یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د عراق د مشهور شاعر شیرکو بیکس څو شعرونوه؛ ژباړه: پروین ملال

د عراق د مشهور شاعر شیرکو بیکس څو شعرونوه؛ ژباړه: پروین ملال

     راز

اې ښکلې نجلۍ

ته نه شاعره ېې او نه انځورګره

خوزه، دواړه یم

اما

څوک پوهیږي

سترګې دې هره شپه

ماته شعرونه په غلا راوړي

څوک پوهیږېي

چې  دا خو ستا ګوتې دي

چې زما انځورونه انځوروي

اوس له هغې ورځې بیریږم

چې ستا سترګې او ګوټې

دا راز بربنډ کړي

کوڅې، سړک او نړۍ ته ووايي:

چې دا سړی نه شاعر دی

نه انځور ګر

تهران

تهران په زور ونو ته بغرې ورواغوستلې

اوبو ته يې عبا ور واغوستل

جادو ته یې جبه وراوغوستل

او باغچو ته عمامه

ږغ یې مجبور کړ چې ږیره پریږدي

شعر ته یې د عاشورا کالي ورواغوستل

موسیقي یې کونډه کړه

او ژوند یې پر فاتحه ورکښېنوی

تهران هیچا ته نه خاندې

یوازي

مرګ ته خاندي

د تهران هیڅ شی نه خوښیږي

غیر د مرګ څخه

پرښخو، نجونو او زامنو

د مرګ نومونه ږدي

هغه څه، چې هلته نه زیږي

هغه ژوند دی

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

عبا ـ    ښځينه چپنه چې مخ ته د غوټو په وسیله بندیږې.

جبه –   هغه ارت اوږد کمیس چې لستوڼي یې له تنې سره یوځای سکښت شوي وي

         ځینې عربي میرمنې او عیسوي راهبې یې اغوندي.

عمامه  ـــ هغه ځانګړې لنګوټه یا پګړۍ چې دیني عالمان یې پر سر تړي.

 هغه د مړینې تر وخت پوري

ټغرونه واوبدل

او ګلان یې وکرل

خو کله چې مړ شو

نه یې تر پښو لاندې ټغر و

 او نه پرقبر ګلونه

ښځه او ازادي

 د ختیځ پر مځکه مې

 چې هرڅه کوښښ وکړ

هیندارې ته مخامخ

او یا پر دوو چوکیو باندې

څنګ پر څنګ

د (ښځې) او (ازادۍ)

کلمې سره کښینوم

کوښښ مې نتیجه نه ورکول

هروار به

د (خلګو) کلمه تسبېح په لاس کې راتلل

او د ښځې پر ځای به کښېناستل.

ونې خپل سیوری د مځکې څخه بیرته واخیست

چې پوهه شوه د سیوری لاندې یې یو تږی سړی

چې د ځنګل نهالان وژني تبر په لاس بیده دی

د څوارلسمې سپوږمۍ خپله روڼا د خاورو څخه

بیرته واخیستل

کله چې وپوهیدل یو څوک د دې په روڼا کې جال اوبدي

چې سهار پکې بندي کړي

زړه کیلي په قلف کې ونه څرخیدل

چې وپوهیدل د محبس څخه یې څراغ راوړي

چې مړ یې کړي

واټ په روڼا لار غلطه کړه

چې پوه شو مسلح کسان ورباندې تیریږي

اولیک یې په بند پاکټ کې مړ کړ

چې پوه شو د ښکلی شعر د اعدام خبر پکې دی

ژباړه: پروین ملال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....