Homeخبرونهحقاني: ایران ته د تلونکو څه باندې ۵ نیم سوه ځوانانو جنازې...

حقاني: ایران ته د تلونکو څه باندې ۵ نیم سوه ځوانانو جنازې را وړل شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې څلورمه)‏ د طالبانو د رژيم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي خليل الرحمن حقاني د افغانستان او ايران ترمنځ د انساني قاچاق شبکو له فعاليتونو شکایت کوي.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې د دوی له واکمنيدو وروسته يې هېواد ته د ایران له لوري د وژل شويو څه باندې پينځه نيم سوو ځوانانو د جسدونو د ستنیدو خبر تر لاسه کړی.

ښاغلي حقاني په دې اړه، چې ياد شوي ځوانان د انساني قاچاق شبکو که ایراني ځواکونو وژلي، ډېړ جزییات نه دي ورکړي.

دغه طالب وزير يادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څه موده مخکې د ورځې له درې زرو تنو څخه تر پينځو زرو پورې افغانان په ناقانونه ډول ایران ته تلل او د دغه هېواد له لارې ېې اروپايي هېوادونو ته د تګ پلان درلود.

په دې ترڅ کې ایران نه هره ورځ افغانستان ته د سلګونه کډوالو د جبري ستنولو او ورسره د ايراني ځواکونو د وحشيانه چلند راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو چارواکو له ايران څخه غوښتي، چې د نړيوالو اصولو له مخې په جبري ډول د افغان کډوالو له ستنولو ډډه وکړي.

د ښځينه وو او نيږدې ټولو افغانانو پر وړاندې د طالبانو افراطي سياستونه، فقر او شديده نهيلي له افغانستان څخه د ميليونونو خلکو او په خاص ډول د کادرونو د وتو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...