( اوومه برخه)
اووم مبحث – د فضأ حقوق (Space Law):
مخکې تر دې چې د فضأ په حقوقو لنډه رڼا واچوو ؛ ښه به وي چې ، دې علم ته نږدې د دوه نورو مشابه حقوقي علمونو پیژندنه وکړو . هغه دي فضایی حقوق او هوایي حقوق دي.
– فضایي حقوق یا Space law : ښایي په لومړی سر کې دا پوښتنه را برسیره شي چې ولی په انگریزي ژبه کې دواړو ته د (space law) اصطلاح کارول کیږی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې د فضایي حقوقو له پاره دا په افاقي مفهوم ( objective law ) افاده کیږي په داسې حال کې چې د فضأ حقوقو ته انفسی ( subjective law ) مفهوم کارول معمول دی، له همدې وجهې ده چې هغه په انگریزی ترمنولوژی کې د ( space rights ) هم استعمال او د هغه د جوهري مفهوم په توگه کاریږي، همداشان د فضأ حقوق ته outre space law اصطلاح هم کارول کیږي.
او په دې توگه فضایي حقوق د هغو ملی او نړیوالو حقوقي قواعدو مجموعه ده چې د بشر فعالیتونه له فضأ څخه پورته (ماورأ جو ) کې تنظیموي، چې اساس یې د ملگرو ملتونو د ۱۹۶۷کال د ماورأ جو کنوانسیون دی.
– هوایي حقوق ( Air Law یا Aviation Law) : د هغو ملی او نړیوالو قواعدو او مقرراتو مجموعه ده چې د هیوادونو په فضأ کې د هوایي چلند اړوند قانوني موضوعات تنظیموي چې کولای شو ورته د هوایي چلند حقوق هم ووایو .
– د فضأ حقوق ( Space Rights یا Outer Space Law ) ؛ د هغو حقوقو او منافعو څخه بحث کوي چې په فضأ پوری اړوند دي.
د دغو مفاهیمو له لنډې پیژندنې وروسته ؛ به په لومړی سر کې د دې علم د بحث وړ موضوعات وگورو او بیا وروسته به د هغه سرچینې یا منابع معرفي کړو .
۱ – د فضأ د حقوقو د وړ بحث موضوعات : د فضأ د حقوقو د بحث وړ موضوعات دا دي:
– د ټولو هیوادونو لاس رسی له توپیر پرته و فضأ ته ؛
– د فضأ څخه په سوله ایزه توگه گټه اخیستنه ؛
– د ځمکۍ له مداره گټه اخیستنه ؛
– له فضایي منابعو څخه استخراج او گټه اخیستنه چې دا موضوع لا تر اوسه یوه اختلافي مسله ده.
۲ – د فضأ د حقوقو منابع : دا منابع په لنډو کې دا دي :
– د ۱۹۶۷ کال د ملگرو ملتونو د ماورأ فضأ نړیوال کنوانسیون ؛ د دغه کنوانسیون عمده ټکي دا دي: له فضا څخه د گټې اخیستنې آزادي، د عدم تملیک اصل د دولتونو له خوا ، سوله ییزه گټه اخیستنه او نړیوال مسوولیت.
– د ۱۹۷۲ کال کنوانسیون: دا کنوانسیون د هیوادونو مسوولیت په گوته کوي چې د هغوی د کړنو په نتیجه کې فضا زیان لیدلی وي.
– د ۱۹۷۶ کال کنوانسیون د فضایي د اجسامو د ثبت په هکله: دا کنوانسیون دولتونه مکلفوي چې فضایي سپوږمکۍ او فضایي بیړۍ باید الزاما په ملگرو ملتونو کې ثبت شی؛ او
– د ۱۹۷۹ کال د میاشتې تړون: دغه تړون وایي چې له سپوږمۍ او نورو سماوی اجسامو گټه اخیستنه باید قانوني وي.
له یاده باید و نه باسو چې په دي هکله د ملگرو ملتونو او نورو اړونده نړیوالو موسساتو له خوا ځینې لازښودونې هم شته، او له هغه ځایه چې د فضأ حقوق خپله د بین المللی حقوقو یوه څانگه ده، نړیوال عرف هم د هغه یوه منبع گڼل کیږي.
( نور بیا )