جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان او تاتارستان د ۱۸۳ میلیونه ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

افغانستان او تاتارستان د ۱۸۳ میلیونه ډالرو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.

د طالبانو د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړې د دواړو خواوو د خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوې.

سرچینه زیاتوي چې دغه هوکړې د خوړو، الوتکو د تولید، اوبو، تېلو او ګازو، برېښنايي وسایلو د تولید، صابون، حفظ الصحې محصولاتو، ساختماني موادو او اوسپني ویلي کولو په برخو کې وشوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیک ویلادیمروویچ کورو بچینکو افغانستان د دغه هیواد د تېلو په نندارتون کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوې ده.

دا هوکړې داسې مهال لاسلیک کېږي، چې تېره یکشنبه د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۰ میلیونه ډالرو هوکړې لاسلیک شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...