تاند (چهارشنبه، د زمريږ اسد ۱۵ مه) جرمني به له ټاکل شوې نیټې یعنې د سپټمبر له ضربالاجل وروسته هم د پولو کنټرول دوام ته ورکړي، ځکه چې دغه هېواد غواړي پر ناقانونه مهاجرت کلک محدودیتونه ولګوي.
دا خبره د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت د پنجشنبې په ورځ وکړه.
د Table.Today رسنۍ په یوه پوډکاسټ کې، دوبریندت وویل چې برلین په پام کې لري هغه پناهغوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي او جرمي سابقه ولري، بیرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او جنګ ځپلي سوریې ته وشړي.
د جرمني محافظهکاره صدراعظم فریدریش مرڅ ژمنه کړې چې د ناقانونه مهاجرت خلاف به سخت اقدامات وکړي، ځکه چې د ده په وینا، دا یوازینۍ لاره ده چې د افراطي ښيپال ګوند AfD (د جرمني لپاره)بدیل د زیاتېدونکي ملاتړ مخه نیولی شي. د فبرورۍ د ټاکنو په کمپاین په مهال څو بریدونو، چې بهرنیان پکې ښکېل وبلل شول، د خلکو په منځ کې وېره زیاته کړې وه، او AfD په دغو ټاکنو کې ۲۰ سلنه رایې ترلاسه کړې – چې دا یې تر ټولو لوړ ملاتړ بلل شوی.
دوبریندت وویل:
“موږ به د سپټمبر تر ۱۵ وروسته هم سرحدي کنټرول ته دوام ورکړو.”
دغه تدابیر لومړی ځل د اولاف شولڅ د حکومت پر مهال تېر کال پیل شوي وو او په مارچ کې د شپږو میاشتو لپاره تمدید شول.
نوموړي زیاته کړه:
“موږ له خپلو اروپايي شریکانو سره په دې سلا شوي یوو چې دا یو ضروري ګام دی، تر هغه چې د اروپايي اتحادیې بهرنی سرحدي سیستم پوره فعال شي.”
د اروپا د شینګن سیمې غړي هېوادونه کولی شي تر دوو کلونو پورې د جدي ګواښونو لکه ترهګرۍ یا پراخ ناقانونه مهاجرت له امله موقتي سرحدي کنټرول بیا معرفي کړي.
د مرڅ حکومت له مې میاشتې راهیسې د سرحدي کنټرول سختول پیل کړل او پر دې سربېره یې د ډېرو پناهغوښتونکو د ردولو پریکړه وکړه — هغه اقدام چې د بشري حقونو د سازمانونو سخت غبرګون یې راوپاراوه. همداراز، د جرمني فدرالي پولیسو شمېر چې هره ورځ سرحدونو ته استول کېږي، له ۱۱،۰۰۰ څخه ۱۴،۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د مې له ۸ د جولای تر ۳۱ پورې، ۹،۲۵۴ کسان د جرمني له ځمکنيو سرحدونو څخه شړل شوي دي — چې ډېر یې د افغانستان، بیا د الجزایر، اریتریا او سومالیا اتباع وو.
په دې موده کې د جرمني او فرانسي تر منځ سرحد کې تر ټولو زیات رد شوي کسان ثبت شوي، چې شمېر یې له ۲۰۰۰ څخه زیات و، بیا له پولنډ، سویس او اتریش سره سرحدونه دي.
جرمني تر اوسه دوه ځله هغه مهاجر چې مجرم ګڼل شوي دي، افغانستان ته استولي، وروستی ځل تېره میاشت وه، چې پکې ۸۱ کسان بیرته ولېږل شول.
د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) دغه شړنې وغندلې او ویې ویل چې د افغانستان وضعیت “غمیز” دی.
دوبریندت همداراز وویل چې برلین هڅه کوي سوریې ته هم د شړلو الوتنې تنظیم کړي.