هغه شاعره به د گلو وږم څه وستایي
چې ټوله ورځ یې د غوجلې په جارو تېرېږي
چې یې د باغ گلان لیدلي له نږدې نه نه وي
او نیمایی عمر یې توره کوټنۍ کې تېر شي
چې د احساس د اورېدلو یې بل هيڅوک نه وي
تورې تبۍ او تور دیگدان سره کیسې کوي تل
او هر یو بیت نه یې فریاد د بېوسیو خېږي
بیا کاغذونه او قلم چېرته په چت کې ټومبي
چې غیرتي لالا یې دا نظم ونه گوري
هغه لالا چې یې موبایل له عکسونو ډک دی
لري د سترگو او د وروځو انځور
هم د لاسونو او نکرېزو انځور
هم د زلفینو او مخونو انځور
او د موټر په شاتنۍ ښېښه یې
انځور د زړونو د تیرونو ایښی
ته وا چې مینه خو یو دوی پېژني
ته وا ښکلا ته خو یو دوی خبر دي
خو خپلې خور ته به غاښونه چیچي
جینۍ ټیکری خو دې لږ سم په سر کړه
او یا یې کور کې بندېوانه کاندي
پوهېږي څه کیسه ده ؟؟؟
هفوی چې زړونو کې لېوان روزلي
دا یې د نورو احساساتو ته ساتلي مدام
چې ټولې هیلې د بل چا وداړي
او بیا ځانو ته غیرتي ووایي
خو د گاونډ نجونې دده د پاره
خپل انگړ گي ته راوتلی نشي
ځکه کوترې په بام الوزوي
او په چل چل کې خپل نظر ځغلوي
بیا به د پلار د دروازې په دړه
خپل نوم په قدر په عزت ولیکي
د فلاني خان بیستاني خان وارث شي
که یې مغزونو کې څه وي که نه وي
خو بس همدومره چی سړی یادېږي
او لنگوټه یې وي په سر تړلې
زما هېواد کې بس همدا معیار دی
نه استعداد او نه وړتیا معیار دی !