جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپښتانه ملتپال د پاکستان لخوا د نقيب مسید د قاتلانو په بښلو...

پښتانه ملتپال د پاکستان لخوا د نقيب مسید د قاتلانو په بښلو قهریدلي

تاند:( سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ د پښتونخوا ملت پالو مبارزینو د کراچۍ د ترهګرۍ ضدې محکمې له لوري د فعال پښتون ځوان نقيب مسيد د وژونکو په بښلو سخت قهریدلي.

د مسید کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، چې د کراچۍ د محکمې دا پریکړه به د پاکستان په ستره محکمه کې وننګوي.

د کراچۍ محکمې د پاکستاني پولیس افسر راو انوار په ګډون هغه نور پوليس بښلي، چې د نقيب مسید په وژلو تورن وو.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې د پاکستاني پولیسو له لوري ووژل شول، چې په غبرګون کې ېې پښتنو ملتپالو پرله پسې لاریونونه وکړل او د پښتون ژغورنې غورځنګ ېې رامنځته کړ.

د‌ نقيب مسید‌ د وژلو اصلي تورن پولیس راو انوار د امریکا د حکومت په یوه راپور کې د ۴۰۰ تنو په وژلو کې په لاس لرلو تورن دی.

1 COMMENT

  1. قهر او غوسه کوم ځای نه نیسی ټوپک ته لاس کړی والا که تر قیامته په قهر دا وطن خپل کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب