(شپږمه برخه)
پنځم مبحث – دیجیتالي حقوق (Digital Rights):
سره له دې چې اصولاً د کمپیوټري عملیاتو د تنظیم اړوند موضوعات د تیرې پیړۍ په اویایمه لسیزه کې د قانون په چوکاټ کې رامنځ ته شوي، خو د انترنټ له پراختیا سره، د حقوقو په علم کې نوي قواعد راڅرگند شول، چې یو له هغو څخه د دیجیتال حقوق دي؛ چې په ۲۰۰۰ کال کې د ملگرو ملتونو او یونسکو له خوا په رسمیت و پیژندل شول.
سره له دې چې له هغه مخکې هم په ځینو هیوادونو او د اروپا په وچه کې ځیني حقوقي قواعد په دې اړوند وضع شوي وو؛ لکه
– په ۱۹۷۴ کال کې؛ د امریکا د خصوصي حریم قانون؛
– په ۱۹۹۵ کال کې د اروپا د اطلاعاتو د ساتنې دستورالعمل؛
– په ۲۰۰۰ کال کې د اروپایي اتحادیې د بنسټیزو حقوقو منشور – دیجیتالي حقوق؛
– په ۲۰۱۲ کال کې په ملگرو ملتونو کې له انترنټ څخه د گټې اخیستنې د حقوقو په هکله د رسمي بحث پیل؛ او
– په ۲۰۱۸ کال کې د اطلاعاتو د ساتنې عمومي مقرراتو ( GDPR )؛ اجرایې کیدل.
له دې لنډې تبصرې وروسته به په سر کې د دیجیتالي حقوقو تعریف او بیا وروسته د حقوقو د دې څانګې د بحث وړ موضوعاتو ته په لنډه توگه نظر واچوو:
۱ – تعریف: د هغو انساني (ذاتی) او قانوني (افاقي) حقوقو مجموعه ده چې په دیجیتالي فضأ کې عملي کیږي، او دا حقوق تضمینوي چې انسانان په مجازي فضا (اینترنیت، اپلیکشنونو او ټولنیزو رسنیو) کې له ازادۍ، امنیت او د خصوصي حریم له مصوونیت څخه برخمن دي.
۲ – د بحث وړ موضوعات: په دیجیتالی حقوقو کې دغه موضوعات تر بحث لاندي نیول کیږي:
– اینترنیټ ته د لاس رسي حق؛
– په آنلاین بڼه د بیان د ازادۍ حق؛
– د خصوصي حریم حق؛
– د اطلاعاتو د مالکیت حق؛
– سایبري امنیت؛
– اشخاص حق لري خپل ماضي اطلاعات او معلومات په دیجیتالي فضأ کې له منځه یوسي؛ او
– د دیجیتالي زده کړو حق.
نور بیا