Homeخبرونهپاکستان کې چاودنې د پولیسو په ګډون ۱۰ تنه مړه او ژوبل...

پاکستان کې چاودنې د پولیسو په ګډون ۱۰ تنه مړه او ژوبل کړل

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』‏د پاکستان جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د چاودنې له امله یو پاکستانی پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، دا چاودنه د پاکستاني پولیسو د ګزمې پر یوه موټر شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دا چاودنه د واڼه بازار واخوان مارکېټ سیمه کې شوې ده.

رسنۍ وایي د چاودنې له امله ۸ عام کسان هم ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې ټپیان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي.

د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت پاکستان کې د فعالو وسله والو ډلو له منځه چا نه دی منلی.

پاکستان کې وسله وال بریدونه او بمي چاودنې ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دي، چې تر دې وړاندې د ډېری بریدونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي په غاړه اخیستی خو د دې برید په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. لطفا په عنوان کې د مړو او زخمیانو مجموعي شمېر یو ځای مه لیکئ. دا د انسان په روح او روان باندې ډېر بد تاثیر کوي. په خپلو لوستونکو باندې رحم وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...