جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ افغانستان کې د افراطیت د سیستماتیک کولو هڅې

 افغانستان کې د افراطیت د سیستماتیک کولو هڅې

مجیب الرحمن لحاظ

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، دوی نه یوازې سیاسي قدرت تر لاسه کړی، بلکې د یوه رسمي قانون، اداري جوړښتونو او ورځنیو پالیسیو له لارې هڅه کوي چې افراطي مذهبي لیدلوری د افغانستان په ټولنه کې  سیستماتیک کړي.

 دغه پروسه د تعلیم، کار، رسنیو، کلتور، قانون او فردي ازادیو په برخو کې د پراخو محدودیتونو، سانسور او جبري کنټرول له لارې عملي شوي، چې د نړیوالو ادارو او اسلامي هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په دې وروستیو کې په کندهار کې د هرات علماو! سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان د خلکو دینداري په تېرو شلو کلونو کې بدله شوې وه او اوس باید هغه څه چې دی یې شریعت بولي، پر خلکو تطبیق شي.او ټینګاریې کړی چې باید د هغه له فرمانونو او امرونو پرته له قید او شرطه اطاعت وشي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم، د ۲۰۲۵ د فبروري په ۱۸ مه افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې ، ویلي چې تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو او له فتحې وروسته د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ورته بیا کتنه وشوه”.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مرستیال کرامت الله اخندزاده د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې په یوې خبري غونډې کې وویل: “په تېر کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي دي.”

په افغانستان کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو مجموعي شمېر د ۱۸۰۰۰ په شاوخوا کې ښودل شوی خو د راجستر شویو مدرسو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی چې درې میلیونه ۶۸۷ رزه او ۲۰۰ تنه په کې په زده کړو بوخت دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په۲۰ مه یوه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښوونې او روزنې سیستم ته د ایډلوژیکي بڼې د ورکولو د هڅو په اړه ویلي چې دغې ډلې په څه باندې تیرو دریو کلونو کې په هدفي ډول د خپلې ایډیالوژۍ پراساس د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي نصاب کې اساسي بدلونونه راوستي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو زیات شمیر نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو اونجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه په سختو ټکو دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د نجونو او ښځو پر زده کړو په کې په رسمي ‌ډول د حاکمو چارواکو له خوا بندیز لګیدلی دی.

 د الازهر شریف (مصر) د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې په یوه اعلامیه کې وویل چې اسلام د ښځې او سړي لپاره د علم زده‌کړه فرض ګڼي، او د طالبانو بندیز د اسلام له اساساتو سره تضاد لري.

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۱۱مه، په جده کې د د اسلامي همکاریو سازمان   (OIC)  فوق‌العاده ناسته جوړه شوه. دوی په یوه پرېکړه‌لیک کې د افغان نجونو پر تعلیم بندیز “د اسلامي اصولو ضد” وباله.

د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ  (IIFA)د ۲۰۲۳  کال په جولای کې یوه پرېکړه‌لیک خپور کړ چې پکې یې د طالبانو پر سیاست نیوکه وکړه، او ویې ویل چې دا عملونه د اسلام له اصلي فقهې سره مطابقت نه لري.

دا غبرګونونه څرګندوي چې د طالبانو افراطي تګلاره د اسلامي نړۍ له اجماع لرې ده، او یوازې د یوې محدودې ډلې تفسیر استازولي کوي.

طالب چارواکي بیا خپلو ټولو کړنو ته د یني توجیه ورکوي د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده  د اختر په مناسبت په خپل یو بیان کې ویلي چې قوانین به یې «۱۰۰ فیصده د شریعت په اساس » جوړ شوي‌ وي

د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو مشر په یوه داسې قانون کې د امر بالمعروف وزارت ته نوي واکونه اودندې ورکړې چې پر ښځو لا ډېر محدودیتونه وضع کوي.

په دې قانون کې اجباري حجاب، په عام محضر کې د ښځو د غږ محرمیت، د کالیو اغوستلو محدودیت، له نامحرمو څخه بېلوالی، له نامسلمانانو سره د تعامل نه کولو او د تګ راتګ پر مهال د محرم موجودیت په ګډون ګڼ نور محدودیتونه یاد شوي دي.

دا بندیزونه په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ او محکوم شوي دي. ملګرو ملتونو بیا دا محدودیتونه له ټولنې د افغان ښځو د لېرې کولو په مانا بللې دي.

د امر بالمعروف وزارت کړنو، د مدرسو بېساري زیاتوالي او پکې د افراطي نصاب تدریس یو شمېر خلک د افغانستان د نوي نسل په اړه اندېښمن کړي.

د ۲۰۲۵ په جنوري کې  د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوې څېړنه کې د طالبانو د جهادي مدرسو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغو مدرسو د ځوانانو پر افکارو خطرناکې اغېزې کړي.

د یاد بنسټ د څېړنو پر اساس، د طالبانو یو عمده بدلون د نجونو د ابتدایي ښونځیو تعلیمي نصاب دی.
د «اجتماعیاتو» په شان مضمون چې په هغه کې د بشري حقونو مفاهیم، د ښځو حقونه، سوله او ډېموکراسي ښودل کېږي، له درسي نصاب څخه وېستل شوی دی، د «مدني تعلیماتو»، «مهارتونه»، «هنر»، «وطن‌دوستي» او د «حرفه زده کړه» هم له درسي نصاب څخه لرې شوي دي.

دا څېړنه وړاندې زیاتوي چې په ښوونځيو کې د درسي ساعتونه ډیره برخه مذهبي مضمونونو ته ځانګړې شوې ده.
په دغو مضمونونو کې «امارت پېژنده»، «د امارت د مشر لارښوونې»، «د فقهې اصول»، «صرف او نحو» په درسي نصاب کې زیات شوي دي.

د هلکانو سره بیره یو زیات شمېر نجونې هم اوس دیني مدرسو ته جذب شوي او طالبي تفسیر باندې مذهبي زدکړې او افراطیت ورته تدریسیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوه راپور پر بنسټ یواځې په ۱۴۰۲ کال کې څه باندې ۲۴ زره نجونو د دې ډلې په دیني مدرسو کې نوم لیکنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق په دغه هیواد کې د طالبانو د جهادي مدرسو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا ډول مدرسې افغانستان کې افراطیت او تروریزم ته وده ورکوي.

دا سیستماتیک افراطیت یوازې د یو رژیم مسئله نه ده؛ دا د ټول ملت، د فکر، کلتور او راتلونکي نسلونو بحران دی. د ښځو بندیزونه، د تعلیم اختناق، د بیان خاموشي، او د دیني تفسیرونو زورواکي، د افغانستان له ټولنې انساني روح اخلي، بدې پایلې په یې په نیږدې راتلونکې کې سیمه او نړۍ حیرانه کړي.

1 COMMENT

  1. قرآنکریم وایی :حق او باطل مه ګډوۍ .
    بل ځای کی فرمایی : آیا په یوه برخه د کتاب ایمان راوړی او په بله برخه یی کافر کیږۍ ؟
    بیا وایی : په هغه څه چي نه پوهیږۍ له اهل نه یی وپوښتۍ .
    همداسی په اسلام کی افراط او تفریط نشته او اسلام د اعتدال دین دی. یو توضیحی مثال :
    نن ورځ فلسطین کی هغه کسان چي له خپلی خاوری او نوامیسو دفاع نکوی اسرائیل او نور اراذل د بشریت او قاتل جنایت پیشه حلقات ورته معتدل مسلمانان وایی ؛همداسی هغه کودتایی او ظالم حکام چي نه د مسلمان حاکم مسئولیت پیژنی او نه د معزز انسان ، دا ټول معتدل مسلمانان بلل شوی او هغه چي له خپلو نوامیسو دفاع کوی هغې ته افراطی وایی او همدا روش د اراذلو اشغالګرو د ټول امت سره دی .
    دا ډول انحرافی او غولونکی اصطلاحات چي اجنبی او له غرض و مرض نه ډک دی ، علما یی باید تشخیص او د نورو د اهدافو لپاره نباید استعمال شی ؛اسلام له علومو او خپلو عالی انسان ساز مفاهیمو ډک دی، باید مطالعه او نورو ته ورسول شی او په ناپوهۍ سره د نورو په خدمت کی واقع نشو .
    اوس راځم د موهوم امیر او ندیم بغارو ته؛ دا خبری د ملت د تحقیر او دمجاهد ملت د ټکولو او خپلو غوجلی څڼورو لپاره کوی تر څو غوجلی فرهنګ د استخباراتی طالبانو نور هم انسانیت وشرموی او د نارینه او ښځو داړل ، تعذیب او تدریجی مرګ ته دوام ورکړی دا د موهوم امیر او ندیم ارمان دی .
    مګر هغه چي د اسلام او انسانیت طالبان دی او اوس ګوری چي یو شمیر حکام یی د نورو ملیشه او ملت تباه کوی لکه مولوی غزنوی او نور چي زندانونو کی دی یا وژل شوی او پلید لاسونه یی پیژندلی او د منافقت نقابونه یی مخ په شړیدو او رسوا کیږی ؛ غولیدلی خپل براأت اعلانوی نو ځکه ورځ تر بلې داخلی عکس العمل له مزدورو ملیشو سره زیاتیږی او اصحاب عقل او علم به دی نفرت او براأت ته دوام ورکوی ؛ورنه ملت ټول اسلام منلی او عظیم قربانی ورکړی خو ملیشه طالبانو د خدمت او عزت لار په ذلت او سپکاوی د معزز ملت بدله کړی او د جهاد او خدمت سزا ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب