قيسه په دې عمر کې داسې غزل
قيسه لاليه نابغه خو نه يې
د قیس غزلونو حیران کړم، ما ویل دازلمی څومره رنګونه او عطرونه لري، څومره انځورونه او خبرې؟ او څومره مینه او ګرمه وینه؟
چې کتل مې پخپله هم خپلې شاعرۍ ته حیران و، او په پورتني بیت کې یې شاعرانه تعلی تر دې بریده رسېدلې،چې دځان دنبوغ په اړه یې هم یوه خوږه شکمنه پوښتنه کړې ده.
دمجنون نوم هم قیس و، یوروایت داسې دی، چې هاغه دمینې لیونی قیس کله چې صحرا ته ولاړ، نو دخپلې لیلا په بېلتانه کې یې داسې سوې سندرې بوللې، چې دبیدیا یوه هوسۍ یې په سندرو مینه شوه، په پټه به په قیس پسې وه او کله به چې مجنون دزړه له سوخته سندره پیل کړه، هوسۍ به ورته له خپلو غزالو سترګوڅخه غټې غټې اوښکې وبهولې، په شګلنه او وچه بیدیا کې چې هرځای دهوسۍ او ښکې تویې شوې وې، بیدیايي کوچني ګلان به راشنه شول او ویل کیږي، چې دې ګلانو ته اوس هم دهوسۍ اوښکې وايي…
دلیلا- مجنون په اړه درنګارنګ روایتونو دابرخه هم انځوریزه ده، هم ښکلې او هم دردمنه، کټ مټ لکه زما دهېلمندي شاعر قیس غزلونه، چې هم دمانا رنګارنګه بوډۍ ټال په کې لیدلای شئ، هم نوي او خوندور انځورونه، هم مینه او ښکلا او هم درد. کو م درد؟ دمور داوښکو درد، دمین زړګي درد، پرهېواداو هېوادوالو دژړا درد او دوطن پر حالاتو د درد اوږده کیسه.
ما چې دهېلمند سیند دزلمي بچي، پښتون قیس د درد او مینې غزلې لوستې، لکه دبیدیا هوسۍ مې ځای ځای ورته اوښکې تویې کړې، باور لرم، چې که مې اوښکې پر شګلنه زمکه تویې وای اوس به ترې ګلان راټوکیدلي وو، دې ګلانو ته به یې دشاعر اشنا داوښکو دګلانو نوم ورکړی وای، خو ماویل ؛ راځه دااوښکې په کرښو او کلېماتو کې جاري کړم، چې ددې ښکلې غزلیزې شاعرۍ په پیل کې یې نور قدرمن لوستونکي هم ولولي او ترڅو داشاعري شته، ترهغو زما اوښکې هم رڼې وځلیږي او تلپاتې شي.
مخکې مې وویل : دقیس شاعرۍ حیران کړم. خبره داده،چې هره شاعري هم ما نه شي حیرانولای، ښکلې شاعري مې یوازې ذوق راخړوبوي،خو حیرانوي مې نه، هغه څه چې دقیس په شاعرۍ کې حیران کړم، په غزل کې د محتوا رنګارنګي او دنومهالي ژوند دبېلابېلو اړخونو تصویر او تمثیل وو.
قیس تر( نیوکلاسیکو ) غزلبولو یوګام او تر کلاسیکو هغو دوه ګامه مخکې روان دی، کلاسیکو غزلبولو، خمریه، عرفاني، لیریکه او بدیعي محتوا بدلوله رابدلوه، نیو کلاسیکوپرې دژوند، سیاست او ویښتیا اوسمهالي مفاهیم او منځپانګه ورزیاته کړه، خو دقیس همزولي نسل په پښتو غزل کې داسې قالبونه رامنځته کړل، چې رواني، شعوري او لاشعوري، حسي او ټول عاطفي ارزښتونه، تجربې او انځورونه راځایولای شي. الحق، چې ددې قالبونو په رامنځته کولو کې د نورو تر څنګ دروېش درانی دډیرو زلمیو لپاره په یوه مرجع شاعر بدل شو، خو که په تاندو زلمیو استعدادونو کې دداسې شاعر پل لټوئ، نو دګران قیس پر شعرونو به خامخا پېښه کوئ !
قیس مین دی، لکه مجنون چې مین و، خو دی بیدیا ته نه دی وتلی، رندانه دخپلې مینې پر پالنګ ورخیژي او دخوشال بابا داخلف الصدق په ښکاره نارې وهي چې :
قیسه لاليه ستا مې دا عادت هيڅ نه خوښيږي
قیسه ته خوله غواړې دستي له ملاقاته سره
زما دهلمندي قیس، له هاغه سربداله مجنون شوي قیس سره نور توپیرونه هم شته، دی دغم جانان تر څنګ غم جان وغم نان هم لري :
موږ ته په جنګ کې ددښمن تور سرې پاتې شوه خو
موږ پښتانه وو زموږ په منځ کې بې عزته نه شوه
په بسم الله دې تل مدام ده پخه کړې مورې
دا دنيستۍ ډوډۍ مو هم بې برکته نه شوه
زه چې وایم دقیس همزولي غزلبول نسل دغزل دمهینې ژبې په مرسته ډیر ژوندي انځورنه شاعرانه کړي دي، پورتني بیتونه یې ښکاره بېلګه ده.
زما قیس خپل دوښمن هم له خپله کوره بولي، دا دتاریخ هنري ثبت وګورئ :
مورې هغو ته ښيرا مه کړه زموږ دکور دروازه
ورور مې وروښوده په لاس وروسته پردو ماته کړه
قیس دژوند شاعر دی، دژوند ډیر ې پيښې یې شاعرانه کړي دي او له هغوی سره دورېښموپه جګړه بوخت دی، چې له ژونده دخلکو زړونه توروي، ویې لولئ :
مولانا چپ شه په خدای ورانه دې کړه
دنيا ودانه ده لا ورانه نه ده
ددغه زلمي شاعر شاعرانه دیالوګ دعالم ارواح مکالمه نه ده، بلکې داسې ژوندۍ اوانځوریره مرکه ده چې د شرنګا شرنګ غږ یې تاسو هم اوریدلی شئ :
ستا دبنګړيو دشرنګ شرنګ دلاسه خوب نه کيږي
لکه په شپه کې چي دجنګ دلاسه خوب نه کيږي
قیس هغې نسل وژنې ته هم پام ساتي، چې قوم یې نن وسبا ورسره مخامخ دی :
زما پښتنو ميندو خپل بچو ته مو خير غواړئ
دنن په درز کې بيا چې هر څو مړه دي پښتانه دي
خو په دې درز کې دپردو پرځای ډیر خپل پړه بولي او داسې پته ورکوي :
هغو نامردو دهمدې وطن سپوږمۍ وژله
هغوی روان وو دهمدې سپوږمۍ رڼا ته سره
زه په شاعرۍ کې اوسمهاله رغښت توکیو ته ډیرپام ساتم چې ترټولو ارزښتمن په کې انځور دی، قیس دعجیبې انځورګرۍ خاوند دی، ددې پرځای چې جزیات یې وشنم، پخپله یو غزل یې شاهد راوړم او خبره نه اوږدوم، ددغه زلمي دهربیت انځورنه په خپله وګورئ :
نيمه شپه وه داوه زه ومه سپوږمۍ وه
لاس يې راکړ زړه نازړه ومه سپوږمۍ وه
ما وېل ته وې بيګا زموږ کره راغلې
دې وېل نه هغه زه نه ومه سپوږمۍ وه
دا چې نه وه په هغه شپه سپوږمۍ نه وه
دا چې راغله زه ويده ومه سپوږمۍ وه
په ګردونو کې دښار شوه رانه ورکه
چي په کلي کې وم ښه ومه سپوږمۍ وه
سحرګه وه قيس دپرخې په شان پروت وم
ددرد اوښکه وم اوبه ومه سپوږمۍ وه
دګران شاعر دومره بېلګې مې ځکه راوړې، چې په پیلیزه کې دخپلې ادعا ثبوت وړاندې کړم، زما ادعا هم دښکلا وه او هم دمنځپانګې درنګارنګۍ ، او تاسو قدرمن لوستونکي چې کله دکتاب منځ ته ورننوځئ، زما خبرې به نورې هم درته رڼې شي، ځکه خو نه غواړم، ستاسو او ستاسو دهېواد دیوه دردېدلي، کړېدلي، خو سرشاره او ژوندي ولایت، بهانده هېلمند دیوه ځوان دیوه هنرمنداو روښان شاعر دکلام تر منځ تردې زیات ودریږم، ورشئ او له هر غزل څخه یې خوند واخلئ !
ها ! ریښتیا پام کوئ، چې په دې غزلزار کې زما داوښکو کوچني ګلان تر پښو لاندې نه کړئ !
په ښکلامو سپارم
څېړندوی عبدالغفور لېوال
۱۳۹۲ – اسد – ۱۸
پغمان
لیوال صیب ، مننه ، کور ودان ، زه به دا کتاب څنګه پیدا کړم ؟ ډېره موده کېږي چې تږی یم ، داشان شعر پسې ګرخم ،خیر دی که نه وي نو د څو ورځو په مخ به یې لا تا واخلم ، ستا د اوښکو کوچني ګلان به هم ونازوم او قیس ته به هم ګوته په غاښ شم ، قیسه په دې عمر کې داسې غزل ؟
مننه
تورمان
قيس جانه الله دى قلم أباد لره