شنبه, اپریل 27, 2024
Home+چې فیصلې د نصیبونو چېرته بره کېږي| عزیز انیس

چې فیصلې د نصیبونو چېرته بره کېږي| عزیز انیس

     په اکثره پښتني قبیلو کې هلک نشي کولی چې د واده لپاره په خپله ځانته نجلۍ وټاکي، دا خو لا پرېږده چې نجلۍ د ځان لپاره هلک غوره کړي. دا چې واک له دوۍ سره نه وي، نو د نجلۍ او هلک کورنۍ له کتلو او پوښتنې کولو وروسته د جوړې د رد یا انتخاب پرېکړه کوي. موږ دلته د هلک لپاره د نجلۍ په انتخاب خبرې نه کوو، بلکې د نجلۍ لپاره د هلک په ټاکنه غږېږو.

     یو وخت زموږ په سیمه کې دا عیب ؤ چې څوک دې د خپلې لور/  خور لپاره هلک له نږدې وګوري، یوازې دومره پوښتنه به یې کوله چې هلک په تن روغ دی او که نه؟ په لاس، پښه، سترګه… خو به معیوب نه وي. خو اوس دا عیب له منځه تللی. اکثره کورنۍ د خپلې لور یا خور لپاره کېدونکی مېړه له نږدې ګوري، خو د کتلو معیارونه یې لا هم د پخوا په څېر دي.

     له څه وخته چې د انسان کیسه راپیل شوې، انسان پېژندنه هم پیل شوې، خو دا برخه د ریاضي په څېر د مطلقو قوانینو پیروي نه کوي، چې موږ د یو مالوم فورمول له مخې د انسان شخصیت په کې مالوم کړو او نه تر اوسه داسې تله شته چې د انسان د شخصیت دقیقه انداه د هغې تلې په څېر راوښیي، چې کتله ورباندې تلل کېدای شي. خو بیا هم  له هر اړخېزې کتنې او څېړنې وروسته کولی شو چې مالومه کړو آیا زما لور/ خور به په راتلونکي کور کې هوسا، خوشاله او راحته وي او که نه؟

     زموږ یو لرې دوست او د تره انډیوال مې له خوست څخه پکتیا ته په څه کارونو پسې راغلی ؤ. نن یې زموږ کور کې څوومه شپه وه. د سهار د چایو په وخت یې زما تره ته ویل چې غواړم لور مې دلته په یو ځای کې چا ته ورکړم، نن هغه خلک تللي خوست ته، زما لور ګوري، مازدېګر به زه او ته دواړه ورشو، کور به وګورو چې څنګه خلک دي؟ زه دندې ته ولاړم. ماسخوتن چې ډوډۍ ته کېناستو، بیا همهغه خبره راپورته شوه، مېلمه وویل: ډېر ښه کور ؤ. ما ټوکه وکړه: کور دې اخیسته؟

ټولو وخندل، ده وویل: نه، ښه شتمن دي. لس وروڼه دي، څلور یې په سعودي کې دي.

  • زوم دې ولید؟
  • نه، هغه په سعودي کې دی.
  • خبرې دې هم ورسره ونکړې.
  • نه، له ده کشر ورور مې یې ولید، ډېر ښه هلک ؤ، دیني زده کړې یې هم کړې وې.
  • ښه نه وه چې کور یو ځل ښځو هم کتلی وای؟
  • د ښځو د کتلو څه ضرورت دی؟ چې سړي یې ښه وي، ښځې خپلې ښې کېږي.
  • څه ځواب مو ورکړ؟
  • ورته مو وویل چې که ستاسو زړه وي، نو زموږ هم زړه دی.

     ما وویل: کاکا! دا څه کوې؟ نه دې تر اوسه زوم لیدلی، نه دې د زوم ملګري لیدلي، نه دې کور کتلی، نه مالومات لرې چې په کورنۍ کې له ښځو سره څنګه چلن کېږي؟ نه پوهېږې چې دلته له ماشومانو سره څه کېږي؟ نه دې له ګاونډیانو پوښتنه کړې، نه دې هغه کورنۍ کتلې چې پخوا یې له دوۍ سره خیښي کړې… ته بیا هم لور ورکوې؟ خو خیر؛ سبا ماښام چې راغلم، ګورم چې د تره انډیوال مې نشته، چې پوښتنه مې وکړه، سړی خوست ته تللی ؤ او له نویو خېښانو سره یې د لور دعا کړې وه. اوس دې خدای دا خېښي ورته بختوره کړي.

     مخکې تر دې چې موږ د لور/ خور لپاره د هلک په کتلو پسې ووځو، لومړی باید د خپلې لور/ خور روان مطالعه کړو، چې د دې نجلۍ لپاره څرنګه کور او هلک مناسب دی؟ د خپلې لور/ خور غوښتنې، اندېښنې، فطرت او سلوک باید موږ ته مالوم وي. له هغه وروسته کولی شو چې دې ته یو وړ مېړه پیدا کړو. که مو خپله لور/ خور نه وي پېژندلې، نو نشو کولی چې یو ښه ملګری ورته پیدا کړو. که پیدا هم شي، دا به یو تصادف وي.

     څومره چې د ملګرو ترمنځ مشترکات زیات وي، نو هغومره د دوۍ وخت په خوشالۍ سره تېرېږي. که موږ د خپلې لور/ خور لپاره داسې یو شخص غوره کړو چې دواړه ګډ ارزښتونه، ګډې غوښتنې، ګډ تمایلات او تقریبن ورته احساسات ولري، نو د دوۍ ژوند به خوشاله وي. د دې توکو د مالومولو لپاره له زوم سره له ډېر لیدنو او خبرو اترو سره سره کولی شو د زوم له لرې او نږدې ملګرو، د کار ځای له کارمندانو او ښوونکو سره مشورې وکړو. باید په دې هم وپوهېږو چې هلک د نجلۍ لپاره د خوراک او پوښاک د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو او د ماشومانو پاللو وړتیا لري او که نه؟

     د یوې سیمې ټولنیز او کورني نظامونه، له بلې سمیې سره توپیر لري. د خپلې لور/ خور لپاره د ټولنیز نظام مطالعه هم اړینه ده چې ایا زما لور/ خور به وکولی شي چې له خپل فطرت سره سره په دې ټولنیز نظام کې ژوند وکړي؟ د کورني نظام څېړل ډېر زیات اړین دي. دا چې یوه نجلۍ خپل کور پرېږدي او د بل کور ته ورځي، نو هلته ورته ټول شیان نااشنا وي، ټول خلک پردي وي، ممکن دا کور ځانګړي اصول او پرنسیبونه ولري. مخکې له دې چې لور/ خور مو له دې اصولو او پرنسیبونو سره مخامخ شي، موږ باید وپوهېږو چې زموږ لور/ خور دا پرنسیبونه خوښوي او که نه؟ د دې بدلونونو پر وړاندې به زما د لور/ خور عکس العمل څه وي؟ دا هم ډېره اړینه ده چې وګورو په دې کور کې له نورو ښځو او ماشومانو سره څه ډول چلن کېږي؟ دا چلن د دې عصر او غوښتنو سره سم دی او که نه؟

     کېدی شي موږ ونشو کولی د خپل تشخیص په مرسته د دې ټولو پوښتنو ځوابونه دقیق پیدا کړو، د دې لپاره کولی شو چې د دې کورنۍ له ګاونډیانو، لرې او نږدې خپلوانو او خپلو نورو ملګرو سره مشوره وکړو.

     دا بده نه ده چې لور/ خور مو له یو معیوب مېړه سره خوشاله ژوند تېر کړي، بده دا ده چې په صحت روغ مېړه سره په خشونت او زړه خوراک ژوند تېروي. په دې ټولنه کې د نجلۍ نکاح له هلک سره د دایمي تړون په مانا ده، د پرېکون او بدلون یې هېڅ امکان نشته، نو ځکه ډېر دقت ته اړتیا لري. که د هلک نجلۍ خوښه نشوه، نو ممکن بله وکړي، خو که د نجلۍ له هلک سره ژوند هر څومره ستونزمن هم وي، تېروي به یې. نور باید زموږ د کلي غوندې په دې خبره باور ونکړو:

زموږ په کلي کې لا اوس هم دا خبره کېږي

چې فیصلې د نصیبونو چېرته بره کېږي

2 COMMENTS

  1. ښه ليکنه ده زما خوښه شوه که چيرته وکاروله شي نو دابه اولين ګام د ښځونيږديکت خپلواکي ته وي دد موهمي موضوح لپاره بايد ځوانان/نجونی خپله هم نن سبا دا جرات وکړي چي له چا سره د ګډ ژوند کولو مينه لري په دهکله خپل نظر د ځان موراو پلار ته ښکاره کړي.
    دمو ر او پلار يي وجداني مسوليت ده چی د ځوانانو/نجونو د غوښتنو مراعات وکړي نه داچي په خپل زور او خوښه لور/زوی د ته مجبور کړي چي له چاسره کوزده وکړی.
    هغه افغاناني کورنی چي نن په يوروپ اوسيږي د هغو لوڼي او زامن مخ له د چي کوزده وکړي غواړي يو له بل سره وويني دا سي هم کيدای شي چي دواړوهلک اوجني مخ له مخه يو بل سره يا مکتب يا کوم بل ځای نه پيژني، بيا دواړه هلک او جنی خپل مور او پلارته وړانديز کوي چي موږ غواړويو له بل سره کوزده وکړو.
    خو يوه برخه کورنی هم شته خپل زوی / لورته له افغانستانه يو ځوان / پيغله را ولي چي بيا دلته له سختو مشکلاتو سره په ګډ ژوند کولو کي مخامخ کيږي حتا تلاک سره اخلي، چي بيا په خاس ډول د ښځي ژوند له نه ليدونکي ربړونو سره مخامخ کوی دا موضوع يوه پراخ تحليل ته اړتيا لري خو ما يي دلته د يادوني اړتيا وليده

  2. د ښاغلی انیس صیب پورته لیکنه ښه اجتماعی او ګټوره لیکنه ده او په مفصله تبصره ارزی البته بد غوندی ستړی یم او د مفصلی تبصری حوصله نلرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب