پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+هغه پنځه سیاستونه چې مدني‌ مقاومت بریا ته رسوي

هغه پنځه سیاستونه چې مدني‌ مقاومت بریا ته رسوي

لیکنه: روح الله احمدزی

که په یوه ټولنه کې حکومت د خلکو د خیر لپاره نه وي، د خلکو د رضایت پر بنسټ نه وي، مشروط نه وي، که له خپل واک څخه تجاوز وکړي، او خلکو ته د خدماتو او اسانتیاوو له وړاندې کولو څخه عاجز شي او استبداد او ستم ته مخه کړي؛ پرځول یې په حقوقي او طبعي ډول مشبوع او مشروع کیږي.

اما پوښتنه دا ده چې د استبداد ګرو پرځولو تر ټوله ارزانه او اسانه لار چې د بشري ناورین او ناخوالو له رامنځته کولو څخه ډډه وشي څنګه ممکنه ده؟‌

زه به دې پوښتنې ته د اوښتونونو او بدلونونو فلسفې او د  دولت او سیاسي علومو د څیړونکو له نظره  ځواب ووایم. په ځانګړې توګه د هغو څیړونکو له نظره چې په تیرو سلو کلونو کې یې لوی اوښتونونه څیړلي‌ او په پایله کې دوی دا موندلې چې په تیرو سلو کلونو کې د وسلوالو مقاومتونو په پرتله د مدني‌ مقاومت یا عدم تشدد پر مټ ډیر شمیر اوښتونونه شوي او بریالي شوي دي‌. خو هغه مدني مقاومتونه چې د بدلون او اوښتونو لامل شوي کومو سیاستونو او پالیسیو بریا ته رسولي‌؟ تاسو سره یې د میرمن اریکا چنویت له موندنو او د هغې څیړنیز کتاب (مدني‌ مقاومت) څخه شریک وم.

له نیکه مرغه افغانان د مدني‌ مقاومت سر لاري مبارز باچا خان نوم او مبارزې سره آشنا دي‌ او دده مبارزه په افغانانو او سیمه کې د استبدادي‌، استعماري‌ او استثماري‌ ځواکونو پر وړاندې مقاومت، دریدل،‌ مبارزه او نه تسلیمیدو خوځښت ژوندی ساتلی دی. دا چې د خان عبدالغفار خان مبارزه ولې دده پر ژوند د لوی اوښتون سبب نه شوه ددې علتونه په دې لیکنه کې موندلی شو خو بشپړ دلایل او شرایط به یې پر راتلونکې لیکنې کې وسپړم. اما دلته زه د بریالیو مدني‌ مبارزو سیاستونو ته کتنه کوم چې له بل هر وخت په افغانستان کې د روان استبداد پروړاندې د رامنځته شویو مقاومتي خوځښتونو لپاره اغیزمن دي‌ او هیله ده  ترې استفاده وکړي‌.

تر ټولو لومړی، موږ باید د عدم تشدد مبارزې او یا مدني‌ مقاومت په اړه  عامه ذهنیت بدل کړو هغه چې وايي د عدم تشدد مبارزه او مقاومت منفعل، ضعیف او یا بې ګټې دی، یا دا وایي‌ چې  دا مبارزه یوازې هغه وخت کار ورکوي چې مقابل اړخ اخلاقي ارزښتونه ته پابند اوسي.

سربیره پر دې، خلک باید په مختلفو شرایطو کې د مدني مقاومت د بریالیتوب یا ناکامۍ په لاملونو ښه پوه شي. دا خورا مهمه ده چې د عدم تشدد د لارې  مبارزین دې ته متوجه شي چې  په ټوله نړۍ کې د عدم تشدد مبارزې په مرسته چې کوم بدلونونه راغلي دي له دې  څخه ناسم اخذ او  پالیسي‌ جوړه نه کړي؛ یعنې د هرې ټولنې او دولت شرایط توپیر لري. د بیلګې په توګه، په تونس کې د 2010-2011 کلونو کې د ټول هیواد په کچه د لاریونونو او اعتصابونو ساده خبري پوښښ کیدای شي موږ ته دا باور را کړي چې د تونس د دیکتاتور سقوط یوازې د دریو اونیو مظاهرو پایله وه. خو دا ډول مفکوره او باور سم ندی بلکې دا حقیقت له پامه غورځوي چې په تونس کې د کارګرانو اتحادیې لا دمخه د منظم فعالیت ځانګړې مخینه درلوده، له لاریونکوونکو د کارګرانو اتحادیې ملاټر د دوی مقاومت او پاڅون بریالی کړ. دغه راز پراخو عمومي اعتصابونو د تونس اقتصاد د سقوط کندې ته ورساوه، چې له امله یې اقتصادي او سوداګریزې طبقې د تونس دیکتاتور  بن علي له ملاتړ څخه لاس واخیست. بلخوا امنیتي ځواکونو هم د بن علي  حکم څخه چې پر مظاهره چیانو ډزې وکړئ سرغړونه وکړه.

یعنې دا څرګنده شوې چې په ډیرو مواردو کې، مدني مقاومت د وسلوال مقاومت په پرتله ډیر پراګمټیک او اغیزمن دی. مدني مقاومت له نرمښت،‌شرافت او مهربانۍ سره تړاو نه لري، بلکې د ټولیز او ګډ عمل پر بنسټ ولاړ مقاومت دی. مدني مقاومت د تاوتریخوالي  پرته د ټول شموله او اغیزمنو میتودونو په کارولو سره مبارزه او د نوي بدیل یا الټرنټیو رامنځته کولو په معنی دی.

ولسي یا مدني مقاومت پدې معنې نه دی چې د استبدادګرو په زړه کې د خلکو پر وړاندې ترحم او نرمښت رامنځته کړي او یا کوم ستم او ظلم  چې مستبدین کوي دا کم کړي بلکې ددوی تر شا ځینې خلک چې په ناخبره لاشعوري توګه ولاړ دي‌ ددوی لرې کول او پر وړاندې یې درول دي

همدارنګه مدني مقاومت  یوازې  د لاریونونو کول ندي پدې کې د حکومت سره د نه همکارۍ میتودونه شامل دي، په شمول د اعتصابونو، او د نوي بدیل رامنځته کول، لکه بدیل اقتصادي سیسټمونه، بدیل سیاسي ګروپونه او د خلکو غوښتنو او اړتیاو باندې ولاړ سازمانونه، چې خلک یې د مقاومت په درشل کې  تجربه کوي او دا په خلکو کې پر مدني‌ مقاومت باور زیاتوي‌ او استبداد ګرو پر وړاندې راپورته کیدل سراسري‌ کوي.

دغه راز په تیرو سلو کلونو کې، مدني مقاومت د وسله وال مقاومت په پرتله خورا اغیزمن و او دی. هم د لوی مثبت بدلون او ډیموکراسۍ په راوستلو کې او هم  د اوږدمهاله بشري بحرانونو د رامنځته کولو پرته بدلون کې.

بلخوا عام خلک او د مدني مقاومت بسیج کوونکي‌ خوځښتونه  باید له ځینو تاریخي عملي ‌مثالونو څخه  سمه زده کړه وکړي، دا چې ځینې اساسي الګوګانې د معاصرو خوځښتونو  لپاره ځانګړي پایلې لري باید جدي‌ پاملرنه ورته وشي.

لومړی: هغه خوځښتونه چې د ستراتیژۍ او سیاسي پروګرام جوړولو پرته  د لاریونونو را وتلو غوښتنه کوي، نسبت هغه خوځښتونه چې د خلکو راټولولو دمخه تفصیلي پلان جوړوي ډیر کم چانس لري چې ګڼ شمیر خلک پاڅون ته راوباسي ‌او  بریالي شي‌.

دویم :‌ هغه حرکتونه او خوځښتونه چې د سازمان په غړیتوب او تنوع کې زیاتوالی راولي د بریا احتمال یې ډیر دی.

درییم:  هغه حرکتونه چې  یوازې په لاریونونو او ډیجیټل فعالیت باندې تکیه کوي، ددوی په نسبت د هغو خوځښتونو  د بریا چانس ډیر وي چې د موازي بنسټونو د جوړولو، عامه افکارو سازماندهي، حکومت سره د خلکو پرېکون او د نه همکارۍ طریقې څخه عملا استفاده کوي.

څلورم: هغه خوځښتونه چې د استبداد ګرو لخوا د سیستماتیک جبر او ستم پر وړاندې  د مبارزې لپاره ستراتیژي رامنځته کوي د بریا احتمال یې ډیر دی او باید ځیرک اوسي چې د استبداد ګرو هغه سیاستونه چې د عام خلکو د ځپلو په موخه کاروي  ژر تر ژر وپیژني‌ او د مخنیوي او خنډ سره مخ کولو  لارې یې سم د لاسه د مدني مقاومت شبکې سره شریکې کړي.

پنځم: د مدني‌مقاومت د هغو خوځښتونو د بریالیتوب احتمال ډیر دی چې د فشار لاندې د یووالي او ډسپلین ساتلو لپاره وسایل او حل لارې  رامنځته کوي د هغو خوځښتونو په پرتله چې دا مسایل چانس او بخت ته پریږدي.


د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب