تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۹مه】د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان ایالت کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
دغه وزارت ویلي، چې وړمه شپه ناوخته د بلوچستان ایالت په کویټه او کچلاک سیمو کې پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو کورنۍ له خپلو مېنو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.
سرچینه زیاتوي، په یادو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي، چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوې دي.
د طالبانو حکومت وايي، پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړي او لاهم دوام لري.
د کډوالو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیس په پرلپسې ډول په هغه هېواد کې افغان کډوال د وسیلې په توګه استفاده کوي او زور زیاتی ورسره کوي.