شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهنیډ پرایس : امریکا له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي له...

نیډ پرایس : امریکا له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي له متحدانو سره مشوره کوي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۴ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نیډ پرایس اعلان وکړ چې هیواد یې له طالبانو سره پر تعامل بیا کتنه کوي.

ښاغلي پرایس دا خبره پرون (دوشنبه) له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه.

ده د خپلې خبرې نور جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې په دې اړه امریکا له خپلو متحدانو سره خبرې کوي.

امریکا او نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر افراطي پالیسیو په غوسه دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې په تېره بیا په وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو سرغړونو ته په پام له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي او خپلې پالیسۍ بیا غور کوو.

پرایس زیاته کړه:«زه اوس په داسې موقعیت کې نه یم چې په دې برخه کې زیات جزییات تاسو ته بیان کړم. خو ویلی شم چې له خپلو متحدانو سره د راتلونکو اقداماتو په اړه سلامشورې کوو.»

ده خبرداری ورکړ چې طالبان به د افغانستان د خلکو په وړاندې د خپلو اعمالو بیه یقیناً پرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی چې په واشنګټن کې له خبریالانو سره ږغېده، په عین حال کې ټینګار وکړ چې امریکا به بیاهم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې مخکښ رول ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې متحدایالتونو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۱،۱ میلیارد ډالره مرسته کړې.

د ده په وینا د امریکا مالي مرستې به د ناحکومتي موسسو له لارې ولګول شي او ټوله هڅه یې دا ده چې د طالبانو لاس ته پیسې ونه رسیږي.

ده ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو بندیز په هیڅ صورت د منلو نه دی او امریکا به پر طالبانو تر هغو فشار ته دوام ورکړي چې طالبان خپله پرېکړه بېرته واخلي.

سرمنشي له طالبانو بیا وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب