جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، سږ کال افغانانو ته ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیون...

ملګري ملتونه وايي، سږ کال افغانانو ته ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۴ مه) په بشري چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال وايي، سږ کال (۲۰۲۳) به له افغانانو سره څلور ملیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته وشي.

د ملګروملتو د بشري چارو مرستیال مارتین ګریفیتس د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وویل، د ملګروملتو دا ۴. ۶ میلیارد ډالري مرسته به، چې افغانانو ته یې ورکوي، په نړۍ کې د دې سازمان تر ټولو ستر بشري کومک وي.

ده زیاته کړه«افغانستان ته زموږ د سفر هدف پر بشري مرستو تمرکز دی او په روان (میلادي) کال کې به ملګري ملتونه ۲۸ میلیون افغانانو ته مرسته وکړي خو په دې هیواد کې ښځو اوماشومانو ته د مرستو رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون ضروري دی.»

د طالبانو د ريیس الوزرا لومړي مرستیال ملا حنفي د ملګروملتو د مرستو د هرکلي ترڅنګ وویل، افغانستان په تېرو ۴۳ کلونو کې ډیر تاوانونه کړي، ډیرې ښځې کونډې شوي او ډیرو کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي. همداراز د افغانستان تاسیسات وران شوي دي.

حنفي د یو شمېر سختدریځو طالب مشرانو خلاف ومنله چې ښځې په اسلام کې ځانګړی ځای لري او دی هیله لري چې په دې برخه کې ستونزه په تفاهم حل شی.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نید پرایس وویل چې امریکا د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره بشري مرسته لېږلې او د افغانستان خلکو ته په داسې حال کې مرستو ته دوام ورکوي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب