دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورخاطرهحکایت - د ستنیدو سفر / ژباړه: احمد شاه پاڅون

حکایت – د ستنیدو سفر / ژباړه: احمد شاه پاڅون

یوه پاچا چي د يوه ښاري له یو کاره خوښ سوی وو، نو یې هغه ته اختیار ورکړ، که تر لمر لویدو وړاندي پر هر څومره ستره فاصله باندي دایره بشپړه کړي نو هغه ټوټه مځکه به د هغه وي او که یې تر لمر لویدو وړاندي دایره بشپړه نه کړه نو هیڅ به هم په لاس ور نسي.

دا یې واوریدل او سړی رهي سو …په تلو تلو کي ورباندي ماپښین سو، فکر یې وکړ چي اوس نو پکار ده د ستنیدو سفر پیل کړي خو حرس ورباندی غالب سو فکر یې وکړ، اوس لا وختي دی راسه لږ لویه دایره را و ګرځوه… چي بیا ورته د ستنیدو خال راغی نو مخته یې یو ښکلی غر په سترګه سو فکر یې وکړ راسه دا غر هم په خپله شتمني کي داخل کړه.

مطلب دا چي سړي د ستنیدو سفر خورا ناوخته پیل کړ، داسي ښکاریده لکه لمر چي دده سره د منډي سیالي نیولې وي، دی چي به څومره تیز تلی لمر هم په هم هغه اندازه د غروب خواته نژدې کیدي.

تر مازدیګر وروسته لمر د غروب پر سر ولاړ وو او ورو ورو کښته کیدی چي سړی منډه نوره هم تېزه کړه ځکه هر څه له لاسه و تلی ګڼل کیده. اوس هغه د خپل حرس څخه تېر وو، مګر ډېر ناوخته سوی وو، په منډه منډه کي یې سینه له درده چاودله خو هغه یوه لار لرل منډه او خورا تېزه منده…

اخر لمر ولویدی سړی پر داسي ځای را ولوید چي سر یې د پیل له نقطې سره او پښو یې د ستنیدو دایره بشپړول.

په دې ډول د هغه جسد دا نیمګړې دایره پوره  کړه.

پر کوم ځای چي هغه لویدلی وو هم هلته ښخ کړل سو او پر شناخته یې ورته ولیکل،

(( ددې کس اړتیا بس دومره مځکه وه، څومره کي چي یې قبر دی))

الله تعالي هم دې اړخ ته اشاره کړې ده

(ولعصر ان الانسان لفی خسر)

ژباړه:قسم دی په زمانې چي انسان په زیان کي دی

زموږ دایرې ډیري ستري سوي وي

(انا الله و انا الیه راجعون)

درځئ د بیرته ستنیدو په اړه فکر وکړو

که تر الله تعالي پوري مو دا دایره بشپړه کړه نو (جنت)

او که په لاره کي راباندي ماښام سو نو…

(خسر الدنیا والاخره!…)

ژباړه:دنیا او اخرت به مو په زیان کي وي

1 COMMENT

  1. سلامونه ګرانه پاڅونه!
    ډیره مننه د ښایسته او مانا ډکي ژباړي څخه دی رشتیا هم چی اوس بیخي معنویت د منځه تللی دی او ځای یی ټوله مادیاتو نیولی دی او دغه د مادیاتو ښامار او بلا ده چی انسان کراري ته نه په پریږدي.
    ستا پردیس ورورـ مالمو ، سویډن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب