جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم: کار بايد اهل کارو ته وسپارل شي

شېخ نديم: کار بايد اهل کارو ته وسپارل شي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ ‏د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم د دغه وزارت اړوند د تخصصاتو او دیني جامعاتو عمومي ریاست له کارکوونکو سره ليدلي.

د شېخ ندیم د دفتر د خبرپاڼې له مخې په دې ليدنه کې نوموړي وویل:« زموږ د ټولو موخه د اسلام مبارک دین او هېواد ته خدمت کول دي او زیاته یې کړه چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. هغه ټینګار وکړ چې د علماء کرامو او د مجاهدینو د اسنادو په ارزونه او طی مراحلو کې دي لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.»

شېخ نديم مخکې په یوه وینا کې د طالبانو جنګياليو ته د الوزولو ماينونو اندازې ته په کتو د تحصیلي سندونو پر ورکړې ټينګار کړی و.

هغه اهل کارو ته پر کار سپارلو پر داسې مهال ټينګار کوي، چې خلک د نوموړي په ګډون ډېر طالب چارواکي د ور سپارلو دندو له اهلیت څخه محروم ګڼي او وايي که دوی ريښتيا اهل کارو ته په کار سپارلو ژمن وي، حکومتولي بايد له ملايۍ سره تفکيک او ډېره برخه ملايان خپله له حکومتي څوکيو څخه تېر شي.

11 COMMENTS

  1. دا خو ښه خبره ده، خو دا وينا نه، بلکې عملي جنبه غواړي.
    ايا خوښه دې نه ده چې لومړی له خپل ځانه شروع کړې؟
    ايا تاسې شخصًا د دې لوړو زده کړو وزارت دندې لپاره وړ ياست؟
    که ياست، خو کارونه به دې په ټپه نه درېدل او که نه ياست، نو بيا يوه ورځ پاته کېدل هم درته ښه نه دي او دنده دې بايد خوشې کړې.

  2. دا حکومت يوازې په ملا و طالب او يا علماو نه چليږي. نه يې درسره دا خپل ولس مني. نه يې درسره سيمه – چم وګاونډ مني او نه يې درسره نړيواله ټولنه مني.
    هسې سر زوري مه کوئ او دا وطن نور منزوي کوئ.

  3. ملا ندیم منافق دی ، هغه رښتیا نه وایی ، د هغه د خولې او زړه راز اوعمل یو نه دی .

  4. قرانکریم فرمایی؛
    اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم ۰۰۰
    د لوړو زده کړو اداری او علمی اهل یی متخصصین،ماستر ، داکتر او هغه څوک چي د پوهنتونی معیار
    سره سم ، پوهنتون کی منل شوی وی،هغوی دی، نه خود خوانده ښکرور ۰
    داسی معلومیږی چي د تحصیلات عالی ګراف اوس هم نزولی سیر لری او په یوه ناقصه مدرسه بدلیږی او د ندیم نادم مقصد هم همدا دی چي که کوم متخصص پاتی وی باید ځای یی کوم طالب
    اشغال کړی ځکه ڼنی طالب هرکاره او غیر مسئول واجب الاحترام موجود دی۰
    رفاه ،خدمت او پرمختګ د ندیم په قاموس کی نشته او نه ورته ضرورت لری ۰

  5. سلام
    په ډیره لنډه توګه چې دتودې خبرې ګونګوسی ورنه جوړ نه شی:
    شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دی ! خو دلته داسې ښکاری چې شماره هم ګډوډه شوې ده. زما هدف له تبصرې سیاستولی نه ده زما هدف له تبصرې د ولس بصیرت و اګاهی ده.دلته بحث داهل کار یاد شوی خو دقضیې نصاب په اسلامی علومو،فقه او اصولو، اسلامی تعلیم او تربیه،اسلامی اخلاق تعلیم او تربیه، نظری تعلیم او تربیه یو ثابت لوری ټاکی چې نشته، همدارنګه دوهمه برخه دپوهنتون نصاب دی، دپوهنتون معیاری او کدری ملحقات او علمی اکاډیمیک برخې دی . په پوهنتون کې استاد کېدل اسانه کار نه دی یو د extension او خصوصی پوهنتونو استخدام دی دا بیا جلا کاراو انتخاب دی.غنی مټکور هم دې برخه کې وه اوس زما پوښتنه داده چې ایا دملا ندیم دپوهې او کاری تجربې اوشخصت ظرفیت [متغییر] او کچه دومره دی چې دی داډول بار ته شا ورته کړی او که هسې نمایش د قدرت لوبه ده؟ الله ج فرمایی: «یا ایهاالناس انما الاعمال با النیات» ۱۰ دلته اسلامی اخلاق هم له پوښتنې لاندې راخی!
    رسول اکرم ص فرمایی:من سر مومنا فقد سرنی ومن سرنی فقد سر الله.د آلهی په وړاندې درې ډیر ښایسته کارونه دا دي:
    الف-دمومنانو په زړونو کې خوښی او خوشالی ایجادول « څنګه
    ب-دلوږې له منخه وړل « ( ۳۸ ملیونه وږی دی)۴ملیارده خیرات
    ج-دهغوی له ځان دغم او اندوه مخنیوی « ( دمحصلینو ، زده کونکو، روږدو اومعتادینو پروګرام سبب ګرځی)
    فلهذا مسلمان او مومن انسن باید هوشیار او زیرک وی! ځکه انسانی رسالت او تاریخی مسئولیت لری. خلک وایی چې ملا ندیم د ملا هبتالله دخور مېړه دی نو که داخبره حقیقت لری نو بیا دامارت[ت] او جمهوریت[یت] یو دبل سره چندان توپیر نه لری!

  6. سمه خبره یې کړې ندیم باید بیرته خپله وظیفې ته لاړ شي رمه یې ورپسې خفه ده. د میږو او پسونو ډیر یادیږي او باید خپله تذکره بیرته خپل اصلي نوم غړوندي ته واړوي.

  7. کار باید اهل کار ته و سپارل شي چې د قیامت مخه و نیول شي. د قیامت یوه علامه ده ده چې د ډاکتر په ځای د ملا مقرری ده

  8. ندیم صاحب ودی شرمولو خو شروع کره و دالله بنده! ته اهل کار یی؟ ته تخصص لری؟ ته د دی وزارت تجربه لری؟ اسلامی امارت به یا وی یا نه خو د ملا، مولوی، عالم نوم مو سخت بد کر. ته دخبرو خخه معلوم یی چی ددی کار اهل نه یی، مونژ نه وایو چی شیخ ندیم دی دولت کی نه بلکی همدا ستا خبره کوو چی هغه بخش کی کار وکره چی تخصص پکی لری. هغه جنگی طالبان چی تجربه د جنگ لری همغه بخش باید جذب شی. ایا شیخ دلاور دمعدن وزیر کیدایش؟

  9. ندیم پادوانه اول ته خپله اهل کار سړې نی او دا مقام بابد یو متخصص عادل او مسلمان وطن دوست کس ته پری ژدې !
    ته یو بیسواده نا اهله نامسلمانه دې وطن دشمن کس یې دې وطن ورانولو پسی دې راخیستی ده چا کی چی حیا نوی هغه لکه منافق ندیم خوندی وې

  10. ضد تو نقیض خبری ، هلته وایی چه د اسنادو په څیړلو کی اسانتیا یعنی لږ نا اهل ته هم کولای شی اسناد ورکړی، جهاد او بمو الوزول باید په نظر کی ونیول شی ، دوهم بیا وایی چه کار اهل کار ته ، بیا هلته ګوری چه هری خواته ملا ، چړی او قاری په وظیفو مقرر وی ، ایا همدا دری طبقی د هر مسلک اهل دی .

  11. پر دی بیریژم چی داسی وخت به راشی چی خلک به د ملا قاری مولوی شیخ د نامه خخه نفرت کوی په الله قسم چی خوا می په علماوو اوطلباوو بدیژی خو فعلی کارونه د اسلامی امارت یی بدناموی> چی ور ته و وایی دستی درته وایی چی طرحه او مشوره دی سه ده؟ طرحه می همدا ده چی تقوا داره متخصص چی د هر قوم وی وه یی گماری< د اسلامی په چوکات کی د زنانه وو تعلیم او کار ته اجازه ورکری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب