پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهخوست کې زرګونو تنو په سويډن کې د قرآن کريم د توهين...

خوست کې زرګونو تنو په سويډن کې د قرآن کريم د توهين خلاف لاريون وکړ

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ ‏په خوست کې زرګونو ولسي خلکو په سويډن کې د مسلمانانو د مذهبي کتاب قرآن کريم د سپکاوي پر ضد پراخ لاريونونه کړي.

لاریون والو د يوه سويډني له لوري دغه ترسره شوی عمل غندلی او د سويډن د حکومت له لوري يې ياد شوي کس ته د سزا غوښتنه کړې ده.

مخکې د طالبانو د رژيم د بهرنيو چارو وزارت هم ياد شوی عمل غندلی و.

د سويډن حکومت هم دا پېښه غندلې.

د افغانستان په ډېرو سيمو کې پخوا هم د اسلامي مقدساتو د سپکاوي خلاف پراخ لاریونونه کېدل.

1 COMMENT

  1. په عام محضر کی د یو دین ( هر دین چی وی ) ارزښتونو ته سپکاوی بشری حقوقو ته د احترام د ادعا خلاف او د کلکی غندنی او کرکی وړ کړنه ده..
    د بشری ټولنی د افرادو د ځینو عجیبو افکارو او عقائدو د بدلون ډراماټیکی پروسی ته په کتو سره د امکان څخه لیری نه ده چی کومه ورځ به همدا د قرآن سوځوونکی کس د قرآن او اسلام د دفاع په سنګر کی را ښکاره سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب