جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+پاکستاني رسنۍ او خبریالان د پوځ په خدمت کې 

پاکستاني رسنۍ او خبریالان د پوځ په خدمت کې 

له کومې ورځې چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ریاست او په ځانګړي ډول د پوځ او استخباراتو له خوا په پښتنو او بلوڅو ظلمونه پیل شوي، ورسره سم د یاد هیواد رسنیو او خبریالانو د ظالم طرف نیولی، په یادو قومونو او ولسونو په کیدونکي جبر او وحشت يې نه یوازې سترګې پټې کړې، بلکې د حکومت په خوله يې په همدغو بې وسو خلکو باندې بیلابیلې ټاپې لګولې او دا يې په ګوته کړې چې همدا قومونه ملامته دي، نو ځکه يې ریاست وژنې، نیسې يې او نورې نارواوې ورسره کوي.
د ریاست پوځیان، هيلې کاپټرې، بې پیلوټه الوتکې او جیټ چې د خلکو کورونه ورانوي هلته ماشومان، تور سرې، بوډاګان ن او عام وګړې وژني دوی ورباندې د دهشتګرد او د خوارجو نومونه ږدې.
له ۲۰۰۸ زیږدیز کال څخه راپه دې خوا چې په سوات، باجوړ، وزیرستانونو، خیبر، بنو او بلوچستان کې چې  پاکستاني ریاست د ترهګرو د ځپلو په نوم کوم پوځي عملیات ترسره کړي دي، په ټولو کې د وسله والو په ځای ولسونو درانه زیانونه لیدلي او د دغو زیانونو وجه دا ده شوه چې څو ځله ځايي اوسیدونکي کډوالۍ ته اړ شول.
عیني شاهدان او په دغو عملیاتو کې زیانمن شوي وايي،په سېمه کې شته جګړه ماران د حکومت لخوا روزل کیږې،هغوي ته وسلې او ډول ډول امکانات ورکول کېږې،
د دوي په وینا،د دواړو هدف یو دی او هغه دغه له معدنو او طبعې زیرمو څخه ډکه خاوره له اصلې اوسیدونکو خالې کول او د حکومت تر کنترول لاندې راوستل دي،څو په اسانه يې د قیمتې او نیمه قیمي ډبرو کانونه،د تیلو او ګیسو زیرمو تالا کړي او پنجاب  ته يې انتقال کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او نور کسان دا دعوه کوې چې د همدې معدنونو د ترلاسه کولو لپاره په یوه او بله بهانه  او په بیلابیلو نومونو  ګڼ پوځي عملیات ،بمبارۍ،توپچي بریدونه ،پټ او ښکاره پلانونه عملي شول چې په نتیجه کې يې اتیا  زره  معصوم پښتانه  و وژل شول،په لکونو ماشومان یتیمان شول،په لسګونه زره پټپيان او نن سبا له ستونزو ډک ژوند تیروي.پنځوس زره ځوانان او د کورنیو د ګټې وټې کسان يې ورک کړای شوي چې هره شېبه يې کورنۍ د پیدا کیدو او راتلو انتظار کوي.
د خلکو بې شمیر کورونه،بازارونه ،مسجدونه ،ښونځي،روغتونونه او عامه المنفع ځایونه ړنګ کړی شول،خو پاکستانی رسنیو د ولسونو مرګ ژوبلو، کړاونو او ستونزو ته ارزښت ورنکړ،بلکې هغه ډول ته يې نڅل او ناڅې چې کوم (جې ایچ کیو) ورته غږوې.
پلوڅ او پښتانه په یو ډول مشکلاتو کې د ژوند شپې ورځې تیروې.
د همدې ظلمونو او وحشتونو د بندولو لپاره پښتنو او بلوڅانو څو ځله د پاکستان په مرکز اسلام اباد  او نورو ځایونو کې سولیز او پر امن پرلتونه،غونډې او مظاهرې وکړې،دغو په زرګونو کسانو چې ښځې ،ماشومان،بوډاګان او ځوانان پکې شامل و یواځې د امن غوښتنه  کوله او کوي يې،خو د پاکستان حکومت  يې هیڅ غوښتنه ونه منله،بلکې په یادو غونډو او پرلتونو يې اوښکي بهونکي ګازونه،د ټوپکو ډزې اواوبه شیندلې.
د تیر کال اکتوبر میاشتې د دوهمې لسېزې په لومړیو دریو ورځ کې  په جمرود کې يې د پښتنو عدالت غوښتنې جرګې جوړولو مخنیوی وکړ،د خلکو پرمخ يې لارې بندې کړې،ډول ډول بندیزونه يې ولګول او ښه پریمانه ګواښونه يې وکړل،خو پښتانه یو بندیز او ګواښ ته تسلیم نشول،بلکې د موټرو په ځاي يې په پښو اوږدې او له خنډونو ډکې لارې و وهلې.  کله  چې په ظلمونو او جبر د ژوندی پاتي شوی حکومت  مشران پوه شول چې  شومو هڅو کې يې کومه نتېجه ورنکړه،نو بیا يې د جرګې په ځاي برید وکړ،هلته هم پښتنو خپلې سېنې ورته سپر کړې.حکومت پرې ډزې وکړې چې په پایله کې يې دري ځوانان شهیدان شول او یو شمیر ټپیان شول.
د دغو قربانیو سره د پښتنو وېنې نورې هم  تودې او جذبې  يي لا ځواکمنې شوې او په یوه غږ  له یو ملیون زیات پښتانه سره راټول او د خپلو ستونزو د هوارې د پاره يې  د ګڼو مهمو پریکړو اعلانولو سره لویه او تاریخي جرګه  ترسره کړه.
خو پاکستانیو چارواکو دغه عدالت غوښتونکي جرګې ته هم د دهشتګردۍ  نوم ورکړل او د دغه حکومت لخوا تمویلیدونکو رسنیو هم پرې ډول ډول تورونه ولګول  چې یوه يې حقیقت نه درلوده ،بلکې ټول درواغ ، منافقت او تعصب څخه ډکې خبرې وې.
د همدې جرګې ګڼ قومي مشران او ګډوانو باندې يې د بندیزونو او نیولو حکمونه جاري کړل،چې په نتېجه کې د ملک نصیر کوکي خیل،عبدالصمد خان په ګډون ګڼ کسان ونیول چې تراوسه د پنجاب په زندانونو کې له جرم پرته سختې شپې ورځې تیروي.
د دغو شخصیتونو په نیولو يې زړه یخ نشو بلکې د همدې جرګې مخکښ عالمان هر یو مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب يې شهیدان کړل.
د دومره ظلمونو سربیره بیاهم پاکستانیو رسنیو د پښتنو او بلوڅو په وژنو،نیونو،نا درکه کولو ،د هستوګنو کورنو،د مسجدونو ،ښونځیو ،روغتونونو په ورانولو هیڅ زړه خوږ نشو او نه يې کله پرې کوم راپور جوړ کړ.
ځانونه يې پرې داسې کاڼه،ړانده او ګونګیان کړي چې ګویا  دلته هیڅ ندي پېښ شوي او نه هم پښتنو او بلوڅو کومه غونډه،پرلت او مظاهره کړې ده.
که باکستاني خبریالان دا وايي،چې موږ باجوړ،وزیرستانونو،بلوچستان او نورو ځایونو ته نشو تللی ،نو ځکه يې د پېښو خبرونو ته لاس رسی نلرو او له خپریدو پاتې کېږې.خو کله چې په اسلام ،پيښور،لاهور،کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې پرلتونه او غونډې کېږې،د هغه خبرونه هم تاسو نه نشروۍ.
رسنۍ او خبریالان د ټولنې سترګې،ژبې او غوږونه دي. څه چې په ټولنه کې ګورې،اورې باید هغه نشر کړي.
رسنۍ او خبریالان د حکومتونو او ولسونو ترمنځ د پل حثیت لرې.
مانا دا چې د ولسونو ستونزې ،شکایتونه او غوښتنې به حکومت ته رسوې ،څو يې د حل کولو په اړه  کار ترسره شي او د حکومتونو د ترسره کړو یا تر سره کیدونو خدمتونو څخه ولسونه خبر کړي.
د رسنیو او خبریالانو د دغو راپورونو  په برکت د حکومت او ولس ترمنځ رامنځ ته شوی واټن کمیږي او یو پر بل باور کوي.
خو پاکستانیو رسنیو خپل دا مسولیت په سمه توګه ندی ترسره کړی.
په ژورنالیزم کې بې طرفې او توازن مهم اخلاق دي چې کوم راپور کې بې پرې توب او توازن نه وي مراعت شوی ،هغه ته څوک کره راپور  نشي ویلی.
په پاکستان کې حکومت او تش په نوم ازادي رسنۍ ټولې یو ډول کردار ترسره کوې او هغه د یواځې د حکومت فرمایشونه،د پنچاب او سیند خبرونه په سمه توګه نشرول،خو پښتونخوا او بلوچستان له پامه غورځو یا ورسره د میرې مور سلوک کول.
که په پنجاب او سیند کې یوه پيشو یا سپی ورک یا و وژل شي،تر یوې میاشتې پورې ټولې رسنۍ اخته وي،کار پوهان پرې بحثونه کوې.
د هغوي په ودونو او دودونو باندې پریمانه راپورونه جوړیږي.
تیر کال له یوې اوښې یا اوښ پښه پرې کړای شوې وه،ټولو رسنیو او مبصرینو پرې بحثونه کول چې ستر ظلم ترسره شوی او باید مجرمینو ته يې سخته سزا ورکړی شي.
د سیند او پنجاب په ایالاتونو کې د پولیسو او ځايي  بدمعاشانو لخوا په سلګونو پښتانه او بلوڅ ونیول شول ، و وژل شول او حتی د الشفا روغتون په چت او کوټو کې د هغو پښتنو او بلوڅو له پنځه سوو زیات خراب شوي جسدونه وموندل شول،چې پولیسو او پوځ په یو او بل نوم نیولي ،بیا يې په یاد روغتون پلورلي چې ترې ګوردې،زړونه او نور حیاتي اندامونه وباسي او د پيسو په بدل کې د نورو ژوند وژغورې،دا څومره ظلم او زیاتی دی چې روغ جوړ ځوانان نیسه له هغوي خوږ ژوند د دې د پاره اخله چې نور  پنجابیان پرې ژوندي پاتې شي.
پدې ظلم او قتلونو باندې هم د پاکستاني رسنیو هیڅ ونه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب