تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۱۶مه』د طالبانو سترې محکمې ویلي چې، په کابل او زابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په درو وهلي دي.
یادي محکمې تېره شپه ناوخته په دوو خبرپاڼو کې ویلي چې، د دغو کسانو له ډلي د یوې ښځې په ګډون ۷ کسان د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي.
خبرپاڼه وایي، چې دغه کسان د زنا، غلا او نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په سزا ورسېدل.
دغه راز ۷ تنه نور په کابل کې د ټابلیټ کا او ذیکپ نشه يي ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور په تعزیري سزاوو او تنفیذي بند محکوم شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼو کې راغلي چې، لومړي ۷ کسان د خلکو مخ ته له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرې وهل شوي او دوهمه ډله کسان له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهل شوي او تر درېیو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۰ کسان په عام محضر کې په سزا رسول شوي دي.
افغانستان باندې د طالبان تر بیا حاکمیت را وروسته دغې ډلې د هېواد په ولایتونو کې سلګونه کسانو ته په علني ډول سزا ورکړې ده.
د طالبانو دغه حرکت په کور دننه او د باندې غبرګونونه لري خو د مخنیوي د بار بار غوښتنو سره سره طالبان لا دا ډول سزاوو ته دوام ورکوي.