دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د جهاني په مثنوي کې د مولوي روایت | څېړندویه فضیله احمدي

د جهاني په مثنوي کې د مولوي روایت | څېړندویه فضیله احمدي

( عرب په صحرا کې)

لنډیز:

د جهاني مثنوي د ادب د ژوند لپاره یوه غوره اخلاقي بېلګه ده چې په کې د پند او عبرت داستانونه د مثنوي په فورم نظم شوي دي. په دغه مثنوي کې له مختلفو مآخذونو، لکه: کلیله او دمنه، د سعدي کیسو ، د مولوي مثنوي ….. څخه ګټه اخیستل شوې خو ژبه او شاعري د ښاغلي جهاني دي، ما په دغه مقاله کې د جهاني په یوه کیسه ییز نظم / عرب په صحرا کې/ بحث کړی. دا کیسه یا روایت د مولوي له مثنوي څخه اخیستل شوې ده چې لوستونکو ته یو لوړ پیغام افاده کوي دا چې کله مو له چا نه مشوره اخیستله پر دې باندې ځان پوی کړی چې له چا نه مشوره اخلئ ؟ د هغه کس مشوره ومنئ چې حقیقي پوهه ولري، خپله یې په خپل ژوند کې د خپل عقل له برکته کامیاب وي او ژوند یې جوړ وي. د هغه چا مشوره مه منئ؛ کوم چې تش په الفاظو عالم وي خپله لاره یې ورکه وي او نورو ته لاره وښيي.

پوښتنې :

۱ـ  آیا دجهاني مثنوي په بشپړه توګه  د مولوي له مثنوي څخه رانقل شوی اثر دی؟

۲ـ د محتوا له نظره د جهاني او مولوي مثنوي توپیر څه دی؟

۳ـ د عرب په صحرا کې داستان پیغام څه دی؟

موخه او مبرمیت:

د جهاني مثنوي یوه بشپړ مستقل پښتو اثر دی، چې د بېلابېلو کتابونو په رڼا او دلیکوال د تخلیق په وسیله لیکل شوی او ټولنې ته لوړ اخلاقي پیغامونه لري او په دې توګه د ادب د ژوند لپاره یوه غوره بېلګه ده چې هم زموږ ادبي پانګه ورباندې درنیږي او هم د خلکو او عامه اذهانو په رغولو کې لویه ونډه لري نو په کار وه چې د دغه ډول اثر معرفي او یا ورباندې بحث ته تم شو ما هم د همدې مبرمیت له مخې  د دې اثر د یو داستان په اړه چې / د عرب په صحرا کې / تر سرلیک لاندې نظم شوی دی را اخیستی او ورباندې مې بحث او د مولوي له مثنوي سره مې مقایسه کړې.

مېتود:

په دې مقاله کې له مقایسوي او تشریحي مېتودونو څخه کار اخیستل شوی دی.

مقدمه:

ادب د تجربو د شریکولو غوره لاره ده  چې پېښې تجربه کوي، دا ښکاره کوي چې څه سم او څه غلط دی او موږ باید څنګه ژوند وکړو یعنې په حقیقت کې ادب موږ ته د ژوند کولو لارې چارې راښيې، د دغو لارو چارو د ښودلو لپاره د تاریخ په اوږدو کې د کیسې یا داستان محتوايي فورم ډېر بریالی ثابت شوی ځکه چې په کیسه یا داستان کې پېښې انځوریږي او له واقعي مثالونو، کرکترونو او صحنو په واسطه شرحه کیږي، د داسې څه لوستل چې هم هنریت ولري او هم د باور وړ وي، لوستونکو ته اخلاقي درس ورکوي او ښو کارونو ته یې هڅوي، ادب خلکو ته اجازه ورکوي چې د بل لید څخه د ژوند په اړه زده کړه وکړي د جهاني د پند او عبرت نه ډکه روايي مثنوي د دغسې ادبي شهکارونو یوه غوره بېلګه ده. کله چې موږ د جهاني د مثنوي نوم اورو نو دا پوښتنې راسره پیدا کیږي چې دا د مولوي له مثنوي څخه اخیستل شوی دی، او ایا دا د مولوي د مثنوي یو بل روایت دی که څنګه دا او دې ته ورته پوښتنې په دغه مقاله کې څېړل شوې او ځواب یې وړاندې شوی دی.

     کله چې د جهاني د مثنوي نوم اورو فکر کوو چې دا د مولوي  د مثنوي ترجمه ده، خو کله چې کتاب ګورو پوهېږو چې دا مثنوي د مولوي له مثنوي څخه د محتوا او پیغام له نظره متفاوته او یوه بشپړه پښتو مثنوي ده.  په دې اړه محمد داوود مومند هم لیکي: څه مهال چې په شعر کې د مثنوي نوم واخیستل شي، سمدلاسه جلال الدین محمد بلخي او د هغه مثنوي اثر ذهن ته مو تداعي کوي چې د خپلې زمانې داسې یو ادبي عارفانه شاهکار بلل کېږي چې د تصوف او عرفان په برخه کې تر اوسه پورې ساری نه لري. څرنګه چې مثنوي نږدې اته سوه کاله دمخه لیکل شوې ده دا د هماغې زمانې او دورې د اسلامي پوهې ، معرفت، عرفان او  اخلاقیاتو یوه روښانه هنداره ده. نن اته سوه کاله وروسته د جهاني مثنوي زموږ د پښتنو په ملتي پښتو ژبه کې کښل کیږي ولې لوی او اساسي تفاوت په دې کې دی چې جهاني د دې عصر او زمان پورې تعلق لري او لکه داکتر اقبال د شرق او غرب د تهذیب، ثقافت او د ټولنیز ژوند د فلسفې او تمدن سره ژوره آشنايي لري. زه باور لرم چې د جهاني په مثنوي کې به هغه مفاهیم نغښتې وي چې د مقتدمینو په آثارو او اشعارو کې نه میندل کېږي. د دې عصر نسل، د نن ورځې د ټولنیز ژوند ټولو اړخونو او پدیدو ته د شعر او هنر په شمول، د علم ، معرفت او هنر د نوي ایجاباتو، اقتضآتو او معیارونو په سترګه ګوري نه د سوونو کلونو، پخواني ارزښتونو پر بنسټ. ( ۴)

د جهاني مثنوي لس زره بیتونه او یو سل و اته نوي کیسې لري چې تقریبا په څلوروسو پاڼو کې تنظیم او چاپ شوې ده. په پښتو ژبه کې دغه بې ساری کتاب د عقلانیت، پند او عبرت په موخه د انساني ټولنې د تجربو، خیالاتو او تصوراتو یوه خورا بډایه ټولګه ده، د نړیوالو فولکلوري کیسو د غورچاڼ تر څنګ یې یو شمېر پېښې د ښاغلي جهاني خپلې فکري پنځوني دي چې په مثنوي فورم کې په روانه او آهنګینه او آسانه بڼه وړاندې شوي دي. د هر کیسه ییز نظم څخه د پند په موخه پایله را اخیستل شوې او د وخت او چاپیریال سره تړل شوې ده.

 (۳)

کیسه یيز نظمونه او هغه هم د یوه لوی او مستقل مثنوي په شکل په پښتو ادب کې بې سابقې کار دی د جهاني مثنوي په نوم د فولکلوري داستانونو مجموعه د لیکوال په وینا د ډېرو کلونو په اوږدو ترتیب شوې ده، دا د پند او عبرت څخه ډک داستانونه د افغانستان د څه د باندې څلوېښتو کالو په اوږدو کې د مختلفو شرایطو او پېښو ولسي ترجماني ده. لوستونکي د دې کیسو سره زیاته علاقه لري، ښايي یو علت به یې دا وي چې دا کیسې په ډېره ساده ژبه لیکل شوي دي او د اوریدونکو د پارولو او خندولو توان لري او بل علت به یې دا وي چې د لوستونکو د غوښتني او ارزو سره سم د بېلا بېلو وختونو شرایطو ته انعکاس ورکوي.

په دې کتاب کې ډېرې زیاتې کیسې زموږ د ولس په منځ کې موجودې دي ښه مثالونه یې ( ګوندې په جنت کې) ( د پیریانو حمام) او داسې نور داستانونه دي. دغه راز د کلیله او دمنه له کتاب څخه به هم استفاده شوې وي. د مولوي له مثنوي او د سعدي له کیسو څخه به هم ګټه اخیستله سوې وي د Aesop, Grim and Anderson

څخه هم کار اخیستل شوی او ځینې کیسې د لیکوال خپلې دي. ( ۲: ۳۳ـ ۳۴ مخونه)

څرنګه چې ښاغلی جهاني د کتاب په مقدمه کې ویلي چې د مولوي له مثنوي څخه یې هم ګټه پورته کړې

ما پوره کتاب وکوت یوازې یو داستان دی چې د مولوي له مثنوي څخه اخیستل شوی دی او جهاني ورته د عرب په صحرا کې عنوان غوره کړی حال دا چې دا عنوان په اصلي متن کې ډېر اوږد دی.

د دغه  داستان په اړه داسې ویل شوی چې په خپله مولانا دا کیسه د عیون الخبار له کتاب نه نکل کړې او په خپله ورباندې تصرف کړې یعنې په خپل سبک کې یې لیکلې د دغه داستان لنډیز په دې ډول دی:

یو صحرا نشین عرب خپل اوښ سره صحرا ته تلل د هغه پر اوښ باندې د غنمو جوال و او دغه سړي د دې په خاطر چې د اوښ توازن وساتي د جوال په بل طرف کې یې ریګ بار کړی و د لارې په اوږدو کې یو ظاهري حکیم سره مخ شو چې هغه ورته وویل زما نصیحت واوره په ریګو باندې څه کوې دا غنم په دوو برخو وویشه چې هم دې د بار توازن سم شي او هم پر اوښ باندې بار سپک شي او په ښه توګه ځان مقصد ته ورسوې د دې خبرې په اورېدو عرب حیران شو چې داسې هوښیار سړی څنګه پر دې لاره پیاده روان دی  نو له سړي نه پوښتنې شروع کړې چې کسب دې څه دی، څومره مال او جایداد لرې؟ مسلک دې څه دی دومره هوښیاري سره حتما وزیر یا سلاکار یې که دغه دواړه نه یې نو حتما کیمیاګر یې چې له عادي فلزو نه زر جوړوې؟

سړي د دغو پوښتنو په ځواب کې نه وویل او په خپله یې اقرار وکړ چې د خپل عقل او پوهې له درکه غمګین او په تکلیف یم هېڅ هم نه لرم فقط د خلکو په تمه یم چې څه شی راکوي؟  پوره داستان د همدې ټکي پر محور ګرځي دا په دې معنا چې ظاهري او باطني پوهې یو بل سره توپیر لري، ظاهري پوهه د مولانا په نظر هغه پوهه ده چې ځینې خلک یې په یو ځای کې اوري او په بل ځای کې یې وايي دې ته موږ علم نشو ویلی بلکې سطحي او ظاهري مطالب دي. د مولانا په نظر ظاهري پوهه د محفوظاتو او ملحوظاتو پوهه ده؛ محفوظات یعنې هغه شیان چې دوی حفظ کړي او ملحوظات هغې کلمې دي چې دوی یې زده کړي او خپل عمر یې ورباندې بنا کړې دوی فقط لفظ او تلفظ یې زده کړي ولې په معنا یې نه پوهیږي او په پر له پسې توګه  دغې کلمې کاروي په دې توګه ورباندې فضل فروشي کوي. ښاغلي جهاني دا کیسه ییز نظم په ډېره ښه توګه پښتو ته اړولې چې موږ په کې افغاني انځورونه، پښتني کلتور او چاپیریال کتلی شو دا په دې معنا چې جهاني پر دغه نظم باندې پوره شاعرانه تصرف کړی او ورباندې حاکم دی. مولانا دا داستان په ۳۴ بېتونو کې نظم کړې او جهاني په ۳۲ بیتونو کې چې د پیل بیتونه یې په لاندې ډول دي:

   یک عـــــــرابی بار کرده اشتــــري        یک جوال زفت از دانــــــــــه پري

   یو عرب و په صحرا کې را روان و     سره غرمه وه لار اوږده بټي بیایان و( ۱: ۳۵۰ مخ)

د دغه کیسه ییز نظم د پیل له بیتونو څخه ښکاري چې  دا نظم صرف د لفظونو او کلمو ترجماني نه ده بلکې دغه داستان ته نوې روح پو کول ده، چې پوره محتوا ځان پورې نغاړي د عرابي پر ځای د عرب کلمه داسې کارول چې ورپسې جوخت د صحرا کلمه راشي او په بشپړه توګه د اعرابي( صحرا نشین) محتوا افاده کړي دا د شاعر مهارت ښيي او همداسې په دویمه نیم بیتۍ کې د حسي انځورونو وړاندې کول دغه داستان ته بېل خوند ورکړی.

د ډېر وضاحت لپاره د دغه داستان او نظمونو پاتې بیتونه ته ځير کېږو:

یک عـــــــرابی بار کرده اشتـــــــري

وان جوال دیگـــــرش را ریـــــگ پــر

او نشســــــته بر ســـر هر دو جــوال

از وطن پرســـید و آوردش به گفــــت

بعد ازآن گفتش که این هر دو جوال

گفت اندر یک جــــوالم گندم اسـت

گفـــت تو چون بار کردي این رمال؟

گفـــــت نیم گـــــــندم آن تنــــگ را

تا سبــــک گردد جوال و هم شــــتر

این چنین فکر دقیق و راي خــــوب

رحمـــــش آمد بر حکیـــم و عزم کرد

باز گفتش اي حکیم خوش ســـخن

اینچنین عقل و کفایت که تو راسـت

گفت این هـــــر دو نیم از عامـــه ام

گفت اشتر چند داري ؟چنــــــد گاو

گفت رختت چیســـت؟ باري در دکان؟

گفــــت پس از نقد پرسم، نقد چنــد؟

کیمیـــــاي مـــس عالــــم با تو است

گفت و الله نیســــت یا وجه العــــرب

پا برهنـــــه تن برهنــــــه میــــــــدوم

مر مرا زین حکمـــت و فضـل و هنـــر

پس عرب گفتـــــش که شو دور از برم

دور بر آن حکمــــت شومـــــت ز من

یا تو آن سو رو، من این ســــــو میدوم

یک جوالم گنــــــــــدم و دیگر ز ریگ

احمقی ام بس مبــــارك احمقیــــست

گر تو خواهی کت شقـــاوت کــم شود

حکمتی کز طبـــــــع زاید وز خیـــال

حکمـــت دنیا فـــــــــزاید ظن و شک

زوبعــــــــــان زیـــــــــــرك آخر زمــان

حیــــــله آموزان جگــــرها ســـــوخته

صبر و ایثار و سخاي نفــــــس و جود

فکر آن باشد که بگشــــــــــــاید رهی

شاه آن باشـــــــد که از خود شه بود

تا بماند شــــــــــــــــاهی او سرمدي

  یک جوال زفت از دانه پــــــــــــري

هر دو را او بـــــــــــــار کرده بــــــر

شتر یک حدیث انداز کرد او را سؤال

واندر آن پرسش بسی درها بســـفت

چیست آکنده؟ بگو مصــــدوق حال

در دگر ریگــــی، نه قوت مردم است

گفت تا تنهـــــــــا نماند آن جــــوال

در دگــــــر ریز از پی فرهـــــــنگ را

گفت شاباش اي حکیم اهل و حــــر

تو چنین عریان پیـــــــاده در لغوب

کش بر اشتر بر نشـــــــاند نیک مرد

شمه اي از حال خود هم شرح کن

تو وزیري یا شهی، بر گوي راســـت

بنگر اندر حال و اندر جامـــــه ام

گفت نه این و نه آن، ما را مـــکاو

گفت ما را کو دکان و کو مــــکان

که توئی تنها رو و محبــــــوب پند

عقل و دانش را گـهر تو بر تو است

در همه ملکم وجوه قــــــوت شب

هر کـــــــــه نانی میدهد آنجا روم

نیست حاصل جز خیال و درد سر

تا نبارد شــــــومی تو بر ســــرم

ونطق تو ش م است بر اهل زمــن

ور ترا ره پیـــــش، من واپس شوم

به بود زین حیله هاي مرده ریگ

که دلم با برگ و جانم متقی است

جهد کن تا از تو این حکمت رود

حکمتی بی فیض نور ذو الجـلال

حکمت دینی برد فوق فلــــــــک

بر فزوده خویش بر پیشیـــــنیان

فعل ها و مکـــــــــــــرها آموخته

زبا ،داده کان بود اکسیــــر سود

راه آن باشد که پیش آید شهــی

نه به مخزنها و لشــکر شه شود

همچو عز ملــــک دین احمدي( ۱ـ ۳۵۰ـ۳۵۲ مخونه)

      دوه جواله یې پر اوښ وه رابار کړي        پر دې لاره به یې ســـــل ځلي وه وړي

    لا پخپله هم د بار په منځ کې سپور و       ښکارېدې چې بار یې دروند و پر اوښ زور و

     بل ملګری هم په لار کې ورپیدا سو        په خبــــــــــرو په کیســــــــو ورته ګویا سو

     په یوه ترڅ کې یې ترې وکړله پوښتنه      چې پر اوښ دې څه بار کړي دي څښتنه

    عـــرب وویل غنـــــــــــم کلي ته وړمه      او دا بل جــــــــوال د ریګو چـــــــــلومه

  نو د دواړو خـــــــــواوو تول به برابر وي      هسې نه چې یې یوې خوا ته لنــــــګر وي

  سړي وویل زما ومنه که ښـــــــــه کړې      بار به سپـــک سي او هوسا سفر به وکړې

    ځان بېغمه کړه د ریګ له زحمــــتونو     غنم وویشـــــــه پر دواړو جوالــــــــــــونو

   پرخپل اوښ به دې بار سپک سي ښه به ځغلي    بې له ځنډه به دې یوسي تر خپــــل کلي

    د عرب خبــــــــــــــره زړه ته سوله تېره       د ملګري سلا خوښــــــــــــــــــه سوه ډېره

    خو حیران سو چې سړی دومره هوښیار دی    نو پیاده څنـــــــــــګه روان پر دغه لار دی

ډېر یې زړه سو چې له ځان سره یې سپور کړي     او به کلي کې مېلمه یې پر خپل کور کړي

   له سړي څخه یې پیل کړلې پوښـــتنې         د کســــــبونو جایدادونو ګــــــــــرویږنې

   چې ته څوک یې ته پر کوم لوری روان یې      چې ملګری د ســــــــــــفر مې بیابان ی

     ته چې دومره هوښیار یې نو به وزیر یې       ســــــلاکار به د پاچا او امیــــــــــــر یې

    ســـــــړي وویل کالــــــــــیو ته مې ګوره       نه وزیر نه ســــــلاکار یمه زمـــــــــا وروره

      څو اوښان لرې څو غواوې څو پســــونه       څو دوکانه څو رختونه څو مـــــــــــــالونه

        سړي وویل نه غواوې نه اوښان ســـته      نه درک مې د مالونه نه دوکان ســـــــته

       څه پیســــې لرې څه زر څه مرغــــلري        که نه څنګه دې زده کړې دا خــــــــبرې

      او که نه وي نو حتــــــــما به کیمیاګر یې       زر له مسو څخه باســـــــــې جادوګر یې

      سړي وویل قسم دی چې مســـــــــکین یم      دا خپل عقل مې دښمن دی تل غمګین یم

      نه مې علم نه هــــــــــنر په درد لګیــــږي        نه د عقـــــــــل پوهې ګټــــــــه رارسیږي

سر مې لوڅ دی پښې مې لوڅې په تن خوار یم     چې هر څوک مې کړي مېلمه ورته تیار یم

  عرب وویــــل له مخه مې ســــــــــــــه لیرې        چې خبـــــرې دې ترخې لګــــــیږي ډېرې

هسې نه چې شــــــــوم اثر دې پر ما پریوزي       ستا شامت به مې به پاکو وینو کښـــېوزي

   بلا توره دې پســــې ســــــــــتا په هنر سي        عزراییل دې ستا پر عقل برابر ســــــــــي

   بخت دې تور عقل کوټه دی خدای لیدلی       په دښتونو کې چې ګرځـــــــې وږی پلی

    ته چې هرې خوا ته ځې ځه پر هغه ځه        زما پر لاره برابر راســـــــــــــــــره مه ځـــــه

  په یو جوال کې ریګ بل کې غنــــــــم وي      هغه ښه دی نه چې ستا پر عقل ســــم دی

ستا تر پوهې مې خپل نیم عقل په کار دی       نس مې موړ دی تن مې پټ دی اوښ مې بار دی

څه په کار دي حکمتونه او عقلونه

چې نه زر لرې نه مال وي نه آسونه( ۲: ۳۰۲ـ ۳۰۳مخونه)

څرنګه چې ګورو جهاني صاحب دا نظم  داسې لیکلي لکه د ده خپل چې وي، د دغه نظم په واسطه یې دا داستان ته هم پښتني هویت او چاپيریال ورکړی، په دې توګه موږ پوهېږو چې جهاني یوازې د مولانا روایت اخیستی او په خپلو الفاظو یې بیان کړی یعنې د هغه د نظم ترجماني یې نه ده کړی، جهاني یوازې ځینې بیتونه د مولوي له مثنوي نه اخیستي خو په هغه کې هم تصرفات لرلي ، لکه:

مولوي:

بعد ازآن گفتش که این هر دو جوال          چیست آکنده؟ بگو مصدوق حال

گفت اندر یک جــــوالم گندم اســـت        در دگر ریگی، نه قوت مردم است

جهاني:

په یوه ترڅ کې یې ترې وکړله پوښتنه       چې پر اوښ دې څه بار کړي دي څښتنه

  عـرب وویل غنـــــــم کلــــــي ته وړمه          او دا بل جـــــوال د ریګــــــو چــــــــلومه

ګورو چې جهاني په ډېره ماهرانه توګه پر دغو بیتونو تصرف کړی او په خپلو الفاظو یې بیان کړی د مولوي لومړي بیت ته که ځير شو هلته د دوو جوالونو یادونه شوې مګر جهاني په ډېره ښه توګه د / بار/ مترادف ورته کارولی او په دوهم بیت کې مولانا یوازې ویلي چې جوال کې مې غنم دی خو جهاني په داسې انداز یې بیان کړی چې هم یې د سړي ځواب ویلی او هم یې وضاحت ورکړی چې دا غنم کلي ته وړم او په دوهمه نیم بیتۍ کې ریګ ته د چلولو فعل کارول د شاعر خاص مهارت ښيي چې په لنډه توګه معنا په کې ځای پر ځای شوې یعنې ریګ مې په کار نه دی خو دا هسې چلوم چې د بار توازن پرې وساتم.

مولوي:

اینچنین عقل و کفایت که تو راست    تو وزیري یا شهی، بر گوي راست

گفت این هـــــر دو نیم از عامـــه ام     بنگر اندر حال و اندر جامه ام

جهاني:

ته چې دومره هوښیار یې نو به وزیر یې       سلاکار به د پاچا او امیر یې

سړي وویل کالیو ته مې ګوره              نه وزیر نه سلاکار یمه زما وروره

د منطق له نظره  د ښه عقل او لیاقت څښتن حتما یو ښه مقام هم لري که هېڅ هم و نه لري حد اقل په خپل ژوند کې آرامه وي خو په دغه داستان کې کیسه برعکسه ده ځکه مولوي د اعرابي له خولې نه لیکي چې د ظاهري فیلسوف نه پوښتنه کوي چې ته وزیر یې یا پادشاه او هغه پر ځواب یې وايي چې دغه دواړه نه یم کله چې جهاني دا روایت نقلوي د پادشاه پرځای د سلاکار کلمه کاروي چې دا د جهاني د وخت روان سیاسي حالت ته اشاره لري چې د سلاکار صلاحیت تر پادشاه لوړ او یا د پادشاه په اندازه و.

مولوي:

   مر مرا زین حکمت و فضـل و هنر      نیست حاصل جز خیال و درد سر

جهاني:

سړي وویل قسم دی چې مسکین یم      دا خپل عقل مې دښمن دی تل غمګین یم

دلته هم جهاني د ظاهري حکمت، فضل او هنر پرځای د عقل دښمني یادوي او همداسې خیال او درد سر هم غمګیني ګڼي.

مولوي:

پا برهنـــــه تن برهنــــــه میــــــدوم          هر که نانی میدهد آنجا روم

جهاني:

سر مې لوڅ دی پښې مې لوڅې په تن خوار یم       چې هر څوک مې کړي مېلمه ورته تیار یم

د جهاني دغه بیت که وګورو هېڅ نه پوهېږو چې داستان له فارسي یا عربي ژبو نه اخیستل شوی ځکه چې دغه بیت په پښتني انداز بیان شوی د تن برهنه پر ځای / خوار تن/ یاد شوی ځکه که پښتانه یا په مجموع کې افعانان هر څومره خوار او غریب شي تن یې لوڅ نه وي او همداسې که چا ته ډوډۍ ورکوي هغه ته د مېلمه حیثیت ورکوي یعنې هم ډوډۍ ورکوي او هم عزت.

مولوي:

یک جوالم گنـــــدم و دیگر ز ریگ       به بود زین حیله هاي مرده ریگ

جهاني:

    په یو جوال کې ریګ بل کې غنم وي      هغه ښه دی نه چې ستا پر عقل سم دی

همداسې په دې بیت کې هم د حیله پر ځای د عقل کنايي کارونه هم د جهاني تصرف موږ ته راښيي.

جهاني د هر داستان په پای کې یو پایله هم لیکي د دغه داستان په پای کې یې هم یو پیغام لري چې به لاندې ډول دی:

څه په کار دي حکمتونه او عقلونه

چې نه زر لرې نه مال وي نه آسونه

د چا چې خپل ژوند جوړ نه وي او یا په خپله خپلو چارو کې کامیاب نه وي، نو د هغه انسان پوهه او مشوره د نورو ژوند نشي ژغورلای؛ نو تل په خپل ژوند کې له کامیابو انسانانو سره مشوره وکړئ.

پایله:

د جهاني مثنوي که څه هم په پښتو کې د لنډو کیسو یا کیسه ییز نظمونو یوه لویه مثنوي ده او د مولوي مثنوي تر اغېزې لاندې لیکل شوې مګر ټول روایتونه یې د مثنوي نه دي، بلکې په پوره کتاب کې د مثنوي یو داستان اخیستل شوی چې /عرب په صحرا کې / تر عنوان لاندې نظم شوی دی، دغه نظم ته که ځیر شو نو دې پایلې ته رسېږو چې جهاني برحقه وه چې د کتاب په مقدمه کې یې لیکلي : « تاسې ته د نکلونو له متنونو څخه ښکاري چې ما یوازې فولکلوري کیسې کټ مټ رااخیستې او منظومې کړي مې نه دي، بلکې هم مې په متن خپلې اضافې ورباندې کړي او هم مې د کیسو په پای کې زیاتره خپل قضاوتونه او نتیجې ورباندې بنا کړي دي». په دې توګه موږ ویلای شو چې د جهاني مثنوي د ادب د ژوند لپاره غوره بېلګه او د ارزښت وړ ده .

جهاني که په دې کتاب کې له هرې منبع نه استفاده کړې کیسه یې ټکی په ټکي نه ده اخیستې، بلکې په منځ کې یې الفاظ، کلمات، ترسیمونه ، محاورې او په کلي توګه شاعري د ده خپل ده.

ماخذونه:

۱ـ البلخي ثم الرومي، جلال الدین مولوي محمد بن محمد بن الحسین. مثنوي معنوي، به سعی و اهتمام رینولدالین نیکلسون، انتشارات امیر کبیر، ایران: تهران، ۱۳۸۳ هـ.ش.

۲ـ جهاني، عبدالباري. د جهاني مثنوي. ثبات څېړنیز بنسټ، ۱۴۰۱ لمریز.

۳ـ حکیمي، محمد هارون. د جهاني مثنوي له چاپه ووت، www.taand.com ، ۳۰ اګست ۲۰۲۲.

۴- مومند، محمد داود. د بلخي مثنوي نه د جهاني تر مثنوي پورې، http://www.arianafghanistan.com، 2022/08/30

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب