موږ په خپلو نورو بحثونو کې په دې خبرې وکړې، چې ليکوالي څه شى دى او څنګه کولاى شو عامې او ساده خبرې د ليکوالۍ په چوکاټونو کې واوډو، اوس د دې وا را رسېدلى، چې معاني ته سر ورښکاره کړو او په دې ځان پوه کړ، چې څنګه معاني جوړونه کولاى شو او يا د معاني ښوونيز لارې چارې کومې دي؟
که چېرې موږ داسې خبرې پيدا کړو، چې هغه ليکلو او خوندي کولو ته اړتيا ولري؛ نو اړينه ده، چې له ځان سره يوه اډانه او طرحه جوړه کړو او د خپلو الفاظو غورچاڼ په کې واچو، چې څومره کچ مېچ راځي، که چېرې زموږ الفاظ د نوک او اورۍ په څېر راغلل؛ نو بيا يې په ليکلو پيل کوو او هڅه کوو، چې د هنر خوږلني هم په کې واغږل شي؛ ځکه ليکوالي بايد توري وتوږي او په سينګار شوي بڼه يې وکاروي همدا لامل دى، چې ادب څېړونکي په دې ټينګار کوي، چې د مطلب جوړونه او تراشل د ليکوالۍ لوى هنر دى او که چېرې د دې خبرې په منښتې د هو مهر ولګوئ؛ نو بيا ويلاى شم، چې ليکوالي په حقيقت کې د الفاظو د جوړونې او توږنې هنر دى او همدا هنردى، چې د ټولنې د وګړو ترمنځ يې توپير پيدا کړى، په دې معنا په ټولنې کې ډېر داسې وګړي شته، چې په ځينو مسايلو پوهېږي او خورا د پام وړ معلومات يې په اړه لري؛ خو دا هنر يې بيا نه زده، چې څنګه يې سره راټول او د ليک په جامه کې راونغاړي؛ خو يو شمېر بيا داسې وي، چې هم يې معلومات ډېر وي او هم يې پنځولاى شي، چې ټولنه ترې ګټنه وکړي، ښايي ترڅنګ يې دا موخه هم ولري، چې که ګوندې کوم څوک پيدا شي او د ده معلومات نور هم ور زيات کړي او ځينې خبرې يې تصحيح کړي؛ خو په ښکاره يې موخه ټولنې ته خدمت کول وي.
يو شمېر ليکوال داسې هم شته، چې په دې پوهېږي ځينې مسايل ډېر اړين دي او بايد ورته کار وشي؛ ځکه کوم کار چې ورته شوى بسنده نه دى؛ خو دغه خبره په کوټلو الفاظو نه شي کولاى؛ نو دغو ليکوالو ته اړينه ده، چې د جوړونې او توږنې يا د معاني د ښوونيز لارو چارو هنر زده کړي.
د ليکوالۍ او معاني جوړنې يا يې ښوونيزې لارې چارې د هنر د زده کړې لپاره خورا ډېرې لارې چارې او ژوندۍ بېلګې شته، چې له ليکوال سره مرسته کولاى شي؛ په دې معنا ليکوال چې کله ليکوالي کوي؛ نو ټولنې ته سر ورښکاره کوي، چې څه شي ته ډېره اړتيا ده او دى له څه شي سره مينه لري؛ ځکه ليکوالي او څېړنه تر زده کړې ډېره مينې ته اړتيا لري، چې سړى ورته رياضت وکړي او د زړه ويني ورکړي او چې کله يې دا کار وکړ؛ نو بيا معاني جوړنې او توږنې پسې ګرځي، چې زده يې کړي، خو دغه خبرې ډېرې ساده دي؛ په دې معنا چې په معاني جوړونه کې پېژند»تعريف«، ستاينه، استدلال، د پايلو پلټنه او څېړنه، تمثيل او استشهاد او د مثل لېږل، پرتلنه، ډلبندي، چې په تېرو بحثونو کې پرې هم خبرې وشوې، ډيالوګ يا خبرې اترې، مناظره او داسې نور، چې هر يو به يې په لاندې توګه وسپړل شي، ډېر اړين او د پام وړ دي، چې له نويو ليکوالو سره په ليکوالۍ کې په کافي اندازه مرسته کولاى شي:
١- پېژند»تعريف«: د معاني جوړونې او ښوونيزې لارې چارې يوه لار پېژند او د هغې د پايلې بيان دى. د ادب څېړونکو په اند د پوهنې په ډېرى چارو او فنونو کې مطلب په پېژند پېلېږي، په داسې حال کې چې مطلب بايد تشريح او وسپړل شي او ټولې خوبۍ او نيمګړتياوې يې په ګوته شي، چې د لوستونکي پام ورته راواوړي.
له بده مرغه په ځينو حالاتو کې يوازې پېژند نشي کولاى، چې لوستونکي قانع کړي او يايې ټولو پوښتنو ته ځواب ووايي؛ خو يو شمېر ښوونيز کتابونه لا تر اوسه هم همداسې دي، د ساري په ډول که چېرې موم د ښوونځيو ډېرى ساينسي کتابونه وګورو؛ نو په کې يې ليکلي وي، چې دوه جمه دوه مساوي پر څلور؛ په داسې حال کې، چې د دغې قضيې سپيناوى او تشريح به يې يا سوچه نه وي کړي او يا به يې په ډېرو لنډو تورو داسې کړې وي، چې ماشومان ترې سمه زده کړه نه شي کولاى، همداسې د فزيک، بيولوژۍ او کيميا ځينې پېژندونه دې هم همداسې را واخله، چې آن د ليکوالو تر کچې پورې ورسره لاس و ګرېوان دي.
ادب څېړونکي وايي، چې له پېژند څخه موخه بايد د يوې موضوع سپړل او پېژندل وي، نه له سره تېرول، کله چې يو پېژند وړاندې کېږي موږ بايد د يادې موضوع ټولې بريد پولې او جاجونه وپېژنو، چې څه شى دى او د څه لپاره په کارېږي، يعنې بايد داسې وي، چې د ټولو مصداقونو پايلې او جاجونه ترې واخيستل شي او هغه د چا خبره ټول رانغاړونکى وي، خو که الفاظ يې لنډ او پوره معنا ښندونکي وي؛ نو دا بيا د ليکوال مهارت او وړتيا ده، د ساري په ډول لاندې پېژند ته به ځيرنه وکړو:
څلوريزه هغه شعري چوکاټ دى، چې دوه کړۍ »څلور مسرې« لري، چې له درېيمې مسرې پرته د نورو ټولو قافيه يوشان وي، البته درېيمه مسره يې هم اختياري ده او وزن يې د مفولُ فاعيلُ مفاعيلُ فَعَل په بڼه دى او موخه يې د زړه د درېڅې پرانيستل او خپل احساسات او ګروېږنې له نورو سره ګډول دي، داسې چې هم په کې پند وي، هم پيغام او هم معاني او حکيمانه اندونه .
يا به بله وينا: څلوريزه هغه شعري چوکاټ دى، چې له عربي څخه پښتو شوى. دا فورم څلور مسرې لري، چې د ټولو څپې سره يو شان وي، لومړۍ کړۍ به يې هرومرو مقفى وي؛ خو درېيمه مسره يې اختياري ده او څلورمه مسره يې بېرته د مطلعې قافيه تعقيبوي. البته رديف يې هم اختياري دى؛ خو قافيه يې حتمي ده، د څپو په اړه يې هم تر اوسه کوم محدوديت نه دى ټاکل شوى .
اوس نو که پورته پېژندونو ته ځيرنه وکړو په کې هڅه شوې، چې منطقي ضوابط په کې خوندي شي؛ په دې معنا وچ په وچه پر چا خبرې نه مني او هڅه کوي، چې په لنډو الفاظو کې د څلوريزې پېژند داسې وړاندې کړي، چې کابو ټولو ته ټولمنلى شي او هم د دغه صنف د هرو اړخيزو جاجونو ښکارندويې وکړي؛ يعنې داسې نه دي شوي، چې د دې پېژند په لوستلو سره سم له واره د سړي ذهن د غزل، مثنوي او يا هم نورو شعري چوکاټونو خوا ته لاړ شي.
دا پېژندونه سره له دې، چې ډېر ساده او عادي ښکاري؛ خو په عين حال کې يوازې د څلوريزې د جوليزې بڼې څرګندويې نه کوي؛ بلکې تر وسې وسې يې منځپانګه هم څرګندوي، چې د نوک او اورۍ په څېر جوله او منځپانګه يې اغږل شوې ده.
پورته پېژندونه که له يوې خوا څلوريزه خلکو ته ورپېژني؛ نو له بلې خوا ځينو نورو شعري ګړنو ته هم نغوته کوي، لکه کړۍ يا بيت، مسره، قافيه او رديف او موخه يې دا ده، چې دا نومونه په لوستونکو کې عام دي، ځکه يې کارولي.
د ادب څېړونکو په اند موږ چې کله پېژندونه وړاندې کوو، بايد هڅه وکړو، چې په کې عامې او مروجې کلمې ډېرې استعمال کړو، چې له امله يې لوستونکى د موضوع تل ته ورسېږي او په دې پېژند کې همداسې شوي، دا ځکه چې ټولنه د نويو نومونو په پرتله منل شوي نومونه ژر هضمولاى شي، د ساري په ډول که چېرې موږ خپل کوم کليوال ځوان کوم بل کليوال ځوان ته ورپېژنو؛ نو وايو چې دا پلانى د پلانى زوى د پلاني لمسى، د پلاني ورور، د پلاني وراره، د پلاني کلي اوسېدونکى او… دى. دا ځکه وايو، چې په دغو کسانو کې ښايي زموږ مخامخ لورى له ځينو سره يې وپېژني او هغوى پېژندل شوي کسان وي، خو نوى ځوان ورته ځکه نابلده دى، چې ده نه دى ليدلى؛ خو کله يې چې د کورنۍ په اړه معلومات پيدا کړي؛ نو بيا پرېکړه کولاى شي، چې دا څه ډول انسان دى؟!
په ادبياتو کې ډېر داسې مسايل شته، چې يوازې په تعريف يې سړى تر ډېره پوهېدلاى شي؛ خو چې ليکوال يې ماهر وي؛ خو په ځينو نورو پوهنو کې بيا داسې نه ده، هلته لوستونکى اړ دى، چې د يادې موضوع په اړه پخواني معلومات او تجربې ولري، چې نوى پېژند هضم کړي، په دې معنا تصوف يا عرفان هم همداسې يوه پوهه ده، چې هم پخواني معلومات غواړي او هم تصوفي تجربې، ځکه هلته ډېر داسې نومونه دي، چې موږ ورته په عادي نظر ګورو؛ خو هغه په تصوف کې بېله معنا لري، د ساري په ډول ښايي په ادبي متونو کې موږ د زلفې کلمه د ښځمنو وېښتانو ته وګارو؛ خو په داسې حال کې، چې په تصوف کې يې معنا د خداى او صوفي ترمنځ هغه توره راځړېدلې پرده ده، چې د سالک او معبود ترمنځ يې دېوال جوړ کړى.
د تصوف په پېژندونو کې يوه بله ستونزه دا هم ده، چې ډېرى صوفيان خپلې وګړيزې تجربې لري او هره تجربه د بل صوفي له تجربې سره توپير لري، چې دا په خپله يوه نه همغږي رامنځته کوي، چې ښکاره بېلګې يې په پښتو ادب کې ډېر صوفي او تحريکي ليکوال دي، چې پېژندل شوي يې بايزيد روښان او اخوند درويزه دي. دوى د دې لپاره، چې خپلې خپلې تصوفي لارې يې عامې کړې وي؛ نو هر يو جلا جلا تحريکونه جوړ کړل او ځينې مقامونه يې را وويستل، چې يو سالک پرې خپل محبوب ته رسېدلاى شي؛ خو د دغو پړاونو ترسره کول هم پر پُل صراط مزل دى، چې له تورې تېره او له وېښته نازک دى.
د شيخ فريدالدين عطار نيشابوري په تذکرة الاوليا کې د مريد او مراد اوخداى ته لارې موندلو په اړه بحثونه وينو، چې زموږ له بحثونو سره خورا ډېر توپير لري اوپه خپلو صوفيانه تجربو پوښل شوي دي:
»له صوفي وپوښتل شول، چې مريد او مراد څوک دى؟ ځواب يې ورکړ، په علم کې مريد هغه څوک دى، چې په سياست کې وي او مراد هغه څوک، چې حق رعايت کاندي، ځکه مريد په منډه کې وي او مراد د منډې وهونکي الوتنکى دى، چې الوتنې ته رسي. ترې وپوښتل شول، چې خداى ته څنګه لار ورغلې؟ ځواب يې ورکړ، چې دونيا دې ترکه کړه؛ نو پيدا دې کړه او د هوا خلاف دې وکړ؛ نو له حق سره پيوست شوې…. « .
اوس که پورته تصوفي خبرو ته ځير شو؛ نو ښايي د ټولنيزو الواکونو له مخې يې ډېر ونه منو، په دې معنا په دې کې شک نه شته، چې د لومړي ځل لپاره د پيرۍ او مريدۍ وييونه دوى عام کړي؛ خو دا مهال موږ د ليکوالۍ په ډګر کې هم يو شمېر ليکوال وينو، چې د نورو شاعرانو او يا ليکوالو مريدان وي او د هغوى سبک خوند ورکوي او همداسې د خداى (ج) د لارې رسېدلو خبره هم درواخله، ځکه موږ په هېڅ کتاب کې داسې عبارات نشو پيدا کولاى، چې خداى ته د رسېدو په خاطر د ژوند له چارو سره مخه ښه وکړه، ځکه حلال رزق ګټل هم جهاد دى، ښوونه او روزنه هم جهاد دى او نور ته خير ښېګڼه رسول او د اسلام دين ته يې رابلل هم د قرآن خبره ده او د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د وينا له مخې د انسان ايمان هغه مهال پوره کېږي، چې کله واده وکړي. ښايي دا خبرې بيا پورتنۍ خبرې تر ډېره ردې کړي؛ نو ځکه وايو، چې صوفيانه ګړنې او پېژندونه هغه څه نه دي، چې موږ يې په اسانۍ سره زده او يا هضم کړاى شو.
نو د خپلې پورتنۍ خبرې د پخلي لپاره وينو، چې د ادبياتو د پېژند په پوهېدلو کې کومه ځانګړې ستونزه نه شته، د ساري په ډول:
ادبيات د کلمو هنر دى، ادبيات هغه ژبه ده، چې بېلګې يې طبيعي دي او سړى پرې په اسانۍ پوهېدلاى شي، خو له عادي او قراردادي ژبې سره يو څه توپير لري، دا ځکه موږ په شعر کې داسې الفاظ وينو، چې ښايي په ورځنيو خبرو کې يې ډېر ونه کارو او يا هم د شعر په بڼه يې ونه کارو، لکه موږ په ورځنيو خبرو کې هېڅکله د ګل په سپيارو کې نه وايو او نه د ګلپاڼو اتڼ وايو؛ خو په شعر کې دغو ترکيبونو الفاظ دومره ښکلي کړي، چې سم له واره د انسان د زړه د عاطفې او مينې دريڅې پرانيزي.
که څوک غواړي او که نه شعر په دې هڅه کې وي، چې له قراردادي پړاوو څخه طبيعي پړاوو ته لاره پيدا کړي دا ځکه، چې په همدغه حالت کې شعر له نثر سره توپير پيدا کولاى شي. شعر ډېر ځله هڅه کوي له هغو طبيعي کلمو څخه ګټنه وکړي، چې هنري وي او آهنګ توليد کړي، د ساري په ډول موږ په ټولو شعري وييونو کې وينو، چې د »موږ« پر ځاى »مونږ« ليکي، دا ځکه چې د بدلمېچ له مخې »ن« د »مونږ« په کلمه کې يو ځانګړى آهنګ پيدا کوي، چې له امله يې کلمه سندريزه کېږي.
ادب څېړونکي وايي کله کله داسې هم پېښېږي، چې پېژند ته طنز يا اکسېرنې لار پيدا کوي او له وچوالي څخه يې ژغوري. په دې معنا ځينې مهال چې موږ ځينې پوهې تعريفو؛ نو اړ يو، چې له وچو او منل شويو الفاظو څخه ګټنه وکړو؛ خو طنز بيا دغه بريد پولې ماتوي او دومره هنر په کې زايوي، چې هم پېژند خوندور شي او هم يې لوستونکي په اسانۍ سره داسې زده کړي، چې بيا تر ډېره وخته يې په ذهن کې بستره اچولې وي، چې په پښتو ادب کې يې ښه بېلګه استاد سعدالدين شپون دى. د استاد شپون کمال په دې کې دى، چې هره خبره د طنز په اوبو لمبوي او بيا يې وړاندې کوي او همدا لامل دى، چې خورا ډېر پليوني يې پيدا کړي او هرڅوک يې ليک خوښي. لاندې به يې څو خبرو ته پام وکړو:
»هماغه قفقازي صيب، افندي امين ميرزا مې ياد شي، چې موږ ته يې د فلسفې درس راکاوه او تر اخره نه موږ د ده په خبرو پوه شوو او نه دى زموږ په پوښتنو، خو ځينې نومونه چې ده ياد کړل، لکه کانت، کيرکي ګارد، نيچه، وروسته مې چې په انګليسۍ د هغوى کتابونه ولوستل پوه شوم، چې قفقازي صيب عالم و… « .
شپون صاحب په پورته خبرو کې نېغ په نېغه نه وايي، چې يو څه د استاد خونده نه وه او يو څه فلسفه ستونزمنه پوهه ده؛ خو بس د طنز په جامه کې يې له دواړو جامې ويستې دي.
پېژند په هغو پوهو او فنونو کې، چې ډېرى وخت له مجردو جاجونو سره، لکه رياضيات او منطق سره سروکار لري ډېر د پام وړ او مهم دى، پر دې سربېره په سيند ليکلو او فرهنګونو کې هم ډېر د پام وړ دى؛ ځکه همدغه پېژندونه دي، چې هلته ځينې وييونه واضيح کوي او ريښه يې پلټي، چې څه وخت او چېرته رامنځته شوې ده.
نو که خبره مو رانغاړلې وي پېژند يا تعريف د معاني د ښوونيزې لارې چارې هغه اصل او ار دى، چې پرمټ يې دغه پوهه رغېدلې او د دغې پوهې په واضيح او تشريح کولو کې يې ستر رول لوبولى دى.