په ورته مهال د طالبانو د عامي روغتیا وزارت مسؤلانو هم د دې ملي کمپاین د پیل پخلی کړی دی.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل رسنیو ته ویلي چې، د دغه څلور ورځني کمپاین پر مهال به په ۱۹ ولایتونو کې ۷،۳ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین تطبیق شي.

امرخېل زیاته کړې چې دغه کمپاین به په مرکزي، سوېل، ختیځ، لوېدیځ او شمال ختیځ زونونو کې د نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ تطبیق شي.

دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیل راهیسې د ټول هیواد په کچه په بادغیس ولایت کې د پولیو ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...