Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۲۹۹ افغانان آزاد او افغانستان ته راستانه کړای...

د پاکستان له زندانونو ۲۹۹ افغانان آزاد او افغانستان ته راستانه کړای شول

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۶مه』د پاکستان له زندانونو ۲۹۹ افغان زنداني کډوال ازاد او افغانستان ته راستانه کړای شول.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارات نن (پنج شنبه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه بندیان تېره یوه اوونۍ کې د کندهار د سپین بولدک له لاري هیواد ته راستانه کړای شوي دي.

یاد وزارت وایي، راغلو کډوالو ته د مرستو تر ورکولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه کسان د یاد هیواد په بېلابېلو سیمو کې پاکستاني پولیسو نیولي او له ۲۰ ورځو څخه تر درېیو میاشتو په زندانونو کې بندیان وو.

سرچینې تر دې وړاندې د یاد هیواد له زندانونو څخه د ۲۵۰ تنه افغان بندیانو د خوشې کېدلو خبر ورکړی دی.

دا کسان داسې مهال له زندانه خوشې او افغانستان ته راستنېږي، چې پاکستان تازه د کډوالو د ایستلو بله څپه پیلوي او غواړي له دغه هېواده د پي او آر کارت لرونکي وباسي.

ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم پرون چهارشنبه د پاکستان پر دې پرېکړې خواشیني ښودلې وه او ویلي یې وو چې د پاکستان دا حرکت له کړو ژمنو سرغړونه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...