پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار به سږکال ۲۱ ټنه خُرما بازار ته وړاندې کړي

ننګرهار به سږکال ۲۱ ټنه خُرما بازار ته وړاندې کړي

تاند『چهارشنبه د زمري ـ اسد ۱۵مه』ننګرهار د طالبانو وادې کرنیز شرکت مسوولان وایي، سږ کال د دې ولایت خرما باغونه ۲۱ ټنه خرما تولید لري.

ننګرهار کې د طالبانو د ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د کانال شرکت اړوند ړوند د هډې فارم له ۴۰ جریبه بڼ څخه به په نږدې ورځو کې شاوخوا ۲۱ ټنه لوړ کیفیت لرونکې خرما راټولې او بازار ته وړاندې شي.

خبرپاڼه کې سږنی حاصل د خرما د تولید له مهمو پرمختګونو څخه ګڼل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د خرما د بڼونو پراخوالي لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې پراخې هڅې پیل شوي او تازه په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما نوی بڼ هم جوړ شوی دی.

په ورته مهال ننګرهاریان له طالبانو غواړي چې دغه لوړ ذایقه لرونکي نسلونه نوره هم پراخ کړي او نیالګي‌ یې پر باغدارانو وويشي ترڅو د تولید کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو د کانال ریاست مسئولان وایي، چې د خرما دغه نسل نه یوازې ښه حاصل ورکوي؛ بلکې په خوږوالي کې هم بې‌ ساری دی، چې له امله به یې د بڼوالو اقتصادي وضعیت ښه او د کورني بازار اړتیاوې تر ډېره پوره شي.

ننګرهار حاصلخیزه ځمکې لري او اوسېدونکي یې د نورو کارونو ترڅنګ په کرنه او مالدارۍ او بڼوالۍ هم بوخت دي.

د خرما ترڅنګ ننګرهار د مالټو، هندواڼو او زیتونو په تولید کې هم خورا مثبت نوم لري، چې د حاصل پرمهال د هېواد له بېلابیلو ولایتونو خلک د ننګرهار نندارې ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...