چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه یوه میاشت کې ۱۶۸ زره جریبه مځکه له غصبه خلاصه شوه

په یوه میاشت کې ۱۶۸ زره جریبه مځکه له غصبه خلاصه شوه

تاند (سې شنبې د حوت ۸ مه) د عدلیې وزارت وايي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې کابو ۱۶۸ زره او ۲۶۰جریبه دولتي ځمکه له تثبیت څخه وروسته، له غاصبانو څخه اخیستې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړهې ده.

د عدلیې وزارت د عامه اړیکو او نشریاتو ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو تر ۷۸۵ زره او ۸۱۰ جریبه زیاته دولي ځمکه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۷۸۰ زره او ۴۰۸ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر غور او څېړنې لاندې ده.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په ننګرهار، سرپل او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري چې څه دپاسه ۱۶۶ زره جریبه ځمکه په کې شامله ده.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا درې نیم میلیون جریبه مځکه غصب شوه چې لا هم ډېره لویه برخه یې د غاصبانو په لاس کې ده. طالبانو په وروستیو نژدې درو کلونو کې یو شمېر غصب شوې مځکې له غاصبانو بېرته استراد کړي او وايي چې په دې لړ کې هلوځلو ته دوام ورکوي. 

په ډېرو ځایونو کې غاصبانو پر غصب کړیو مځکو کورونه جوړ کړي او بیا یې پلورلي او یا غصب ملکیتونه څو واري لاس په لاس شوي چې نور یې استرداد ممکن نه ښکاري.

د وټس اپ په چاینل کې راسره ملګري شئ. دا ځای کلیک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب