تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې افغانستان له یوه پراخېدونکي بشري ناورین سره مخامخ دی، ځکه چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر له دوو میلیونو اوښتی — چې زیاتره یې په زور بېرته رااستول شوي دي.
دې ادارې په خپله ایکسپاڼه (پخوانۍ ټویټر) کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا ناڅاپي زیاتوالی، چې زیاتره یې له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي، د افغانستان له مخکې محدودو ملاتړ کوونکو سیستمونو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي، او عاجلې نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.
راپور وايي چې سږ کال یوازې د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې، له ۱.۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، چې شاوخوا یو میلیون یې له ایران او تر ۶۰۰ زره ډېر له پاکستان څخه راغلي دي — له دې ډلې نژدې ۳۵۰ زره کسان په زور ایستل شوي دي. ډېری راستنېدونکي له تاوتریخجنو کورنیو چاپو، خپلسري نیونو، او له خپلو کورنیو سره د بېلتون له تجربو سره راستانه شوي، بې له دې چې کومه شتمني، امکانات یا حمایوي شبکه ولري.
په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) مشر محمد عبديکر د راستنېدونکو افغانانو وضعیت “بحراني” بللی، او ویلي یې دي چې موجودې مرستې یوازې د هر لسو کسانو له ډلې د یوه تن بنسټیزې اړتیاوې پوره کولی شي.
عبديکر وايي:
“د افغانستان-ایران په پوله هره ورځ زرګونه افغانان یوازې په یو جوړ جامو کې افغانستان ته اوړي. دوی ستړي، وېرېدلي او د یوه نامعلوم راتلونکي له وېرې سره مخامخ دي. زیاتره یې له لسګونو کلونو راهیسې له هېواده لرې وو او اوس داسې هېواد ته راستانه کېږي چې له درنو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. تر ټولو زیانمن خلک، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، زیاتره یوازې یا له کورنیو بېلې راځي. ډېرو ته سرپناه، مرسته او لومړني خدمات لکه روغتیا، خواړه او امنیت نه شته.”
له بلې خوا، پاکستان د افغانانو د جبري ایستلو پالیسي بیا فعاله کړې ده. که څه هم اسلاماباد اعلان کړی چې د مؤقت استوګنکارت لرونکو افغان کډوالو ستنول به د سپټمبر له لومړۍ پیل شي، خو د رویټرز راپور ښيي چې د جولای له ۳۱ د اګست تر ۴ پورې، چارواکو سلګونه سند لرونکي افغانان نیولي او شړلي دي.