جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهضعیف: د ط او عالم په نوم حکومت کول خطرناکې پايلې لري

ضعیف: د ط او عالم په نوم حکومت کول خطرناکې پايلې لري

تاند:(سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ ‏د طالبانو يوه منځلاري مشر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د دې ډلې موسس ملا محمد عمر مجاهد ته ېې د تېرې واکمنۍ پر مهال ويلي و، چې د طالب او عالم په نوم حکومت کول خطرناکې پايلې لري.

نوموړي نن په خپله ټویټر پاڼه کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ په اړه د خپلو خپرو شويو خاطرو په دوام لیکلي:«زه هغه وخت يوې نتیجې ته ورسیدم چې کله مي د طالب د نوم استعمال د هغه د حیثیت سره په ټکر وموندی.»

سلام ضعیف زیاتوي:«ما امیرالمؤمنین ته ټول د سترګو لیدلي واقعات وویل: او بیا مي ورته وویل چې زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چې د طالب او عالم له ادرسه د حکومت چلول کیدای سي په کرار کرار خطرناکه عواقب ولري، ځکه چې هر څوک په اداره کې او نظام کې له دغه ادرسه استفاده کوي، غل، رشوتخور، مفسد او داسي نور….چې ټوله بدنامي د طالب او ملا په نامه تمامیږي، اخروي او دیني مسؤلیت هم دوی ته راجع کیږي.»

ښاغلي ضعیف زياته کړې، چې په دې اړه به له ملاهبت الله سره خپلې مشورې او راتلونکې سپارښتنې وروسته شریکې کړي.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو له منطقي مشرانو څخه ګڼل کیږي او تمه کیده، چې د دغې ډلې له بيا واکمنيدو سره به لوړپوړی مقام وي، خو ليدل کيږي چي د هغه تر څنګ د طالبانو د تېرې واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او نور منځلاري او په خلکو کې مطرح طالب مشران اکثره په حاشيه کې ساتل شوي او تر ټولو سخت دریځو طالبانو پر واک منګولې خښې کړي دي.

د‌ هغه د نورو څرګندونو په اړه دلته لیدلای شئ:

ملا ضعیف:د امر بالمعروف ملا مې د ښځې د وهلو له امله خټو کې خښ کړ

له حاکمو چارواکو د ملا ضعیف پوښتنه؛ ځوانان او ماشومان ولې موږ نه تښتي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب