شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهسرمنشي له طالبانو بیا وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو حق...

سرمنشي له طالبانو بیا وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۴ مه) د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتریش یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي.

سرمنشي د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، اوس د هغو ټولو تعبیضي قوانینو او طریقو د پای ته رسولو وخت دی چې د زده کړو مخه نیسي.

د جنورۍ ۲۴ د زده کړو نړیواله ورځ ده او ملګروملتو د تعلیم سږنۍ ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده ځکه چې په ټوله خاورینه کُره کې یوازې په افغانستان کې نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع دي.

سرمنشي په خپل پیغام کې زیاته کړې، زده کړه د بشر اساسي حق، د ټولنو د پرمختګ لار او د هر وګړي پوټنسیل ده نو پر افغانستان له واکمنو کسانو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته او پوهنتوني دوره کې د نجونو د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.

د ملګروملتو سرمنشي ویلي چې دا ورته خورا بوږنوونکې وه او ده چې ولې د یو شمېر هیوادونو په پالیسیو او د نړیوالو همکاریو په سندونو کې ښوونه او روزنه ټیټ لومړیتوب لري.

ګوتریش همداراز ویلي:«د سږ کال د تعلیم د نړیوالې ورځې موضوع موږ ته راښيي چې پر خلکو د پانګونې لپاره باید ښوونې او روزنې ته لومړیتوب ورکړو.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې د متوسطې او لېسې د دورې له زده کړو او دغه راز په اکثرو دولتي ادارو کط له کار کولو منع کړې. سږ کال یې نجونې له پوهنتونه او ښځې په غیرحکومتي موسسو کې له کار کولو هم منع کړې.

د طالبانو دا ډول اقدامات سیبب شوي چې نه یوازې دا ډله بلکې په مجموع کې افغانستان په نړۍ کې بد معرفي او منزوي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب