سه شنبه, فبروري 7, 2023
Home+د چاردرې د پېغلې نيمګړى انځور / سعيد زابلى

د چاردرې د پېغلې نيمګړى انځور / سعيد زابلى

پېړۍ ـ پېړۍ وړاندې حيرانوونكى مزلونه مو كړي دي؟ نن زه د دې مزل په يوه اوږده سفر وتلى وم، د پسرلي موسم، تكه شنه دره، شنې غونډۍ، رڼې چينې، دا هغه څه دي چې خداى د كندوز پر چار دره لورولي دي او زه دومره په كې وګرځېدم چې ان يوه نيمه پيړۍ وړاندې مې معصوم او زړه بوږنوونكي ږغوونه واورېدل. په دې دره كې د يوې شنې غونډۍ په لمن كې د كوچيانو كېږدۍ *پلنې دي او خروړي سپو يې اړخونو ته سرونه پرغځېدلو منګلو ايښي، بيا غوږونه څك كړي، لكۍ وښوروي، د مرغانو اوازونو سندريزه فضا جوړه كړې، كورنۍ چرګې كورټ كورټ په شنو ورشو كې مښوكې وهي، نري شمال ګلونه په نڅا راوستي، د پورې غونډۍ په اړخ كې تنكي سيرلي او د مېږو وري، په درپكو درپكو يوې او بلې خوا ته منډې وهي. د پلنو كېږديو په منځه كې يوه خړه كېږدۍ چې پېڅول يې نيم پورته نيم ځوړند ده، دننه ناسته موركۍ له خپلې لور زهرې سره چې لوړه دنګه سپينه غونډه منډه پېغله ده، خبرې کوي، موركۍ يې په لاس كې د وړيو څرخي ته تاو وركړ: زهره جانې، ته اوس د كاكا د زوى باتور په هوس يې.

زهرې په شرمناك اواز د مور خبرې پرې كړې: وئ مور جانې پرېږده: زه څه په خبره يم، دا خو ستا او بابا دغو خبرې دي.

زهره د سالو پېڅكه په غاښو كې نيسي، د لاس ګوتې كښېكاږي په شونډو يې نرۍ له شرمه ډكه موسكا خپريږي. له كېږدۍ د باندې سپى غپ غپ كوي او د يو چا د پښو ښکالو هم پورته كېږي. زهرې د كېږدۍ پرده پورته كړه، پر ملا ټيټه شوه، شرنګ د پايزيبو او لونګين لمنې له ځمكې سره ولګېدې. په خندا شوه، وئ مه پاره يې؟

هو خورې: ګودر ته ځو؟

زهره: ښه وايې، اوس لا رمه نه ده راغلې اوبه به راوړو.

له دې سره منګى پر اوږو ږدي، ګودر ته په شنو وښو كې پر كږه وږه لاره ځي، ګودر د پورې غونډيو په منځ كې له كېږديو نهام دى، دوې دنګې كوچۍ پېغلې شرپ و شروپ روانې دي، لويې پايڅې يې پر لاره له ګلونو سره د لګېدو په وخت کې د وږمو بوى پورته كوي، لكه لاره او ګلونو چې د ښايسته كوچيو پېغلو مخته عطرونه شيندي.

په ګودر كې دواړه پېغلې د خپلو زړونو حال سره وايي، حيايې په سترګو كې په څپو، يو بله ته نه شي كتى، زهره د كاكا د زوى باتور كيسه كوي، دواړه ټيټي ګوري منګي په لپو لپو ډکوي.

ناڅاپه زهره په اوبو كې يو تصوير ويني، خو چې سر راپورته كړي، يو ځوان لكه د خزان پاڼه تك ژيړ، لړزېدونكى وجود يې شاته ولاړ دى، اوف خدايه دا څوك دى، لكه ترهېدلې هوسۍ په منډه منګي راخلي او د غونډيو له منځه كېږديو ته ځانونه رسوي.

ځوان همدلته د يوې غونډۍ پر سر ګودر ته غلى لكه ويشتلى مرغه ډوب زړه كېني: په تمه دى چې بيا به پيغلې راځي.

دا ځوان له خپلو ښكارزنو ملګرو سره د چاردرې د پسرلي په شرابي موسم كې راوتلى دى، دوى ښكار كوي، ملګري يې يوې او بلې خوا ته اسونه ځغلوي، د ښكار شوق اخستي دي، په غرڅو پسې يوې او بلې خوا ته پرې وړي، مازيګر چې لمر له غره خپله زرينه څېره پټوله، سره راغونډ شول، خو د دوى مشر، د كندز د مير زوى، مراد بيګ، د چا چې لښكرې په واك كې دي، ماڼۍ يې د خدمت لپاره جوړې شوې دي او د چاردرې د پېغلو د سندرو شهزاده دى، نشته او ورك دى، خدايه چرته غيب شو؟ يوه ښكارزن سپاهي بې واكه چيغه كړه، م. ر.را.دبيګګ، غږ په غونډيو كې بيرته راغبرګ شو، ممم… ر…را…ادبيګګګ، اسونه وشڼېدل، خو هيڅ درک يې ونه لګېده، يوې او بلې خوا ته په منډه شول، تياره په خورېدو وه چې ګودرته نږدې، د غونډۍ پر سر يې د مير زوى ختلى زړه، نمجنې سترګې، وموند، ټول ترې راغونډ شول، په سويو اوازونو يې وپوښته، څه شوي، موږ به ستا لپاره د مرغانو پى راوړو، اې زموږ د مير نازولي زويه.

خو د مير زوى مرادبيګ يوازې دومره ورته وويل: ز…ه… زه ښكار شوى يم… ما… هو… تاسو… ته وايم، ښه غوږ كېږدئ، ما پرېږدئ او تاسو خپلو كورونو ته ولاړ شئ، هغه لښكرې هغه ماڼۍ هغه زما لپاره نه دي، د خداى لپاره، ما پرېږدئ، دا ځاى ماته د مير تر ماڼۍ هم ډېر ارزښتمند دى، ت… ت… تاسو… تاسو ته وايم، لاړى شئ، زه همدلته ښه يم.

ښكارزن له اوږده ځنډ وروسته په كيسه پوه شول، ډېرې سلا مشورې وشوې، ناوخته شو، اسمان له ستورو ډك شو، د شپې د مخلوقاتو چرچر- چچ- چوچو له ترنمه ډكه سرودونه شروع شول، دوى په دې مشوره ورسېدل چې كېږدۍ ته ورشي.

د سپیو له غپا سره د كېږديو خاوندان ټول راويښ شول، د اسونو سپرو ته راووتل، له پيژندل كېدو وروسته يې د زهرې له پلار سره خبرې پيل كړې.

وا وا څومره بختور كوچی، دې ته وايې بخت او تخت، اې د خداى نيك بخته ستا پر لور د مير زوى زړه بايللى دى، د چاردرې د مير زوى چې ټوله سيمه يې د اسونو په سيوري كې ده.

د زهرې د پلار ژبه ونښته، په وارخطايۍ او تلولۍ ژبه ورته وايي څه ـ څه ـ څه مو وويل.

ستا لور به د كندوز د مير مږور(نږور) شي او ته به د يو داسې چا خسر شې چې په ټول كندز كې به ستا پښو ته څوك ازغى وا نه چوي.

د زهرې پلار په لړزېدلې ناكامه لهجه وويل، زهره د خپل كاكا د زوى باتور په نوم ده.

له دې خبرې سره د مير نوكران ځي، په سبا په شنه دره كې ګڼ اسونه، جګې غاړې په منډه منډه او شڼهار پلنو كېږديو ته راځي، يو لوى صندوق د زهرې د كېږدۍ مخې ته ږدې، زهره دننه، د كاليو د خورجين شاته الوتې بڼه، ختلى زړه پټيږي، پلار يې د مير سپاهيانو ته سلام كوي.

هغوى ورته وايي: د زهرې پلاره، دا وګوره او بيا د خپلې لور فيصله وكړه، د زهرې پلار: دا نشي كيداى موږ غريبانو او دا جنی د كاكا د زوى په نوم ده، زما لور… يو سپاهي يې خبرې پرې كړې، موږ وايو چې دا وګوره په دې صندق كې ټول هغه څه دي چې تا به قانع كړي.

د زهرې پلار عجز كوي: د خداى لپاره، باتور مې وراره دى اخرڅنګه داسې وكړم. نه نه زه داسې نه شم كولى، ټولې اشرپۍ واخلئ. زه ـ زه دې ته نه يم تيار.

خو يو سپاهي ور وړاندې كېږي: زړوره، صندق خلاص كړه، هرڅه په دې صندوق كې دي، ستا هره ستونزه په دې صندوق له منځه ځي، له دې سره يې په زور مجبوروي چې د صندوق سرخلاص كړي، كړزـ ز، د زهرې پلار چې سترګې ورباندې ولګېدې پر ځاى لكه بوت رډې سترګې ودرېد، په صندوق كې د باتور غوڅ شوى سر، خمارې خلاصې سترګې، ژېړ مخ يوې خوا ته كوږ پروت و.

د چاردرې د ښكلې زهرې پېغلې داستان همدومره زما لپاره وه، نور مې سترګې او ځان قابو نه شو كړاى، خيالونه مې كرخت شول او لكه منار تر ډېره يې پر ځاى ولاړ ودرولم.

دا د زهره كتاب د منظوم داستان يوه وړه تابلو وه (ما كټ مټ نه، بلكې د نثر په خاطر مې په كې خيالي انځورونه نور هم غوړولي دي) چې فاضل استاد صديق پسرلي نيمه پېړۍ وړاندې په خورا عالي شاعرانه او رنګينو الفاظو ليكلې ده، د دې منظومې د لوستلو پر مهال پوهېږو چې استاد پسرلى صاحب څومره شاعرانه استعداد لري او د يونيمې پيړۍ وړاندې پېښې سره مو په څنګه هنري ډول مخ كوي او لوستونكى او اورېدونكى به ضرور داسې فكر وكړي، چې دا پېښه، استاد ليدلې وه، مګر له دې د ښه او منطقي شاعر چې د الفاظو او رنګينيو دنيا لري، پامولى شو، خو دا كتاب له نيمې پيړۍ وروسته دا دى اوس تازه د هېواد تكړه هنرمند استاد ممنون مقصودي، په نوې ګېڼه سمبال كړ، په خپل خواږه جادوګر ږغ يې ډکلمه كړى ده او په دې ډكلمه كې ټول هغه توكي چې دې داستان تصويرونو ته يې نوى روح وركړي دي، كارول شوي دي: د بنګړو او پايزېبو شرنګى، د سيرليو او وريو تنكۍ نارې، د اسونو ترپا او شڼا، د پسرلي په موسم كې د الوتونكو ښايستوكو مرغانو نارې. د دې ډکلمې هغه ځانګړنې وې چې اورېدونكى يې نېغ په نېغه سيمې، وخت او بېلا بېلو انځورونو سره مخ كاوه، كه انځوريز ژوندى فلم نه و، خو له دې نه كم ګڼل به هم انصاف نه وي!

د دې ډکلمې د مخكتنې له اورېدو وروسته پوه شوم او فكر مې وكړ، كه چېرته يو وخت تاريخ پوهان پر دې هم څېړنه وكړي چې ولې زموږ جګړه درې نیمو لسيزو ته اوږده شوه، ښايي يو علت دا هم په ډاګه كړي چې له خپله تاريخه ناخبره و، موږ تاريخ هغسې لكه څنګه چې ښايې نه و مطالعه كړى! خو دا ډول ډکلمې به نالوستو ته خپل تاريخ ورسوي او په دې به يې پوه كړي چې زموږ ماضي څنګه او له كومو خاطرو ډكه ده، په دې ياده ډکلمه كې، د باتور د غوڅ شوي سر له لېدو وروسته، يو نوى پړاو او نوى هيجان پيليږي. دا چې زهره او پلار يې له كوم برخليك سره مخ كېږي، خورا خوندور او اوږد داستان دى، خو دا ډول هڅې د افغان كلتور د لا غني كېدا زيری راكوي، اوس به نه يوازې لوستي پر كتابتونونو ګرځي، خپل تاريخ به لولي، بلكې نا لوستي به هم په خورا هنري ډول د خپل تاريخ له شاليده خبر شي او داسې هڅې دا زېرى راكوي، چې د شته ناخوالو سره سره ډېر داسې كسان شته چې د هېواد فرهنګ ته نه ستړي كېدونكي هڅې كوي.

*كېږدۍ: په منظوم داستان كې تامبوګان. له لرګو جوړ منډو، خيرګاه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب