( اتمه برخه )
اتم مبحث: د دیجیتال روغتیایي حقونه (Digital Health Rights):
په نننۍ زمانه کې له دیجیتالې اسانتیاوو او تکنالوژۍ څخه په پراخه کچه د روغتیایي خدمتونو په وړاندی کولو کې گټه اخیستنه معموله شوې ده، او له بلې خوا طبابت هم تر ډیره دیجیتالي بڼه غوره کړې، چې دغه موجوده حالات دا موضوع رامنځ ته کوي چې د افرادو حقونو او آزادۍ باید له هر ډول ناوړه گټې اخیستنې او تعرض څخه خوندي پاتې شي.
له همدې امله ده چې حقوقپوهانو دې موضوع ته پام گرځولی تر څو د طبابت په سکتور کې د دیجیتال کارونه خوندي او د وگړو حقوق او آزادۍ وساتل شي.
د دیجیتال روغتیایي حقونو بحث د تیرې پیړۍ په اویایمو او اتیایمو کلونو تر منځ؛ هغه وخت د حقوقو د علم د پاملرنې وړ وگرځید چې په طبابت کې له دې تکنالوژۍ څخه گټه اخیستنه رابرسیره شوه، او لومړنی هیواد چې په ۱۹۷۰ کې په دې هکله حقوقي مقررات وضع کړل جرمني ؤ، چې بیا وروسته سویدن په ۱۹۷۳ کې په دې هکله مقررات تدوین کړل.
د شلمې پیړۍ په نویییمو کلونو کې کله چې انترنیتي شبکې پراختیا ومونده او په صحي چارور کې د الکترونیکي روغتیایي دوسیو د ثبت ( Electronic Health Records یا EHR ) موضوع د روغتیایي دوسیو د خوندیتوب مسله د حقوقپوهانو له نظره یوه اساسي موضوع شوه،
له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ کاله کله چې په گرځنده تلیفونو کې د انترنت کارونه پیل شوه له هغه سره د الکترونیکي سلامتیا ( e health ) د نړیوال روغتیایي سازمان په رسمي ادبیاتو کې وپیژندل شوه او په دې پړاو کې دې موضوع ته پاملرنه وشوه چې بشریت باید په صحي چارو کې دیجیتال ته یو شان لاس رسی ولري.
له ۲۰۱۰ څخه وروسته کله چې د مصنوعې ځیرکتیا کارونه رامنځ ته شوه؛ له لیري لارې طبابت (Telemedicine) په بین المللی حقوقو کې ور گډ شو. د همدې تحولاتو په لړ کې اروپایي اتحادیې نوي مقررات؛ د GDPR یا د عمومي اطلاعاتو د خوندیتوب مقررات وضع کړل، چې په مستقیم ډول یې د دیجیتالي روغتیایي حقونو په وده کې لویه ونډه درلوده.
په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین له خپریدو سره چې د عمومي او نویو اپلکیشنونو او هغو ته لاس رسی له لیرې لارې رامنځ ته شو، د طبابت په برخه کې یو ارزښتمن گام گڼل کیږي. او په دې اړوند وروستنی گام چې اخیستل شوی اروپایي کمیسیون په دې هکله نوې مقررات وضع کړي چې د ۲۰۲۵، کال د مارچ راهیسې نافذ گڼل کیږي او د (European Health Date Space یا EHDS) د اروپایی روغتایي اطلاعاتو فضأ په نامه پیژندل کیږي.
د دیجیتالیي روغتیایي حقونو د لنډ تکاملې بهیر له مطابعې څخه وروسته به د هغه تعریف وکړو او وروسته به یې د بحث وړ موضوعات وگورو.
۱ – تعریف : دغه برخه چې د بشر د حقوقو او په تیره بیا د روغتیا د حق یوه برخه ده، د هغو حقوقي او اخلاقي قواعدو، ضوابطو، مقرراتو او معیارونو مجموعه ده چې د روغتیایې معلوماتو ذخیره کول، د اطلاعاتو ساتنه او تبادله او د صحي خدمتونو خوندې وړاندې کول په دیجیتالې نړۍ کی تنظیموي؛ او موخه یې د خصوصي حریم امنیت، په خپله خوښه او په برابره او عادلانه توگه د دیجیتال د دنیا دې برخې ته لاس رسی و.
۲ – د بحث وړ موضوعات: د حقوقو د دې څانگې د بحث وړ موضوعات دا دي:
– د روغتیایي اطلاعاتو د خصوصي حریم ساتنه؛ په دې مانا چې د ناروغانو د شخصي اطلاعاتو ساتنه او له اړونده اطلاعاتو د ناوړه گټې اخیستنې څخه مخنیوی؛
– په فردي توگه کنترول او لاس رسی؛ فرد باید په منحصره توگه خپلو روغتایي اطلاعاتو ته په خوندي توگه لاس رسېی ولري؛
– په خپله خوښه او د هوښارتیا په حالت کې کولای شي خپل معلومات او اطلاعات له نورو سره شریک کړي؛
– په عادلانه او برابره توگه پرته د فرد د ټولنیز او جغرافیایي موقف او موقعیت څخه باید دیجیتالي صحي خدمتونو ته لاس رسی ولري؛
– سایبري امنیت ؛ باید د فرد ټول صحي اطلاعات په خوندي توگه تضمین وي؛ او
– د متقابل عمل وړتیا او شفافیت؛ په دې مانا ده چې باید سیستمونه دا وړتیا ولري چې په خوندي توگه د ټاکلو ستندرونو په پام کې نیولو سره او په شفافه توگه د صحي خدمتونو تبادله ترسره کړای شي.
( نور بیا )