پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهیونیسکو د افغان لرغونو اثارو د رغونې ډاډ ورکړی

یونیسکو د افغان لرغونو اثارو د رغونې ډاډ ورکړی

تاند:( سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ د طالبانو د رژيم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له فرهنګي مسوول برایډن او مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هغو تاریخي سیمو او لرغونو آبداتو د بیا رغونې په اړه خپلې اندېښنې له برایډن سره شریکې کړې، چې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي وویل، چې اوسمهال په هېواد کې د غور جام منار، د کندهار میرویس نیکه او احمدشاه بابا مزارونه، د هلمند د بست کلا ځینې دېوالونه او دروازې او هم په غزني او بامیانو ولایتونو کې د ځینو تاریخي ودانیو او علمي مرکزونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې د یونیسکو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې د لیدنې په پای کې برایډن د دغو کارونو ترسره کول اړین وبلل او د یادو کارونو د ترسره کولو لپاره يې خپل چمتوالی وښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب