د یمن حوثيانو اعلان وکړ چې د دوی د حکومت صدراعظم احمدغالب الرهوي او د هغه یو شمېر وزیران د اسراییل په برید کې وژل شوي دي.
د حوثي ډلې په وینا، دا برید د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۶مه د یمن په پلازمېنه صنعا کې شوی. دې ډلې د شنبې (وږي ۸مه) په ورځ په یوه بیان کې وویل چې یو شمېر وزیران او یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي چې د ځینو روغتیایي حالت نازک دی.
په بیان کې د هغو وزیرانو نومونه نه دي څرګند شوي چې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي. الرهوي د ۲۰۲۴م کال د اګست له میاشتې راهیسې د حوثي حکومت د صدراعظم په توګه کار کاوه.
حوثي ډله چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړ کوي، د صنعا او د یمن د ځینو نورو برخو واک په لاس کې لري، خو د نړیوالې ټولنې له لوري د یمن د رسمي حکومت په توګه نه ده منل شوې.
د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی هوايي ځواکونو په صنعا کې د حوثيانو پر یوه نظامي مرکز برید وکړ.
د اسراییل د تلویزیون ۱۲ چاینل د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د دې برید اصلي هدف د حوثيانو لوړ پوړي سیاسي مشران وو.
د اسراییل د دفاع وزیر اییسرایل کاڅ، چې د بریدونو پر مهال د پوځ د قوماندې په خونه کې و، په یوه بیان کې وویل:
«موږ حوثیانو ته په یمن کې خبرداری ورکړی و: د تیارو له طاعونه وروسته، د لومړنیو زامنو طاعون راځي. هر څوک چې په اسراییل باندې لاس پورته کړي، لاس به یې پرې شي.»
حوثیانو د اسراییل او حماس د جګړې پر مهال څو ځله پر اسراییل د توغندیو بریدونه کړي او وایي دا کار یې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دی.
دې ډلې د وږي په ۴مه پر اسراییل یو بالسټیک توغندی او یوه بېپیلوټه الوتکه توغولې وه چې د اسراییل پوځ د وینا له مخې «شنډ کړل شوې».
همداراز د وږي په ۶مه سهار د حوثیانو یوه اوږده واټن بېپیلوټه الوتکه د اسراییل د پوځ له خوا ونیول شوه. خو هغه توغندی چې د زمري په ۳۱مه توغول شوی و، د اسراییل په فضا کې وچاودېد چې اوس یې د هوايي ځواکونو له خوا څېړنه روانه ده. پوځ ویلي چې دا توغندی په نوې بڼه ډیزاین شوی و چې د خوشهیي بمونو سروکی یې درلود.
د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې، اسراییل او د امریکا په مشرۍ ائتلاف د یمن د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې، لکه صنعا او الحدیده بندري ښار، څو ځله بمبار کړي دي.