چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد حقاني لخوا د پاکستاني او ایراني قاریانو په ګډون د قرآنکریم...

د حقاني لخوا د پاکستاني او ایراني قاریانو په ګډون د قرآنکریم د حسن قرائت سیالي

تاند (سې شنبه، د حوت ۸ مه) د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني لخوا په خوست کې د یو شمېر پاکستاني او ایراني قاریانو په ګدون د قرآنکریم د حسن قرائت سیالي جوړه شوې وه.

حقاني دغو سیالیو ته چې طالبانو د  «حسن قرائت نړیواله سیالي» ګڼلې ویلي، چې هیچا ته په افغانستان کې د دیني ارزښتونو د سپکاوي اجازه نه ورکوي.

هغه د دیني ارزښتونو د درناوي او په دې برخه کې د هڅو ټینګار کړی او د سیالۍ ګدونوال او ګټونکي یې نازولي.

یو شمېر افغانانو بیا ویلي، چې افغانستان نه پخوا او نه اوس د دیني ارزښتونو له کمرنګۍ ځورېدلی؛ بلکې فقر او ناورینونه دي چې افغانان ځوروي، خو چارواکي یې دوی ته د پاملرنې پر ځای پر خپلو ځان ښودنو او ایډیالوژیکو سیالیو بوخت دي.

دوی دا انتقاد هم کړی، چې طالب چارواکي د خپلو دندو تفکیک نه شي کولای او یو مخ په مدرسو د افغانستان په بدلولو بوخت دي.

د طالبانو پلویانو بیا داسې مراسم او پکې د خپلو چارواکو ګډون ستایلی او دا یې مهم لومړیتوبونه ګڼلي دي.

5 COMMENTS

  1. خلیفه تراوسه نه پوهیږي ، چې د هغه دنده مدرسې او ملایی ده که د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرستي ؟
    د دې الهي ارشاد ځواب به څنګه وایي :
    {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها..}

  2. لوفر ته خو په ځواب هم نه ارزی خو بیا هم غواړم لنډ څه درته ولیکم. اسلام سپیڅلې دین دي او د حقانی ډلې قاتلینو او ستا په څیر جاهل له عقیده خلاص لوفرانو اوباشانو لوچکانو له کړو او وړو سره تړاو نلري.

    • حسن، زه خو تاسې نه پیژنم خو د وطندار مستعار نوم د ټانډ یو جاهله او شوده فکر کوي چې زه او ته یو کس یاستو. دغه جاهل ټټو ته د سپیناوي په غرض یوه جمله ولیکه او کنه په ځواب خو نه ارزي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب