دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ژوند شاعر | ګل رحمن رحماني

د ژوند شاعر | ګل رحمن رحماني

دنیا کڼه ده د وېشتلي زړه فریاد نه اوري

عبث له درده اړومه هرې خواته شپېلۍ

                 پسرلی

د غوره شاعرانو په اړه دا خبره تجربه شوې او مشهوره ده چې له فزیکي مړینې وروسته یو ځل بیا د خپلو خلکو او مینه والو په منځ کې له سره ژوند پیلوي او شاعري یې هغه ته دویم ځلي ژوند ور په برخه کوي چې دا ویاړ د ډېرو کمو شاعرانو په برخه کېږي. ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی یو له همداسې شاعرانو دی چې له مړینې وروسته د خاصو او عامو په منځ کې د ښایست د یوه داسې دنګ منار په څېر ولاړ دی چې له ډېرو لرو فاصلو هم روښانه لیدل کېږي او لیدونکي یې د ښایست په ستاینو نه مړېږي.

       د استاد پسرلي شاعري ته د تلپاتې شاعرۍ نوم ورکړل شوی او دا تلپاتې والی یې خپل خاص دلایل لري، تلپاتې شاعري اصطلاح د داسې شعر لپاره کارېږي چې د لوستونکو او مخاطبانو په منځ کې ژوندۍ پاتې شي، حتی محبوبیت او پوهاوی یې د وخت په تېرېدو سره تر پخوا لا زیاتېږي او عامېږي.

      دا چې د استاد پسرلي شاعري ولې تلپاتې او د ژوند شاعري ده، دلته به یې ځینو لاملونو او ځانګړنو ته اشاره وکړو:

شاعرانه مزاج او شخصیت:

له استاد سره چې څوک بلد وي، نو د هغه له کړو وړو، ناستې پاستې او ژوند څخه به ورته څرګنده شي چې هغه په شخصي ژوند کې یو متفاوت شخصیت و، د هغه جامې، ناسته، کړه وړه، انډیوالي او خبري هم د یوه شاعر او هنرمن انسان وو، د خپلې شاعرۍ په څېر سپېڅلی، نرم مزاجه، مهربانه، مفکر او دومره مهربانه و چې ماشومانو هم ورسره مینه لرله.

زه داسې شاعران پېژنم چې خپل شعر ته هېڅ ورته نه وي، هغه څه چې شعر کې وايي، د دوی په ژوند کې یې نه شو حس کولی، شعر یې په یوه او دی په بله روان وي، خو استاد پسرلی په عام ژوند کې هم شاعرانه، مهذب او هنري ژوند درلود. د کورنۍ غړو ته یې د پرانېستي فکر، هڅو او حاصل لرونکي ژوند چاپېریال مساعد کړو، د یوه پلار پر ځای د یوه خواخوږي، سلاکار او ملګري په څېر ورسره پاتې و.

هندي سبک:

هندي سبک د غزل ژانر لپاره ډېره مناسبه ځمکه لري، د شاعرۍ د ځوانو او د پاخه عمر لرونکو لپاره غزل د ذوق او تخیل یوه ستره تکیه ګاه ده، د کاظم خان شیدا، حمید بابا او ددې سبک د نورو پیروانو غزلیزه شاعري د خپلو باریک بینیو او تغزلي ښکلا په سبب تر ننه د خلکو په منځ کې ژوندی دی او د پښتو معاصر غزل زیاتې بېلګې داسې شته چې یو یا دوه بیتونه یې د هندي سبک رنګ لري. استاد پسرلی هم په معاصر پښتو غزل کې د هندي سبک استاد شاعر و چې ده ورته خپلې خبرې درلودې او خپل بډای تخیل او ژور فکر یې په کې پاللی دی، خو د هندي سبک کلاسیکې ځانګړنې یې هم نه دي هېرې کړې.

مدعا المثل:

مدعا المثل داسې یو ادبي صنعت دی چې شاعر د لوستونکي یا د شعر د مخاطب په ذهن کې د یوې خبرې د یقیني کولو او تداعي کولو لپاره خپله عملي مشاعده او حسي تصویر وړاندې کوي او لوستونکي ته د شاعر په مدعا باور حاصلېږي. استاد پسرلي له مدعا المثل ادبي صنعت څخه په پراخه اندازه استفاده کړې ده، خو مشاهده او حسي تصویرونه یې دومره ښکلي دي چې د لوستونکي د ښکلاییز ذوق د روزنې تر څنګ هغه ته د فکر او پوهې جوهر هم وربښي. مثلا

نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي

ګرد د لارې وګوره د شپون پر مخ

یا:

رنګ او ښایست نه دي تړلي سره

اوبړۍ هم شنې وې خو ښکلا نه لري

د ژوند کیسې:

د استاد پسرلي شاعري د انسان د ژوند کیسه ده، یو فردي بیان نه دی، بلکې اجتماعي تصویر دی چې موږ تش د تخیل رنګینې دنیا ته نه وړي، یا مو د خپل ژوند له چاپېریال څخه نه پناه کوي، بلکې فکر مو هم په حرکت راولي او دا حرکت د خپل ژوند لوړو ژورو ته د دقت او ځیر کېدو له لیدلوري دی. دی زموږ سترګو ته ژوند دروي، هغه اړخونه یې را باندې ګوري چې زموږ د بې پروایۍ په سبب کمزوري شوي، له موږ نه خپلې وړتیاوې، اړتیاوې او موخې په کې هېرې دي او دغه خدايي ماموریت مو هېر کړی یا بې ارزښته کړی دی.  مثلا :

تل به پاتې وي چې وايي، وړاندې تلو ته کفايي فرض

د وحشت صحرا کچ کېږي، چې ولس اخلي ګامونه

لېوني ورپسې نغاړي، نالیدلې صحرا ګانې

د اخور پر لور په خپله، هر فرس اخلي ګامونه

ولسی فرهنګ:

د یوه شخصیت د ولسی فرهنګ او پوهې کچه هغه وخت لوړېږي چې د ولس په منځ کې پاتې شي، د ولس په ژبه او فرهنګ پوه شي. استاد پسرلی داسې یو شخصیت و چې په کندوز، غزني، کابل، پېښور او تهران کې یې تل د ولس خوا نیوله، په هر حالت کې یې ظاهري کرکټر او د استوګنې کوټه د ولسي فرهنګ هنداره وه. د هغه شاعري هم د پښتو ولسي فرهنګ او فوکلور ارزښتناک رنګونه لري. د شاعرۍ ډېر تصویرونه یې د ولسي درد، غوښتنو او هیلو استازي دي. همدې ټکي د هغه شعر په ولس او ټولنه کې تر بل هر شاعر زیات محبوب کړی دی. دی چې وايي « د ډم په زړه وادونه اوري د ملا جنازه» دا له ټولنې یو شناخت دی او بیا ددې خبرې کول یو بل شاعرانه جرئت او پل خپل ټولنیز موقف باور دی. ددې تر څنګ د سیمو، رواجونو او زمانو یادونه هم د ولسي فرهنګ د ټولګې هغه بابونه دي چې تر ده وړاندې کوم بل شاعر ورته هنري حیثیت نه و ورکړی.

د شاعر تجربې:

لکه د مدعا المثل د صنعت په برخه کې مو چې وویلې، استاد ځانګړی ټیف او شخصیت درلود. استاد د خپلې ژوند او خپلې زمانې کیسې کړې دي، حتی دده د ځوانۍ یا زلمیتوب د وخت شاعري هم له ژونده د یوه تجربه کار او داسې کس شاعرانه تجربې لري چې اوږد ژوند یې کړی وي. ځینې شاعران فکر کوي چې تجربې یوازې د فردي او شخصي ژوند تکیه ده، خو ټولنیزې تجربې په هنري تجربو او بېلګو بدلول، د خلاقو انسانانو او هنرمندانو کار دی چې هم تلپاتې کېږي او هم د ژوند د سمون یا ښه ژوند د تېرولو لپاره بل کس ته د درس او لارښوود حیثیت لري چې استاد دا کار هم په زلمیتوب او هم د سپینږیریتوب عمر کې کړی دی.

د پارسي شاعرۍ ښکلا:

استاد پسرلي د شعر پراخه مطالعه درلوده، هغه یوازې په خپله مشاهده، تجربه او لیدلوري متکي نه و، د پښتو او پارسي شاعرۍ په ځانګړي ډول د غزل فورم پراخه او ژوره مطالعه یې کړې وه چې د هغه د کلیات د مطالعې پر مهال یې تضمینونه او پیغامونه مشاهده کولی شو. دې مطالعې شاعر ته دا ګټه رسولې وه چې له ژونده خپله پوهه او د شاعرانه دنیا ګوښه خواوې رنګینې او ښکلې کړي.

 همدې چارې د استاد شاعري د ځینو په نظر د پښتو دودیز غزل یا عامیانه روایت خلاف یا متفاوته کړې او د یوې جلا دنیا ژورې خبرې ښکاري چې ځینې یې باید په بیا بیا ولوستل شي او تر شا یې د پرتو ماناګانو او ښکلاوو خزانې تر لاسه شي. ما چې کله د استاد شاعري لوستله، ډېرو منظومو ژباړو او تضمینونو یې د پارسي شاعرۍ مطالعې ته مجبور کړی وم او وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې استاد په شعوري ډول غوښتل چې د پښتو شعر د لوستونکي ذوق او شعرپوهنه د نورو ژبو د لوستونکو غوندې وروزي، عالي او با ذوقه یې کړي.

د کلاسیک او معاصر شعر ګډوله:

پښتو کلاسیک غزل ښکلی دی، خو پېچلی هم دی او ټولو لوستونکو ته ښايي هر شعر د پوهاوي وړ نه وي، ځکه چې څه د ژبې او څه هم د ارایې او بیان له اړخه پېچلتیاوې په کې وې، د نورو ژبو او کلمو اغېز په کې و چې د شعر د مانا او لوستونکي تر منځ بې خنډه نه پاتې کېده. استاد د خپلې پراخه مطالعې پر مټ  د پښتو شعر لوستونکي ته داسې بېلګې وړاندې کړې چې هم د کلاسیک شعر تنده ورباندې ماتېده او هم یې د معاصر پښتو غزل د دنګ غره هغه ګلورینې لمنې او عطرینې څپې ورباندې لیدلې چې تصویر یې یوازې د استاد د غزل په رڼه هنداره کې روښانه لیدل کېده. همدا لامل دی چې د هغه د غزل د لوستنې پر مهال هم زموږ کلاسیک ذوق خړوبېږي او هم د غزل د ښکلا معاصر عروج ته ګوته پر غاښ پاتې کېږو او له خولې مو واه واه وځي.

     ښايي نور لاملونه به هم وي، خو د غوره شاعرۍ د یوه مینه وال او دایمي لوستونکي په توګه ویلی شم چې همدې ټکو د هغه شاعري د ژوند په شاعرۍ بدله کړې، د ذوق او تخیل له نړۍ پرته موږ د ژوند او ځان په اړه فکر کولو ته اړباسي او له یوې داسې هندارې سره مخامخ کېږو چې د بل قدم اخیستلو لپاره باید په خپله څېره لاس ووهو او له بدلون سره مخ پر وړاندې بل قدم واخلو.

      د استاد اروا دې ښاده وي، د افغان ادبي بهیر دې کور ودان وي چې ددغه ستر ادبي شخصیت د نهم تلین په مناسبت یې د هغه د خواخوږي فکر په برکت د جوړ شوي افغان ادبي بهیر یوه ناسته د هغه یاد ته ځانګړې کړې ده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب