یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې څه وویل شول؟

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې څه وویل شول؟

تاند (سې شنبه، د حوت ۸ مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان پر وخت تېر ماښام ترسره شوه، چې اصلی هدف یې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازی ګمارل او د افغانستان د وضعیت څېړل وو.

دا غونډه چې د بندو دروازو تر شا ترسره شوه، زیات جزییات یې نه دي رسنیز شوي، خو دومره معلومات تر لاسه شوي چې د غونډې له پیل څخه مخکې د امنیت شورا دوره یي مشرې د ګایانا استازې کارولین رودریګوز د پرونۍ په ملګروملتونو کې د افغان ښځو په ملاتړ، د یوشمېر هېوادونو اعلامیه ولوسته. 

د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډو ژمنو په نوم دې ګروپ چې ګایانا، ایکوادور، فرانسه، جاپان، مالتا، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلووینیا، سویس، برتانیا او متحدایالات غړيتوب پکې لري ټینګار کړی چې افغانستان ته دوامداره سوله، ثبات او پرمختګ یوازې د یو ټولشموله سیاسي بهیر په شتون او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په صورت کې راتلی شي. 

په دغه اعلامیه کې د ښخو خلاف د طالبانو د رژیم کړنې غندل شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یو خل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالفت کړی او په دې تړاو د دوحې ترسره شوې غونډه یې ناکامه ګڼلې.

هغه د امنیت شورا په غونډه کې هم د روسیې او چین ګډون ته هیله مندي ښودلې او ویلي، چې د دې استازي د ټاکلو مخالفت به کوي.

تر اوسه نه ده معلومه، چې د امنیت شورا غونډه کې په دې تړاو څه پرېکړه شوې کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب