تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) د بریتانیا دفاع وزارت تایید کړې چې د څه باندې ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کومانډو د بیا میشتېدو غوښتنې یې رد کړي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت دا پرېکړه له دې سره سره کړې د بریتانیا تر ملاتړ لاندې ځواکونو کې د هغوی د خدمت کولو مستند شواهد موجود دي.
د راپور له مخې، یاد کومانډو ځواکونه په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د بریتانیايي ځواکونو له خوا روزل شوي، تمویل شوي، یا مستقیماً ملاتړ شوي وو.
د بریتانیا د پالیسیو خلاف پرېکړه
دا افشا شوی راپور د بریتانیا د دفاع وزارت له پخوانیو ادعاوو سره ټکر په ټکر کې دی، چې ویل یې«هغه افغانان چې له بریتانیايي ځواکونو سره یې خدمت کړی، د بیا میشتېدو لپاره د بریتانیا د پالیسۍ پر اساس په دې هیواد کې د مېشتېدو مستحق ګڼل کېږي.»
د بریتانیا پارلمان او د دفاعي انتخاباتي کمېټې غړی مایک مارتین، دا پرېکړه “د ژورې اندېښنې وړ” وبلله.
هغه د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل:
«دا داسې ښکاري چې بریتانیايي ځانګړو ځواکونو د افغان ځانګړو ځواکونو غوښتنلیکونه ځکه رد کړي چې هغوی شاید د بریتانیا له خوا د احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وي.»
قضیه ممکن رسماً وڅېړل شي
مایک مارتین زیاته کړه که چېرې د دفاع وزارت د دې پرېکړې واضح وضاحت ور نه کړي، نو موضوع باید په رسمي ډول وڅېړل شي.
تر ۲۰۰۰ د زیاتو افغان کومانډو د بیا میشتېدو د غوښتنو ردیدو موضوع په دې وروستیو کې د یوې محکمې د اوریدنې پر ترڅ کې هغه مهال افشا شوه، چې دا قضیه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي د همدې میاشتې په پیل کې قانوني ننګونې ته وړاندې کړې وه.
څومره د شرم خبره ده چي له بریتانیا، برتانیا ته د عسکري او چاکري په بدل کی پناهندگي غواړو. له هماغه انګریزه چی افتخار هم کوو ٣ ځله مو ماته ورکړي او شړلي مو دي. او په شاه شجاع خوار لانت هم وایوو.
زموږ ژوند زموږ تاريخ زموږ وياړونه زموږ روایتونه زموږ ارزښتونه له بلهاو تناقضونو ډک دي
SHAME FOR WHO WANT ASSYLUM FROM ENGLICE,
WHY AFGHANS ACCEPT ORDER OF PAKISTAN/ENGLICE AMERICA/IRAN
BUT BUT BUT. DONOT LIKE TO LIVE IN AFGHANISTAN AND ACCEPT ISLAMIC RULLE.
ALL AFGHANS DO SHAME LESS JOBS IN EUROPE AND IN WEST.
BUT DONOT LIKE TO STAY IN AFGHANISTAN UNDER ISLAMIC GOVERNMENT.
IN AFGHANISTAN IS NOT MUCH PROBLEM HOW MUCH IN GERMANY
MY DEAR AFGHANS STAY IN AFGHANISTAN,NO ONE WILL KILL YOU .
THANK YOU