Homeخبرونهفوټبالر ماشوم د بادغیس له خړو میدانونو کابل ته را غوښتل کېږي

فوټبالر ماشوم د بادغیس له خړو میدانونو کابل ته را غوښتل کېږي

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』ټولنیزو رسنیو د بادغیسي فوټبالر ماشوم محمد عثمان ژوند ور بدل کړ.

تازه افغانستان کې د طالبانو د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست عمومي سرپرست رییس احمدالله وثیق ویلي، چې په بادغیس ولایت کې محمد عثمان نومی تکړه فوټبالر ماشوم به د مسلکي روزنې لپاره کابل ته را وغواړي.

دې ماشوم، چې په خاورو، دوړو او ساده جامو کې فوټبال کاوه؛ مسلکي حرکتونو یې د ټولنیزو رسنیو پام ځانته را واړوه.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ماشوم خپرې شوې وېډیو هم زیات مینه وال پیدا او ټولو په یوه غږ د ده د مسلکي روزنې غوښتنه وکړه.

افغانستان کې د ورزشي خبریالانو تازه جوړ شوي فدراسیون هم د دغه ماشوم لپاره له تېرو څو ورځو راهیسې هڅې پیل کړې وې.

خو د طالبانو د المپیک رئیس وثیق وایي؛ محمد عثمان ته به په کابل کې د سپورټ آسانتیاوې برابرې او ډېر ژر به د مسلکي روزنې لپاره کابل ته راوبلل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...