سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+د وېښتو د توییدو سببونه

د وېښتو د توییدو سببونه

ډاکټر قدیم ارین
د سر وېښتان لۀ فولیکولونو/پیاز څخه د پوستکي پۀ منځنۍ طبقه کې جوړېږي. پۀ نارمل ډول په پوستکي کې له ۵ تر ۱۰ سلنې دغه لولیکولونه د استراحت په حالت کې وي، پاتې ۹۰ تر ۹۵ سلنه یې د فعالیت په حالت کې دي.
د هر وېښته ریښه/پیاز په عادي ډول له دوو تر دریو میاشتو پورې د استراحت په حالت کې وي، چې پۀ دې حالت کې وېښتان تویېږي او د استراحت تر دورې وروسته بېرته فعالېږي.
د هر وېښته ژوند له دریو تر پنځو کلونو پورې وي، البته پکې تغیر او تبدیل هم راتللی شي، چې دغه تغیرات یې هم له دوو تر دریو اونیو وخت نیسي او وېښتان د فعالیت له مرحلې د استراحت مرحلې ته ځي.
د استراحت او فعالیت د دغه دوران تر منځ ستاسو یو شمېر وېښتان تویېږي، اما دې تویېدو ته نارمل/عادي تویېدل وایي. په عادي ډول پۀ دې حالت کې د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې وېښتان تویېږي، خو د وېنځلو پر مهال یې شمېر زیاتېږي.
اوس به تاسو پوه شوي یاست چې د وېښتانو د توئېدو مرحله او ډول څنګه دی، خو شاید د ځینو کسانو تر دې زیات توی شي او همدلته ده چې بیا موضوع تر اندېښنو رسېږي.
نن به دا هم درسره شریکه کړم چې د وېښتانو تویېدل شاید نور عوامل هم ولري چې په لاندې ډول دي او له مخې یې ورته حل لاره ولټوئ:
دا مطلب (د پوستکي درملنه)پاڼه کې چمتو شوی.
ـ ارثي خواص:
ـ د وینې کموالی او په وجود کې د اوسپنې کمی هم ستاسو د وېښتانو د تویېدو باعث ګرځي.
ـ د ځینو درملو خوړل چې حساسیت ورسره پیدا کېږي.
ـ له حده زیات د وېښتانو کشول او یا یې په غلطه ږمنځ شانه کول.
ـ له حده زیات د سر د پوستکی غوړوالی او یا د وېښتانو زیات غوړول.
ـ سټرس او رواني ناروغۍ.
ـ په ځینو خاصو موسمونو کې د وېښتانو زیات تویېدل.
ـ تر ولادت درې میاشتې وروسته د وېښتانو تویېدل.
ـ وېښتانو ته نۀ پاملرنه او په ټوله کې د روغتیایي اصولو نه مراعتول.
ـ د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي ځینې درمل هم د دې باعث ګرځي چې په لومړیو کې وېښتان توی کړي.

1 COMMENT

  1. ډاکټر صاحب ارین خدادي دی آباد لره
    که دویښتانو دژر سپینیدو په اړه معلومات راکړی ډیربه خوشاله شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب